Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (پنځه څلوېښتمه برخه)
اسلام سه شنبه _24 _دسمبر _2024AH 24-12-2024AD

په اسلام کې د ښځې مقام (پنځه څلوېښتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: ام عایشه

په اسلام کې د ښځې مقام (پنځه څلوېښتمه برخه)

له خپلو مېرمنو سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د تعامل او چلند طریقه
د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمنې د تاریخ په اوږدو کې د ښځو لپاره د مینې، متقابل احترام، د یو بل د حقوقو رعایت، او د اسلامي چارو په درناوي کې د انساني احساساتو او عواطفو د کنټرول په برخه کې د بېلګې او نمونې رول لوبولی دی. دوی په دې سخته ازموینه کې بریالۍ شوې دي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو غوره مېړه و او د ټولو میړونو لپاره یوه نمونه. هغه د خپلو مېرمنو درناوی کاوه، له هغوی سره به یې خپلې ژمنې پوره کولې، له هغوی سره به یې ټوکې کولې او خندل. د هغوی تېروتنې به یې بښلې، د هغوی سختۍ او تاوتریخوالی به یې زغمل، او په غیر دیني چارو کې یې له هغوی سره سخت چلند نه کاوه. د خپل مبارک ژوند په اوږدو کې یې هېڅ یوه مېرمن په فزیکي توګه نه وه مجازاته کړې. هېڅکله یې خپلو مېرمنو ته سپکاوی یا بدې خبرې نه وې کړې.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلو مېرمنو ترمنځ په نفقې او شپې تېرولو کې عدالت کاوه. هغوی یې ښو کارونو او د خیر او ښېګڼې لوري ته رابللې او لارښوونه یې ورته کوله. هغه به په ډېرو چارو کې له خپلو مېرمنو سره مشوره کوله.
څومره به ښه وي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیروانو او امتیانو ژوند وڅېړو او وګورو چې د دوی په ژوند کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت او اخلاق څومره عملي کېږي. که موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لارښوونو او د هغه په مبارک سیرت عمل وکړو، هېڅکله به په دې نړۍ کې له ستونزو سره مخ نه شو.
که موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم له بعثت مخکې او وروسته د هغه سلوک او اخلاق وڅېړو، د دې بریالیتوب په راز به پوه شو. دې پایلې ته به ورسیږو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم پاکې مېرمنې دې لوړ مقام ته د خپل خاوند د ښوونیزې روزنې په برکت رسېدلې دي؛ ځکه چې ویل شوي دي: «د آس کمال د هغه د څښتن او سپرېدونکي کمال ته ورګرځي.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر سهار د خپلو مېرمنو کورونو ته د نصیحت او وعظ لپاره ورتلل. همدارنګه، د مازدیګر له لمانځه وروسته به هم د هغوی کورونو ته ورتلل. کله چې به هغه د یوې مېرمنې کور ته لاړ، نو ټولې مېرمنې به د هغه شاوخوا راټولې شوې او د هغه له ارزښتناکو ویناوو، نصیحتونو او لارښوونو څخه به یې ګټه اخیستله.
خوږ پیغمبر صلی الله علیه وسلم به له خپلو مېرمنو سره د کور په ځینو کارونو کې مرسته کوله او ځینې کارونه یې په خپلو مبارکو لاسونو ترسره کول.
له حضرت عایشه رضی الله عنها وپوښتل شول چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په کور کې څه ډول کارونه کول؟ هغې وفرمایل: «د خپل اهل او کورنۍ په خدمت کې به وو.»
کله کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو ځینو مېرمنو سره په تفریح او لوبو بوختېده، تر څو هر یو وکولی شي د خپل ژوند له ملګرې څخه په ښه توګه ګټه پورته کړي او ګډ ژوند په دوامداره توګه د جديت او قاطعیت له امله له ستړیا او ستونزو سره مخ نه شي.
څرنګه چې ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها وایي: «زه یو ځل له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په سفر کې وم. هغه مهال ځوانه نجلۍ وم او وزن مې لا دروند شوی نه و. رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته وفرمایل: “تاسو مخکې لاړ شئ.” کله چې دوی له موږ څخه لرې شول، هغه وویل: “راځه چې نن سیالۍ وکړو.” څرنګه چې موږ دواړو منډه وکړه، زه ترې مخکې شوم.
څه موده وروسته چې وزن مې زیات شوی و، بیا له دوی سره په سفر کې وم. دا ځل هم رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو ته وفرمایل: “تاسې مخکې لاړ شئ.” کله چې دوی له موږ څخه لرې شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل: “راځه چې سیالۍ وکړو.” ما هغه څه هېر کړي وو چې مخکې پیښ شوي وو. ما وویل: “ای د خدای رسوله! زه څنګه له تاسو سره سیالي کولی شم، په داسې حال کې چې زما وزن ډېر شوی دی او ځغستلی نشم؟” هغه وویل: “کومه ستونزه نشته، موږ به په هر حالت کې منډې وهو.”
دا ځل راڅخه مخکې شو، بیا یې وخندل او ویې ویل: “دا بریا د هغې بریا په وړاندې.”
رسول الله صلی الله علیه وسلم به خپلې مېرمنې حضرت عایشه رضی الله عنها ته ویل: «زه ستا د خبرو له طریقې څخه ستا په خوښۍ او خپګان پوهېږم.» حضرت عایشه رضی الله عنها وایي: ما ورته وویل: “څنګه؟” هغه وفرمایل: «کله چې ته له ما څخه راضي یې، داسې وایې: ‘زه د محمد صلی الله علیه وسلم په رب قسم کوم.’ او کله چې ناراضه یې، بیا داسې وایې: ‘د ابراهیم علیه السلام په رب مې دې قسم وي.’»
ما وویل: “هو، یا رسول الله! زه یوازې ستا نوم پرېږدم، مګر په خپله دې نه پرېږدم.”
ادامه لري…
Previous Articleاسلام او ډیموکراسي (دوه دېرشمه برخه)
Next Article د شریعت د مقاصدو علم ته یوه کتنه (شلمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.