Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (څلورویشتمه برخه)
اسلامي علما دوشنبه _16 _سپتمبر _2024AH 16-9-2024AD

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (څلورویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
 لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (څلورویشتمه برخه)

 د مجددي کورنۍ په کابل کې
 علماء او مشایخ په پلازمینه او د هغه په ​​شاوخوا کې په دوامداره توګه په علم، تدریس، لارښوونې او د خدای لوري ته په بلنې بوخت دي. د کابل په یوه څنډه کې چې د «جواد کلا» په نامه یادیږي، د مجددي کورنۍ د مشرانو او شیخانو قبرونه دي. د دې قبیلې ځینې شیخان ډېر مشهور دي او د هغوی شهرت د افغانستان له پولو څخه هم بهر وتلی. شیخ مولانا فضل عمر مجددي چې په  “شیر آغا” مشهور او په “نور المشائخ” ملقب و، بې شمېره مریدان او معتقدین یې درلودل چې له هغې جملې څخه په سلګونو خلک په هند او پاکستان کې دي.
 د هغه ورور شیخ محمد صادق مجددي چې په عربي ختیځ کې د افغانستان پخوانی سفیر او د  “رابطة العالم الاسلامي” د بنسټ ایښودونکو د ډلې غړی دې، هم په عربي نړۍ کې شهرت لري او د خپل علمي او اصلاحي دریځ او مقام او د اسلامي نړۍ مسایلو ته په ځانګړي پام کولو سره ډېر شهرت درلود. نوموړي په ​​هغه انقلاب کې چې د امان الله خان په راپرځولو او د نادرخان په واک ته رسولو ختم شو، مهم رول ولوباوه.
 موږ د جواد کلا څخه لیدنه وکړه، د هغې یوه برخه د دیني علومو د زده کونکو لپاره ځانګړې شوې وه؛ جومات یې له عبادت کوونکو ډک و او مدرسه یې د زده کوونکو او طالبانو څخه ډکه وه. د شیخ محمد ابراهیم مجددي محترم ورور، د هغه د پلار(نورالمشایخ) مرستیال او ځای ناستی، موږ یې د خپل احسان او مهربانۍ پوروړي کړو او څو ځله د پوښتنې او لیدنې په موخه زموږ د اوسېدو هوټل ته راغی.
 همدارنګه د دې نیکمرغه کورنۍ د نورو غړو په لیدو هم مشرف شوو. په دوی کې شیخ عبدالسلام مجددي او نور ملګري وو؛ خو هغه څه چې زه به یې هیڅکله هیر نکړم هغه زما د ګران ملګري صبغت الله مجددي ملاقات دې. ما له هغه سره په ځوانۍ کې په (۱۹۵۱) کال کې په قاهره کې ولیدل، څو ورځې مو په اقصی جومات کې چې د هغه د نیکه شیخ محمد صادق د اعتکاف ځای دې، یو ځای تېرې کړې او اوس مو په کابل کې د بیا لیدلو فرصت ترلاسه کړ.
 موږ به په ساعتونو ساعتونو ناست وو او پر بېلابېلو موضوعاتو به مو خبرې کولې؛ د تېرو ورځو یادونه را ژوندۍ شوه، هغه ورځې چې مسلمانانو په عزت ژوند کاوه او هغه ورځې چې زموږ اعمالنامو پاڼې پاکې او روښانه وې. صبغت الله مجددي د افغانستان د جمعیت علمای اسلام د بنسټ ایښودونکو غړو څخه دې او په ځینو وزارتونو کې یې د اسلامي عقیدې او دعوت په برخه کې اغیزمن رول لوبولی دې. اوس هغه او زما ګران ورور محمد هاشم مجددي چې په دې سفر کې ورسره اشنا شوم او د هغه له معلوماتو څخه مې ډېره ګټه پورته کړه، په پوهنې وزارت کې کار کوي.
دیني او علمي شخصیتونه
 په دې سفر کې مو له ډېرو شخصیتونو سره وکتل او ورسره اشنا شوو؛ په دوی کې د ستر مجاهد شیخ سیف الرحمن طوکي مهاجر زوی شیخ عبدالعزیز، د هغه  دروند وراره مجاهد عزیزالرحمن، د کابل د پلخشتي جومات امام شیخ غلام رباني خطیبي چې د ډېرو ښو اخلاقو او ښه چلند خاوند و او همدارنګه د دروند شیخ او دارالعلوم شیخ الحدیث محمدګل سره د لیدو فرصت ترلاسه کړ او د هغه له فیوضاتو څخه برخمن شوو.  دلته که د ځینو ملګرو نومونه له قلم څخه پاتې شوي وي، بښنه غواړم؛ ځکه چې زموږ پروګرامونه ډېر پرله پسې او تړلي وو او ما د یادښتونو د اخیستلو فرصت نه درلود.
 د کابل لوی جومات
 د جمعې د لمانځه لپاره د پل خشتي جامع جومات ته لاړو او د سعودی سفیر هم راغلی وو. جومات له عبادت کوونکو ډک و. په دې سیمو کې له خطبې او د جمعې له لمانځه مخکې تبلیغ او وینا کیږي؛ نو پوهاند احمد محمد جمال او ما خبرې وکړې.
 زما د خبرو تمرکز د دې حدیث تفسیر او تشریح وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «بدأ الاسلام غریبا و سیعود غریبا کما بدأ فطوبی للغربا»؛ ما د دې حدیث د تشریح په ترڅ کې د اسلامي هیوادونو سختیو او مشکلاتو ته اشاره وکړه چې د دین او علومو ریښې پکې دي او د عقیدې او ژوند په اړه مې وینا وکړه او د جهاد او له پردیو څخه د تقلید په وړاندې د مبارزې او له اسلام څخه د مخ اړولو په اړه مې ځینې جملې بیان کړې. ناڅاپه د عبادت کوونکو څخه یو تن چې د خوشالۍ په حالت کې و، په لوړ غږ یې چیغې وکړې. د ده دا عمل په اسلامي هیوادونو کې د رامنځته شویو پیښو په اړه د افسوس څرګندونه کوي.
 استاذ احمد جمال د دې احادیثو «اتدرون من المفلس» او «الدنیا سوق قامت ثم انقضت» په اړه ځینې مطالب او مسایل وړاندې کړل.
 بڼونه او مذهبي ځایونه
 یو له هغه ځایونو څخه چې موږ یې لیدنه وکړه په هند کې د مغلو د واکمنۍ بنسټ ایښودونکي، د مسلمانانو د پاچا، مؤیدالسلطان ظهرالدین محمد بابر مقبره وه. د هغه قبر د کابل ښار په یوه څنډه او په یوه لوی بڼ کې موقعیت لري. بابرشاه تر ډېره د کابل ښار مینوال و او په دې توګه خدای دا ځمکه د هغه د ښخولو ځای وګرځاوه.
  د پغمان له تفریح ځای څخه مو هم لیدنه وکړه؛ دا ځای د دې مستحق دې چې یو له نړیوالو تفریحي ځایونو څخه وګڼل شي، په کشمیر کې د شالمار باغ او په لاهور کې بل باغ چې د علامه سید سلیمان ندوي د مشاهداتو له مخې، د دې ماڼۍ او ودانۍ په څیر جوړ شوی دې. دا ځایونه بېلابېل پوړونه لري، د نوي پغمان تفریح ځای ډېر پراخه او پاکې اوبه، ګڼې ونې او د ښکلو ډبرو لارې لري.

 

 ادامه لري…
Previous Articleاسلام او ډیموکراسي (اته ویشتمه برخه)
Next Article معتزله (پنځه څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.