ولې ځینې خلک د لور په درلودلو خپه کېږي؟
دا چې الله سبحانه وتعالی چا ته لور یا زوی ورکوي، د هغه نعمت او پېرزوینه ده، او هېڅوک په دې کې لاسوهنه نشي کولی. له همدې امله ځینې خلک په ناحقه خپلې مېرمنې ځوروي او داسې فکر کوي چې ګوندې دوی د نجلۍ په زېږېدو کې رول لوبولی دی.
د جاهلیت په زمانه کې مشرکینو نجونې ژوندۍ ښخولې. نړۍ د هغوی له ظلم او وحشت څخه ښه خبره ده. له بده مرغه، په اوس وخت کې هم ورته ډول او حتی له دې څخه بد چلندونه له نجونو او ښځو سره کېږي. هغه خوښي او خوشحالي چې د هلک د زېږېدو په وخت کې څرګندېږي، د نجلۍ د زېږېدو په وخت کې نه وي. له بده مرغه ډېری خلک په دې ناروغۍ اخته دي.
ښځه د نجلۍ په زېږون کې څه رول لري چې د نیوکې او کرکې لاندې نیول کېږي؟ ښځه د ماشوم د جنس په ټاکلو کې هېڅ ډول ونډه نه لري. د ښځې دنده یوازې دا ده چې نهه میاشتې د هر ډول تکلیفونو او کړاوونو په زغملو سره خپل ماشوم په خپله خېټه کې وپالي. په داسې حال کې یو سړی نهه میاشتې نه، بلکې نهه ساعته هم د هغه د حمل توان نه لري.
دا څومره لوی ظلم دی چې د نجلۍ له زېږېدو وروسته خپه کېږو او څو ورځې له ښځې سره خبرې نه کوو. دغه راز، د ماشوم لیدو ته زړه نه ښه کوو، او له بلې خوا د مېړه مور، خور، او نور خپلوان له هرې خوا هغه بېوزله ښځه ملامتوي. کله کله هغه ته ګواښ کوي چې خپل زوی ته به بله ښځه په نکاح کړي او په دې توګه د هغې د خپګان او اندېښنې اسباب برابروي.
په حقیقت کې دا لوی ظلم او زیاتی دی! له دې ناخبره چې د لور وجود نه یوازې لوی نعمت دی، بلکې د الله جل جلاله د رحمت سبب هم دی.
حضرت انس رضي الله عنه وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې د دوو لوڼو پالنه وکړي، تر هغه چې د دوی له احتیاجه خلاصې شي، جنت ته به ځي. په داسې حال کې چې زه او هغه به د دې دوو ګوتو په څېر یو.» (په نورو روایتونو کې راغلي چې د سبابه او منځنۍ ګوتې ته یې اشاره وکړه.)
په ګڼو احادیثو کې د نجونو د سمې پالنې په اړه ډېر زیري ورکړل شوي دي. له همدې امله ویل شوي چې د لور وجود د نعمت او رحمت سرچینه ده. یعنې د اولاد له اړخه نعمت دی، او له دې نظره چې د قیامت په ورځ به د مور او پلار لپاره د بخښنې او مغفرت سبب شي، د الله تعالی رحمت دی.
هو! دا نننۍ نجلۍ ده چې په راتلونکي کې به د مور په توګه یاده شي. له همدې امله موږ مسلمانان باید د خپلو لوڼو روزنې او زده کړو ته زیاته پاملرنه وکړو او هغوی د خپل عزت سرچینه وګڼو، نه د شرم او ذلت.
که موږ حقایق په هوښیارۍ او ځیرکۍ سره وڅېړو، دې پایلې ته به ورسېږو چې یوه نجلۍ د هلک په پرتله له خپلو والدینو سره ډېره مهربانه ده او د هغوی حقونو ته درناوی لري.
په تجربو سره ثابته شوې ده چې نجونې د زوړتوب او کمزورۍ په وخت کې خپلو والدینو ته ډېره پاملرنه کوي. دوی د تکړه نرسانو په څېر شپه او ورځ د مور او پلار خدمت ته ملا تړلې وي او هېڅکله هم د ستړیا احساس نه کوي.
حضرت معاویه رضي الله عنه د عمرو بن عاص رضي الله عنه په ځواب کې، چې د نجلۍ بده یې یاده کړې وه، همدې مسئلې ته اشاره وکړه او وې ویل: «په الله قسم، هېڅوک د یوې نجلۍ په څېر د ناروغ پالنه نه کوي، هېڅوک د هغې په څېر په مړو ویر او ماتم نه کوي، او هېڅوک د غمونو، دردونو، او کړاوونو په لرې کولو کې د نجونو په څېر نه دي.»