لیکوال: شکران احمدي
د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (پنځلسمه برخه)
د شریعت مقاصدو د پېژندنې لارې (استقراء)
په تېرو بحثونو کې څرګنده شوه چې شرعي احکام مقاصد او موخې لري، او دا احکام د همدغو مقاصدو او موخو پر بنسټ تشریع شوي دي. په دې بحث کې به د دې مقاصدو او حکمتونو د معرفت او پېژندنې یوه لاره تر څېړنې او ارزونې لاندې ونیسو. د شریعت مقاصدو د پېژندنې د لارو چارو او مسلکونو په اړه، د لنډیز، تفصیل، تصریح او تلمیح له نظره، علماوو اختلاف کړی دی. «استقراء» د شرعي احکامو مقاصدو ته د لاسرسي یوه له هغو لارو څخه ده چې په اړه به یې دلته بحث او څېړنه وشي.
د شریعت مقاصدو د علم علماوو د شریعت مقاصدو د لاسته راوړلو او درک کولو لپاره بېلابېلې لارې بیان کړې دي. امام غزالي رحمه الله د خپلو مختلفو بحثونو او څېړنو په ترڅ کې د شریعت مقاصدو د پېژندنې او معرفت لارې د الله سبحانه و تعالی په کتاب، سنت، اجماع، او د عربي ژبې په پوهېدو او استقراء کې په ګوته کړې دي.
امام رازي او قرافي رحمهما الله د “استقراء” په اړه یادونه کړې ده. امدي د «عربي ژبې او د صحابه کرامو رضی الله عنهم د آثارو» او ابن القیم د «استقراء او د صحابه کرامو رضی الله عنهم د آثارو» یادونه کړې ده. ورپسې امام شاطبي رحمه الله، چې د مقاصدو علم یو له متخصصینو څخه شمېرل کېږي، د شرعي خطاب په نظر کې نیولو سره د مقاصدو د پېژندلو لارې په څلورو طریقو لنډې کړې دي، چې عبارت دي له:
-
صریح او څرګند امر او نهی (یا په بل عبارت، د شرعي نصوصو ظاهر)؛
-
د شرعي احکامو د علتونو پېژندنه (مسالک العلة)؛
-
د تبعي مقاصدو معتبر ګڼل او تصدیق کول؛
-
د شارع چوپتیا.
ابن عاشور رحمه الله د شرعي احکامو پر بنسټ د مقاصدو پېژندنه په استقراء، قرآني نصوصو، صریحو اوامرو او ممنوعاتو، او متواتر سنت پورې محدوده کړې ده.
د معاصرو علماوو نظریات
د معاصرو علماوو له جملې څخه، ډاکټر سعد الیوبي په ښې طریقې او د امام شاطبي او ابن عاشور رحمهما الله د نظریاتو په پام کې نیولو سره د شریعت مقاصدو د پېژندنې لارې په لاندې مواردو کې په ګوته کړې دي:
-
استقراء؛
-
د شرعي احکامو د علتونو او اسبابو پوهه (امر او نهی) چې د فقهې د اصولو په علم کې “مسالک العلة” نومېږي؛
-
څرګند او صریح اوامر او ممانعتونه؛
-
د شارع تعبیرونه؛
-
د شارع چوپتیا.