د تعلیل د منکرانو تر ټولو مهم نقلي دلیل، چې په ځانګړې توګه ابن حزم پرې ټینګار کړی، د انبیاء سورې مبارک ۲۳م آیت دی، چې داسې صراحت لري: «لا یُسْئَلُ عَمّا یَفْعَلُ وَهُمْ یُسْئَلُونَ»؛ یعنې: (هېڅوک د هغه (الله سبحانه و تعالی) په کار نیوکه نه شي کولی، مګر د دوی په کارونو کې د پوښتنو او نیوکو ځای شته.)
ابن حزم د پورته آیت په اشارې سره وايي: «خدای جل جلاله د خپل توصیف په ځای کې فرمایلي دي چې هېڅوک د هغه د عمل پوښتنه نه شي کولی، او په دې جملې سره یې څرګنده کړه چې زموږ او د خدای جل جلاله تر منځ توپیر شته او د هغه تعالی په کارونو کې د خبرو کولو ځای نه شته.»
په همدې بنسټ، د خدای جل جلاله په افعالو کې د اسبابو او تعلیل مسئله باطله ده، پرته له دې چې خدای تعالی پخپله دا وښيي او څرګنده کړي چې پلانکی کار یې د پلانکي علت لپاره کړی دی. هغه زیاتوي: «حتی په هغو مواردو کې چې خدای جل جلاله د تعلیل مسئله مشخصه کړې وي، بیا هم د دې پوښتنه کول روا نه دي چې ولې یو ټاکلی حکم د یو ځانګړي علت لپاره تشریع شوی دی؛ ځکه چې دا ډول پوښتنه د خدای جل جلاله په وړاندې د ګناه کولو سره برابره ده او په دین کې الحاد ګڼل کېږي.»
ابن حزم په دې اړه د خدای جل جلاله دا سنت دلیل ګڼي، چې فرمایي: «لا یُسْئَلُ عَمّا یَفْعَلُ.» له همدې امله، د الهي افعالو او احکامو تعلیل کول یا د خدای جل جلاله له کارونو پوښتنه کول له سرغړونې او فسق سره برابر دي، او سوال کوونکی فاسق ګڼل کېږي. نو ځکه د الهي احکامو او افعالو تعلیل په ظاهره باطل ګڼل کېږي.
نقد او ارزونه
ابن حزم په خپل استدلال کې د خطا او مغالطې لاره غوره کړې ده. هغه د ذکر شوي آیت او ورته نورو آیتونو په مفهوم کې په معنوي تحریف اخته شوی دی. د شرعي احکامو د اسرارو او اسبابو پوښتنه، چې د پوهېدو او زده کړې پر بنسټ ترسره کېږي، د اعتراض، انکار، ملنډو او استهزا په توګه ګڼلې ده.
د بېلګې په ډول، د مدثر سورې ۳۱م آیت پوښتنه: «ماذا أراد الله بهذا مثلاً». په داسې حال کې چې د دواړو تر منځ روښانه توپیر شته.
که پوښتنه د خدای جل جلاله په اړه د کامل ایمان، کمال، عدالت، او په ځانګړې توګه د حکمت صفتونو پر بنسټ وي، او د پوښتنې انګېزه پوهېدنه، زده کړه، او د خدای جل جلاله د تدبیر او د تکوین او تشریع په اړه بصیرت ترلاسه کول وي، نو دا یوه مشروع پوښتنه ده او هېڅ ستونزه نه لري.
دا ډول پوښتنې د نېکانو، صالحانو او د خدای جل جلاله د غوره شویو بندګانو لخوا شوې دي، او په قرآن کریم کې د دې ډېرو مثالونو موندل کېږي.
د حضرت زکریا علیه السلام په اړه لولو: «رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي غُلَامٌ وَقَدْ بَلَغَنِيَ الْكِبَرُ وَامْرَأَتِي عَاقِرٌ»؛ ژباړه: (ای زما ربه! زه به څنګه د اولاد څښتن شم، په داسې حال کې چې په ما زوړوالی راغلی او ښځه مې شنډه ده؟)
د حضرت مریم علیها السلام په اړه داسې لولو: «رَبِّ أَنَّى يَكُونُ لِي وَلَدٌ وَلَمْ يَمْسَسْنِي بَشَرٌ»؛ یعنې: (ربه! زه به څنګه د ماشوم مور شم، په داسې حال کې چې هېڅ انسان له ما سره اړیکه نه ده نیولې؟)
ښکاره ده چې دا پوښتنې د خدای جل جلاله په کارونو باندې اعتراض نه دي، بلکې د هغه د افعالو په حکمت باندې د پوهېدو لپاره شوې دي.
له همدې امله، هغه څه چې ناروا او د غندنې وړ دي، هغه پوښتنې دي چې د نیوکې، انکار او ملنډو په ډول وي. دا آیت: «لَا يُسْأَلُ عَمَّا يَفْعَلُ وَهُمْ يُسْأَلُونَ»؛ د دې ډول پوښتنو ته اشاره کوي. همدارنګه، د یاد شوي آیت مفهوم د درواغو معبودانو په ردولو او نفي باندې دلالت کوي؛ ځکه هغوی له الله تعالی څخه د پوښتنې او استفسار حق نه لري.
د ابن حزم په نظر نیوکه
ابن حزم له جمهورو علماوو سره د منصوصو مقاصدو په اثبات کې موافق دی، لکه څنګه چې دی وايي: «موږ د منصوصو مقاصدو له اثبات څخه انکار نه کوو، مګر په غیر منصوصو احکامو او اسبابو کې د هغه تطبیق او تعدي چې خدای جل جلاله روا نه دي ګرځولي، نفی کوو.»
لکه څنګه چې له نوم څخه یې څرګندېږي، “اهل ظواهر“ د نصوصو په ظاهره استدلال کوي. دوی د مسایلو ژورو او لاملونو ته پام نه کوي او په علت او سبب باندې د حکمت تعبیر هم جایز نه ګڼي؛ ځکه چې د یو شي علت وجوبي او حتمي دی او له معلول څخه نه شي جلا کېدای، په داسې ډول چې سوځول د اور لازمه ده او له هغه څخه بېلېدای نه شي.
له همدې امله، دوی له قیاس څخه انکار کوي.
یاد شوی آیت د ابن حزم د قول دلیل نه شي کېدای، او د ابن حزم استدلال په پورته آیت شریف کې سم نه دی.