Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»ریاضي علم کې د مسلمانو پوهانو ونډه (لومړۍ برخه)
متفرقه یکشنبه _13 _اکتوبر _2024AH 13-10-2024AD

ریاضي علم کې د مسلمانو پوهانو ونډه (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: "محمدالافغاني"

ریاضي علم کې د مسلمانو پوهانو ونډه (لومړۍ برخه)

 

سريزه
د اسلامي علماوو د فعاليتونو او لاسته‌راوړنو بيانول د هر مسلمان له رسالت او موخو څخه دی چې خپلې ټولنې او ديني عقايدو ته ژمن وي. په حقیقت کې، د تېرو پرمختګونو معرفي کول د معاصر انسان سره مرسته کوي چې پوه شي چې ولې هغه په داسې موقف کې دی چې د هغه مستحق نه دی. پخوانیو نسلونو په مختلفو برخو او په ځانګړې توګه د علم او ټکنالوژۍ په برخه کې ستر مقام درلود.
د تاریخ څېړنه او په بېلابېلو برخو کې د اسلامي مشرانو لاسته‌راوړنو ته کتنه د نن ورځې انسان ته ځواک ورکوي او د هغه د پرمختګ لاره اسانه کوي. د ریاضیاتو په برخه کې د اسلامي تمدن څخه ډېری پوهان راوتلي دي چې ګټور خدمتونه یې کړي دي. دې خدمتونو د ریاضیاتو د علم په وده کې مرسته کړې او د هغې په پرمختګ او ښه‌والي کې اغیزمن شوي دي.
په رياضياتو کې د اسلامي پوهانو ونډې ته یوه کتنه
د ریاضي کتابونو لیکل او تأليف د اسلامی ریاضي پوهانو په منځ کې له اوږدې مودې راهیسې دود دی. خوارزمي او نورو په دې برخه کې ارزښتناک اثار پرېښي دي، چې د خوارزمي کتاب په ځانګړي ډول مشهور دی.
خوارزمي هغه معادلاتو ته يې ځانګړې پاملرنه وکړه چې د میراث، سوداګرۍ، د ملکیتونو د وېش او حقوقي دعواوو په برخه کې رامنځته کېدل. همدارنګه د ریاضیاتو ورځني کارَوَنې لکه د ځمکې اندازه کول، د کانالونو کیندلو او هندسې محاسبې هم د هغه په آثارو کې څېړل شوي دي.
هغه، دويمې درجې والا معادلات طبقه بندي او حل کړه او یوازې يې مثبت ځوابونه په پام کې نیول. خوارزمي د مربع په جوړښت او د عددي حل په وړاندې کولو سره په هندسې ډول وښودله چې ستونزه څنګه حل شي. د هغه ځینې حلونه د اقليدوس د میتودونو په پرتله خورا پېچلي وو، او له همدې امله د اقليدوس اصول د هغه د کار اصلي سرچینه نه وه. خوارزمي همدارنګه د هندي شمېرو او اعدادو په اړه یوه مقاله هم لیکلې ده.
ثابت ابن قره هم یو کتاب د “د دويمې درجې د الجبر معادلو حلولو هندسې ازموینه” په نوم لري. هغه په خپلو کارونو کې هندسې تفکر شامل کړ او جبر او مقابله يې د الجبر په توګه معرفي کړل، چې د “جبر” په نامه ياد شول. ثابت ابن قره او حجاج ابن یوسف د هغو عالمانو له جملې څخه وو چې د خوارزمي طرز په خلاف ودرېدل. ثابت د عدد په تیوري کې، یو مجرد ذهن درلود او د «فرما» او «ډیکارت» څخه مخکې د ټولو اعدادو فورمول يې ترلاسه کړ.
محمد بن موسی خوارزمي د مسلمانانو یو ستر ساینس پوه او د خپل وخت یو مشهور ریاضي پوه او منجم (ستورپوه)، د جغرافیې په اړه يې یو کتاب لیکلی دی چې په هغه کې یې د ډېرو ښارونو او ځایونو طول البلد او عرض البلد ثبت کړي دي. دا کتاب چې د بطلیموس د جغرافيې د کتاب له بیا لیکلو او اصلاح په توګه شمېرل کیږي، او کېدای شي د خوارزمي تر څارنې لاندې د علماو د یوې ډلې لخوا د اسلامي نړۍ د نقشې د وړاندې کولو لپاره چمتو شوی وي.
ابوریحان البیروني هم یو له مشهورو اسلامي جغرافیه پوهانو څخه دی. هغه د خپل علمي دقت او بې طرفۍ لپاره مشهور دی، هغه د “التحقيق ماللهند” کتاب لیکلی، چې د هغه یو له مهمو کارونو څخه دی، چې د هند د مطالعاتو یو له مهمو سرچینو څخه شمېرل کیږي.
د اسلامي نړۍ د علماو په منځ کې د البيروني علمي شخصيت کله ناکله د ګوتفريډ ويلهلم لايبنيتز او لئوناردو داوينچي په څېر سترو شخصيتونو سره پرتله شوی او ځينو بيا هغه تر دغو ساينس پوهانو هم لوړ بللی دی.
د يوناني اغېزو څخه په اسلامي ریاضیاتو کې د فلسفې تمايل
په اسلامي فلسفه او رياضي کې د افلاطون او ارسطو افکارو ژوره اغیزه درلودلې ده. مسلمان فیلسوفانو لکه الکندي هڅه وکړه چې دا دوه فکرونه سره یوځای کړي.
د ارسطو منطق او د افلاطون نظرونه د تجرد په اړه د «اقليدس اصول» په کتاب کې سره یوځای شوي، چې مسلمانانو په ریاضیاتو کې د هندسې د اساس په توګه کاروله.
تطبیقي ریاضي، د ارشميدس د طريقې تر اغېز لاندې، د انجنیري، نجوم (ستورپوهنې) او جغرافیې په برخو کې ډېره پاملرنه ترلاسه کړه. عملي رسالو په دوامداره توګه بیا لیکل کېدې ترڅو د تېرو ساینس پوهانو په پرتله پرمختللي محاسباتي میتودونه چمتو کړي.
په اسلامي ریاضي کې هم د هندي مکتب تر اغیزې لاندې فلسفي تمایلات موجود وو. په هند کې ډېری ریاضیکي مسايل د دوی له ديني نظریاتو څخه سرچینه اخیستې؛ لکه د وراثت اړوند د ستونزو د حل لارې چارې چې د مسلمانانو په منځ کې هم لکه د هندي ریاضیاتو په څېر، د دين تر اغېز لاندې رامنځته شوي وې. باید ووایو چې د قبلې او اذان په وختونو کې دیني ټینګار د هندسې له پرمختګ سره يې مرسته وکړ او د میراث قوانین د مسلمانانو په منځ کې د جبري تفکر د پراختیا لامل شول. دا دوې رشتې په لومړي سر کې خپلواکې وې، خو ورو ورو د مسلمانانو په ریاضیاتي تفکر کې یو له بل سره یوځای شوې.
د هند عددي سیسټم چې د مسلمانانو په منځ کې وکارول شول، د دې وړتيا يې درلود چې په کاغذ باندې په لنډه بڼه وليکل شي. مسلمانانو د عددي محاسبې لپاره څو الګوریتمونه وړاندې کړل، چې په نتيجه کې یې د الګوریتمي تفکر بنسټ کښېښودل شو. په عملي کارَوَنې کې پراخه اړتیاوې د دې لامل شول چې په محاسباتو او تقريباتو کې الګوریتمي میتودونه رامینځته شي. په الجبر او هندسې کې هم الګوریتمي تفکر ډېره اغېزه وکړه. په الجبر باندې ټينګار چې د هندسې په پرتله ډیر مجرد دی، هم په هندي فلسفې کې ريښې لري، چې په اسلامي تصوف او اسلامي فلسفه باندې يې هم اغېزه کړې ده.
ادامه لري…
Previous Articleد دین مقام د انسان په ژوند کې (دوهمه برخه)
Next Article علامه سید ابو الحسن ندوي (یو څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (څوارلسمه برخه)

یکشنبه _11 _مې _2025AH 11-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اتمه برخه)

شنبه _10 _مې _2025AH 10-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اوومه برخه)

پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

د قدریه فتنې

قدریه فرقه (شپږمه برخه)

یکشنبه _18 _مې _2025AH 18-5-2025AD14 Views

لیکوال: ابوعائشه قدریه فرقه شپږمه برخه د پیل خبرې: د بدعتي فرقو او د کږو…

نور یی ولوله
د ورځنې تحلیل

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD9 Views

لیکوال: عبیدالله نورزهي اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه) انګلستان انګلستان د اروپا په…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD6 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اتلسمه برخه ۱. د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اوولسمه برخه سید جمال‌الدین…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

قدریه فرقه (شپږمه برخه)

یکشنبه _18 _مې _2025AH 18-5-2025AD

اسلام په اروپا کې (شپاړسمه برخه)

شنبه _17 _مې _2025AH 17-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.