د کابل ډیری اوسیدونکي د حفیظ الله امین له وژل کیدو خبر نه و، اما د کابل ناکراره فضا او د ټانګونو غیر عادي تګ او راتګ د خلکو په ذهنونو کې ډیرې پوښتنې را ولاړې کړې وې، د همغې ورځې په ماښام د تاجیکستان راډیو د ببرک کارمل غږ خپور کړ او په دې ډول خلکو یقین وکړ چې هیواد یې اشغال شوی دې.
د هغې ورځې په سبا، ټول شیان د خلکو په نظر بل ډول او بل رنګ ښکارېدل، د کابل له اسمان څخه څاڅکی څاڅکی ویر او ماتم اوریده او باد ېې له ځان سره د وینو بوی راوړلو؛ په واټونو، کوڅو او لارو کې د شوروي ټانګونو او سرتیرو پرته بل شی نه ترسترګو کیدل.
روسانو چې د افغانستان په اشغال کولو او د نظامي ځواک او تجهیزاتو په زیاتوالي مغرور او کبرجن و او ګمان یې کاوه چې په ډیر لږ وخت کې د هر ډول مقاومت او پاڅون د ځپلو وړتیا لري، ډیر ژر جوته شوه چې د دوی دغه فکر او اند یو خوب او خیال و.
له دې امله، د لږ وخت په تیریدو سره د افغانستان مسلمان او خپلواک ملت جهادي خوځښتونه پیل شول او ځمکه یې پر یرغلګرو سره تبې کړه.
د وضعیت عادي ښودلو لپاره د یرغلګرو هڅې
د یرغلګرو او استعماري هیوادونو عادت او دود داسې دې چې د یو هیواد تر اشغال کولو وروسته، هڅه کوي د هغه اوضاع عادي او نورماله وښیي او عمومي افکار او د خلکو سترګې شته ښیګڼو خواته را واړوي او د دوی له ورانکارۍ او فساد څخه یې لېرې کړي؛ روسانو او د هغو لاسپوڅو هم دا ډول کړنې ترسره کولې.
ببرک کارمل چې سیاستوال او هڅاند شخص و، اوږمهالې طرحې یې د کار لاندې ونیولې، د ترکي او امین د وخت بندیان یې ازاد کړل او د خلکو مصادره شوي مالونه بېرته ور وګرځول؛ همدارنګه د ځینو سیمو د خود مختارۍ او ځینو تشکیلاتو په جوړولو لکه «اسلامي شئون»، «د قومونو او قبائلو وزارت» او… غوښتل یې چې تر یو حده ټولنه ارامه کړي او د دې کړنو لپاره وخت مساعد نه و او جګړه له سیمه ییز شکل څخه په عمومي جګړې اووښتې وه.