شبه
له احادیثو، اجماع او د سترو علماوو له اقوال څخه دا ثابتیږي چې خلافت او امارت باید تل د قریشو په قوم کې وي او له دوی پرته بل څوک امام نه شي کیدای. نو نن چې د مسلمانانو اميران او خلفاء له قريشو نه دي، د هغوی حکم څه دی؟ آیا د دوی خلافت او امامت صحیح دی او که نه؟
د شبهې ځواب
په دې اړه علماء بېلابېل اقوال لري، چې موږ يې لاندې ذکر کوو:
۱. اکثره علماء په دې اند دي چې قريشي کېدل د امامت له شرطونو څخه دی که امکان ولري، او که و نه لري نو په دې صورت کې له هغه څخه تحول صحيح دی او د دې خبرې ثبوت د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا حديث دی چې: «و لو کان عبداً حبشيا» “حتی که هغه حبشي غلام وي.” او داسې نور احادیث هم شته چې د اطاعت امر یې کړی دی؛ دا مهمه نه ده چې هغه قریشي وي او که غیر قریشي.
۲. ملا علي قاري په “مرقاة المفاتيح شرح مشکوة المصابيح” کې د دې حديث په تفسير کې ليکي: « زما په اند د هغه امارت بالکل روا دی او د تسلط په صورت کې د هغه خلافت هم روا دی. لکه څنګه چې زموږ په وخت کې، دا په ډیرو هیوادونو کې دود دی.»
۳. له شيخ ابن عثيمين څخه د دوو احاديثو : “عليکم بالسمع والطاعة وإن تأمر عليکم عبد حبشي” او “الأئمة من قريش” پوښتنه وشوه، چې آيا د حبشي غلام لپاره دا جايز او روا دي چې د مسلمانانو امام او خليفه شي؟ او ايا په اوسنۍ زمانې کې امام اعظم موندل کيږي او که نه؟
هغه ځواب ورکړ: کله چې خدای تعالی یو حبشی غلام ته دا موقع برابره کړه چې امام اعظم شي، نو کومه ستونزه نشته. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا احادیث د اختيار په اړه فرمایلي دي، کله چې موږ وغواړو د مسلمانانو لپاره امام او خلیفه وټاکو نو باید له قریشو څخه وي. خو له کومو قريشو څخه؟ هدف هغه کسان دي چې د دین ساتنه کوي، یوازې د قریشيت او رسول الله صلی الله علیه وسلم سره نسبي تړاو، فضیلت او برتري نه ګڼل کیږي. مګر دا چې دين ته متعهد وي او که د قريشو يو څوک موږ ته راشي او ووايي: هغه د نورو خلکو په پرتله د امامت زيات حقدار دی، په داسې حال کې چې فاسق دی، موږ به ورته ځواب ورکړو: نه؛ ځکه چې د خلافت په پیل کې د امامت یو شرط دا دی چې هغه سړی عادل وي؛ خو که څوک راشي او خلکو باندې غالب شي، او پر هغوی واکمني وکړي، نو پر هغوی واجب ده چې د هغه خبرې واوري او اطاعت یې وکړي او حقیقت دا دی چې له ډېرې مودې راهیسې کوم امام اعظم نشته.
عامه امامت د صحابه کرامو له وخته له منځه تللى، لکه څنګه چې د صحابه کرامو له زمانې وروسته حضرت عبدالله بن زبير رضي الله عنه په مکه او حجاز کې خليفه وو او امويانو په شام او شاوخوا سيمو کې حکومت کاوه، او په عراق کې یوه بله ډله وه. نو هغه څوک چې د ځمکې د یوې برخې والي شو او د هغې امام وټاکل شو؛ نو هغه امام دی.
په دې وخت کې ډېرو علماوو د غير قريشي امارت او خلافت روا ګڼلی دی. ځکه په اوس وخت کې د قریشو امیر او خلیفه ټاکل ممکن نه دي.