شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اتلسمه برخه) ۲. مسالک العلة (د امر او نهیې د لاملونو په وسیله د شریعت مقاصدو پېژندنه) د امر او نهیې لاملونو ته پاملرنه، لکه نکاح چې د نسل د بقا لپاره او بیع چې له مبیعې څخه د ګټې اخیستنې په موخه وضع او تشریع شوې ده، د شریعت مقاصدو د پېژندلو او معرفت وسیلې ګڼل کېږي او د فقهې په اصولو کې د «مسالک العلة» په نامه یادیږي. له همدې امله، په دې برخه کې د «مسالک العلة» او د حکم د علتونو په وسیله د شریعت مقاصدو ته د لاسرسي او د هغوی د موخو د پېژندلو په اړه بحث او څېړنه کېږي. مسالک العلة (د امر او نهیې د لاملونو په وسیله د شریعت مقاصدو پېژندنه) د شریعت مقاصدو د معرفت او پېژندنې دوهمه طریقه «د امر او نهیې د لاملونو پېژندنه» ده چې له «استقراء» سره ورته والی لري؛ مګر د لاملونو یا علتونو د پېژندنې د کیفیت له اړخه ورسره توپیر لري. د اصولیانو په نظر، «مسالک العلة» هغه لارې دي چې د علت په لور لارښوونه کوي. د هغوی په اند، دا مسالک (۹) ډوله دي چې عبارت دي له: «اجماع، نص، ایماء، مناسبت، مشابهت، سبر او وېشنه، دوران، رد، او تنقیح المناط.» علماوو هڅه کړې چې د دې نهه ډوله مسالک العلة یا د امر او نهیې د علتونو له لارې د شریعت مقاصدو ته ځان ورسوي او په اړه یې پوهه ترلاسه کړي. لاندې به یې په لنډ ډول او د بېلګو په بڼه، تشریح او توضیح کړو: الف: اجماع د مسالک العلة له لارې د شریعت مقاصدو او موخو ته د لاسرسي له نهه ګونو لارو څخه یوه لاره «اجماع» ده. د فقهې د اصولو د علماوو له نظره، په قیاس کې یوازې د علت شتون په اصل او فرع کې بسنه نه کوي، بلکې د علت ترڅنګ یوه بله دلاله ته هم اړتیا ده چې د شاهد په توګه د علت اعتبار ثابت کړي. په دې ځای کې اجماع یو له همدې دلایلو څخه ده. دا د امت د اتفاق څرګندونه کوي، په دې شرط چې د یوه ټاکلي وصف شتون په یوه حکم کې د علت په توګه ومنل شي. بېلګه: اعیاني ورور (هغه ورور چې مور او پلار دواړه د سړي سره شریک وي) د میراث په استحقاق کې د علاتي ورور (هغه ورور چې یوازې په پلار کې شریک وي) په پرتله لومړیتوب لري؛ ځکه چې د اعیاني ورور د خپلوۍ اړیکه د علاتي ورور په پرتله ډېره نژدې او قوي ده. په همدې دلیل ویل کېږي: د اعیاني ورور د نکاح ولایت د علاتي ورور په پرتله لومړیتوب لري. همدارنګه، که یو څوک وفات شي او اعیاني او علاتي ورونه ولري، اعیاني ورور د علاتي ورور په پرتله د جنازې د لمانځه د اداء کولو لومړیتوب لري. د خپلوۍ د نږدېوالي وصف هغه څه دی چې د اجماع له لارې ثابت شوی او د حکم علت ګڼل شوی دی. ادامه لري…
اسلام د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (اوولسمه برخه)پنجشنبه _19 _دسمبر _2024AH 19-12-2024AD نور یی ولوله