د اسلام سپېڅلی دین له قولي او عملي اړخه د نجونو د حقوقو اداینې، د هغوی په وړاندې زغم، او د هغوی لپاره مهربانۍ او فداکارۍ ته هڅونه کړې ده. له قولي اړخه، موږ ګورو چې حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم خپل امت ته د دې کار سپارښتنه کړې ده.
حضرت ابوهریره رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هغه څوک چې درې لوڼې ولري او د هغوی په وړاندې صبر او زغم وکړي، دوی ته خواړه او څښاک ورکړي، او د وسې په اندازه جامې برابرې کړي؛ دوی به د قیامت په ورځ د اور په وړاندې د هغه لپاره پرده وي (دوزخ ته به د هغه د ننوتلو مخه ونیسي).»
څوک چې د نجونو پالنه او روزنه وکړي او د هغوی نفقه برابره کړي، په جنت کې به د رسول الله صلی الله علیه وسلم ملګرتیا ور په برخه شي. دا هر مسلمان دې ته هڅوي چې د نجونو سمه پالنه وکړي او د هغوی شرعي حقوق اداء کړي.
حضرت انس رضي الله عنه فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «څوک چې د دوو لوڼو پالنه وکړي او سرپرستي یې پر غاړه واخلي تر هغه چې له دوی څخه یې اړتیا ختمه شي، هغه به جنت ته لاړ شي، په داسې حال کې چې زه او هغه به د دې دوو (منځنۍ او سبابه ګوتې) په څېر یو.»
عملي بېلګه
ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضي الله عنها فرمایي: «یوه ښځه له دوو لوڼو سره زما کور ته راغله او له ما څخه یې څه وغوښتل. ما له یوې خرما پرته بل څه نه درلودل او هغه مې ورته ورکړه. هغې خرما د خپلو دوو لوڼو تر منځ ووېشله او خپله یې له هغې څخه څه ونه خوړل. بیا هغه پورته شوه او لاړه. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راغی، ما د هغې کیسه ورته وکړه. هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “هغه څوک چې په نجونو سره و ازمویل شي، د اور په وړاندې به ورته پرده (مانع) وګرځي.”»
شیخ عبدالرحمن رحمه الله فرمایي: «په دې حدیث کې د اولادونو او په ځانګړې توګه د نجونو په وړاندې ایثار او قربانۍ ته عملي هڅونه ده او والدین دې ته هڅوي چې له هغوی سره مهرباني او شفقت وکړي.»
د اسلام دین یواځې د نجلۍ په ژوندۍ ساتلو او د هغې د مادي اړتیاوو په برابرولو بسنه نه کوي؛ بلکې د هغې باطني او فکري ژوند ته هم ځانګړې پاملرنه کړې ده. په لفظي او عملي ډول یې د ديني او دنیوي چارو د تنظیم او سمون دنده پر غاړه اخیستې ده.
د لویدیځ تبلیغات
د دې احادیثو او نورو احادیثو په مطالعې او تأمل سره، چې موږ به یې په راتلونکي کې د الله تعالی په اذن سره بیان کړو، په اسلام کې د نجونو لوړ مقام درک کولای شو. دا په داسې حال کې ده چې په لویدیځ او ځینو اروپايي هېوادونو کې د اسلام پر ضد تبلیغات کېږي، چې هڅه کوي مسلمانې نجونې ګمراه کړي او د هغوی په ذهنونو کې د هغوی د کورنیو په اړه شکونه پیدا کړي.
دوی هڅه کوي داسې باور پیدا کړي چې اسلام نجونو ته حقوق او امتیازات نه دي ورکړي. له دې تبلیغاتو او پروپاګند څخه موخه داده چې مسلمانې نجونې له خپل دین، عقایدو، باورونو، منل شوو دودونو او کلتور څخه لرې کړي. دوی غواړي چې په خپله ټولنه کې ښځې او نجونې له خپل دین، حقوقو، حیثیت او مقام څخه بې خبره پاتې شي.
د دیني عالم خبرې
یو دیني عالم وایي: «نجونو ته باید لوستل او لیکل ور زده کړل شي؛ ځکه لوستل او لیکل د انسان لپاره الهي نعمت دی. پلرونه باید خپلې لوڼې د علم له زده کړې بې برخې نه کړي. دوی باید خپلو لوڼو ته د اسلامي اخلاقو په رڼا کې هماغسې پاملرنه وکړي، لکه څنګه چې خپلو زامنو ته یې کوي. په دې کار کې باید د نجونو او هلکانو ترمنځ توپیر ونکړي.»