لیکوال: سید ابوالحسن ندوي
ژباړونکی: محمدقاسم قاسمي
د انبیاو رول د بشر په سعادت کې (لومړۍ برخه)
د نړۍ په تاریخ کې بېشمیره ډلې تر سترګو کیږي چې هرې یوې یې په خپل وار سره انسانیت ته خدمت کړی او د نړۍ په پرمختګ او سوکالۍ کې یې مهم رول درلود دې ټولو ډلو ځان د بشر واقعې خادم بللو او د هغه څه غوښتونکي دي چې نوم یې د نړۍ د معمارانو په قطار کې ثبت شي او هغه خدمات چې یې بشري جامعې ته وړاندې کړي دي د نورو ډلو سره مقایسه شي تر څو ښکاره شي چې د کومي ډلې امتیازات تر نورو ډېر دی.
لومړۍ ډله
لومړنۍ ډلې چې په دې برخه کې توغ پورته کړی دی او ځان د دې نهضت سرلاري ګڼي، فیلسوفان او حکماء دي. ځکه موږ تل د فیلسوفو او فلسفي افکارو تأثیر منلی دی، کله چې دا ټولی وینو، فوراً داسي انګېرو، چې هو! همدا دې چې د انسانانو د سرلوړۍ او افتخار باعث وه او د انسانیت لمن یې د علم او حکمت له جوهر ډکه کړي ده، له تعصب لرې که څه آزاد فکر وکړو، آیا د دوی دا ادعا سمه ده؟ غواړم وپوښتم، چې انسانیت له دې ډلې څه ګټه وړي ده او کومه تنده یې خړوبه شوي ده او اساساً هغوی د ټولنې له رنځونو د کوم رنځ درملنه کړي ده؟
وروسته له څه آزاد فکر او تفکر او د حقیقت له درک کولو انسان ناهېلۍ کیږي. که اوس د فلسفې مطالعې ته مخه کړو او د فلاسفه وو ژوند ته نظر واچوو، په ښکاره به یې ووینو چې فلسفه د ژوند په نامحدود اقیانوس کې لکه په محدودې دایره کې یوه کوچنۍ جزیره او فرد ته منحصره ده، چې حکماء او فیلسوفان خپل ټول خدای ورکړي استعدادونه په هغې محدودې دایره کې په کار اچول، او هغه مسائل او ستونزې چې هغوی یې له حل کولو نه ناچار وو او انسانیت له هغې پرته نشو کولای یو ګام هم مخته لاړ شي هیڅ التفات ونکړ. هغوي د خپلې علمي جزیرې د عافیت په کونج کې وخت تیراوه او انسانیت همداسي د مسائلو او مشکلاتو په لامحدود دریاب کې غوټه وو.
یونان او د فلسفې بنیاد اېښودونکو ته که نظر واچوو موږ ته دا واقعیت رابرسیره کوي چې د هغه ځای فیلسوفانو په کواکب او لویو سیارو اړوند په تحقیقاتو لاس پورې کړی وو او په دې زمینه کې یې ډېر لوی فعالیت درلود، خو د انسانانو د ژوند د ښهوالي لپاره یې هیڅ ډول لارښونه وړاندې نکړه، پرته له ځانګړو خلګو د ټولو انسانانو لپاره یې هېڅ شئ په ارمغان (ډالۍ) کې را نه وړل.
هو! هغوی هیڅ رابطه د خلګو له ټولنیز ژوند سره نه درلوده او د واقعې علم او حکمت اړوند یې حصار غزولی وو او په دې خود ساخته حصار کې یې د څو علمي مسائلو باره کې بحث ته کیناستل، ددې ډلې رول زموږ په عصر کې کولای شو د بهرنیو هېوادونو سفارتخونو سره تشبیه کړو چې هلته ډېر وګړي په سیاسي، اقتصادي، فرهنګي و… فعالیتونو اخته دي. خو هېڅ یو له هغوی څخه حتیٰ اندک ارتباط هم د هغه هېواد د کورنیو چارو په مسائلو کې چې هلته ژوند کوي، نلري. هغوی د هغه هېواد د فقر، اخلاق، پرمختګ او شاتګ اړوند بحث نکوي او هېڅ نظر او مشوره هم نه وړاندې کوي. د کار او فعالیت دایره یې محصوره او محدوده وي.
او په سر د اوسېدو او حضور یې په هغه ټولنه کې داسي انګیري چې هلته ژوند نکوي.
دوهمه ډله
دویمه ډله شاعران او ادېبان دي. د دې باوجود چې نه غواړو دا ډله د توهین او تحقیر هدف وګرځوو ولې که جسارت تلقي نشي وایو چې شاعرانو او ادیبانو هم د انسانیت د رنځ درملنه ونکړه، بلکي د انسانانو د تفریح او سرګرمۍ بنیاد یې جوړ کړ. زموږ ژبه او ادبیات یې غني کړل. نه یواځې د انسانیت د فکر په اصلاح کې نه ول، بلکي د هغې لیاقت یې هم نه درلود.
ژوند د بدلون او لوی انساني ارزښتونه د نابودۍ په حال کې وو. اما دا ډله هم هغسې په خپلو نظمونو او خوږو بیانونو اخته وه. په دې مثال، کولای شو پورتني مطلب ته ښه توضیح ورکړو. «تصور وکړئ چې په یو ځای کې خلګ په مصېبتونو اخته وي یا په جګړو، مشکلاتو او ناراحتیو کې راګیر وي. په هغه صحنه کې شپېلۍ غږونکی شخص د شپېلۍ غږولو په حال له هغه ځایه تېر شي. یواځې د هغو کسانو پام ځان ته راجلبوي، چې هغوی کولای شي د هغې شپېلۍ د غږېدو له زړه راښکونکي غږ څخه څو دقیقې خوند واخلي. خو د هغې په زړه وړونکي ترنم یې د مشکلاتو هېڅ یو مشکل هم نه حل کیږي. او همدا ډول نشي کولای چې له هغې څخه یو ښه پیغام واخلي». اګر څه شعر او ادب زموږ لپاره لازم او همداراز د فکري نشأط موجب ګرځي. خو په هېڅ ډول نشي کولای چې د مسایلو او ستونزو د حل سبب وګرځي او د ټولنې د امراضو شِفا بښونکي درمل شي. علاوه پر دې دا ډله د لوړ هدف د ترلاسه کولو لپاره د څه تکلیف متحمل شوي نده او د بشر د فکري اصلاح لپاره فداکاري نه ورکوي. په داسې حال کې چې انقلاب او اصلاح پرته له فداکارۍ، ګذشت او قربانیو امکان نلري.
دریمه ډله
دریمه ډله هغه ډله چې زموږ پام یې خپل ځان ته جلب کړی او موږ تر خپل تاثیر لاندې راولې د هېوادونو او ملکونو د فاتحینو ډله ده، هغو چې مختلف هېوادونه او سیمې یې د تورې په زور فتحه کړي دي او اوس یې هم د تُورو پړکهار او غږ د پیړیو له مینځه تر غوږو رسیږي.
ظاهراً داسي استنباط کیږي چې همدا دوی دي چې د انسانیت لپاره یې ارزښتناک او د پام وړ خدمت کړی ده. خو که په رېښتني توګه مسائلو ته پاملرنه وکړو، وینو چې د هغوی په عصر او تاریخ کې پرته له ظلم، ستم، فساد، تباهۍ، وینه تویونې او په پای کې د بې عدالتۍ نه پرته بل څه نه تر سترګو کیږي. د بېلګي په ډول کله چې د سکندر نوم مینځ ته راشي، د مظالمو او ستمونو داستانونه یې یاد ته راځي او د انسان د زړه دردونه تازه کیږي. آیا داسې یو کس کولای شي چې د انسانیت مُنجي وي؟! هغه له یونان تر هندوستانه ډېر هېوادونه د خپلي خودخواهۍ په اور کې وسوزول. ډېري سېمې د هغه په توسط د امنیت له نعمت څخه محرومي شوي چې تر څو پېړیو یې نشو کولای خپل لومړني حالت ته وروګرځي. دا امر د سینیور، چنګیز، او نورو فاتحینو په باره کې هم مصداق کوي. اګر څه فاتح د خپل ملت لپاره د راحتۍ او امنیت موجب وي، خو په عموم کې د نورو ملتونو لپاره د عذاب او شکنجو باعث دی.!!
څلورمه ډله
څلورمه ډله ازادې غوښتونکي رهبران او د استعمار او استثمار تر چتر لاندې هېوادونو او ملتونو ازادونکي دي.
کله چې د دې ډلي نوم په ژبه ویل کیږي، د هغوی د عظمت په برابر کې په ناڅاپه ډول د تعظیم لپاره سر کښته کوو. په حقیقت کې هغوی د خپلو هېوادونو لپاره ډېر ارزښتناک فعالیتونه کړي دي. اما د هغه انسانانو لپاره چې د دوی له محدودي جغرافیې بهر دي څه کړي دي؟ مسلماً د «ابراهام لینکلن» نوم مو اورېدلی دی. هغه د نوي امریکا د طرز او تفکر معمار دی، خو باید وپوښتو چې مصر، عراق، هند او نورو هېوادونو ته یې څه ګټه رسولې ده؟ که په دقت او تأمل د هغه فعالیتونه د تجزیې او تحلیل لاندې ونیسو دا نتیجه به لاس ته راوړو چې هغه یو امپریالیستي نوی ځواک رامینځ ته کړ او د بلې حلقې د غلامۍ زنځیري سلسله یې زیاته کړه.
د «سعد زغلول» له نوم سره به اشنا نه یاست او پوښتنه به وکړئ چې دا څوک وو؟ وایم! هغه د مصر د ازاديغوښتونکي خوځښت رهبر وو خو د مصر له جغرافیې بهر یې هېڅ ډول مؤثر او ارزښتمند رول اجرا نکړ، ځکه هغه توکمپال(نژاد پرست) وو، توکمپالي او ملي ګرائي د نورو جوامعو او هېوادونو سره په ټکر کېدو کې د ستونزو پیغام راوړونکي ده.
ځکه د هغې اساسي تهداب د یو ملت لوړوالی پر بل ملت باندې ده او اکثر خلګ د خپل قوم د لوړ ګڼلو په خاطر، نور خلګ خپلې غلامۍ ته را کشوي.
پنځمه ډله
پنځمه ډله مخترعین او مکتشفین دي. دې ډلي په خپلو اختراعاتو او اکتشافاتو سره د انسانانو د مشکلاتو د لرې کولو لپاره ارزښتمند خدمات وړاندې کړي دي چې له هغې انکار د انصاف لري کار دی. موږ د دې مواردو اختراع لکه برق، طیارو، رېل ګاډو، راډیو و… په باره کې ځان د همدې قشر د کوښښونو پوروړي ګڼو او ګټهور توب کې یې تردید او شک نلرو، خو که په دقت وګورو مومو چې یواځې ډول ډول اختراعات د انسان لپاره کافې ندي او که دوی له ښې ارادې، صبر، بردبارۍ، مخلوق ته خدمت او لوړو انساني عواطفو سره مله نه وي، که د انسانانو مهم مسائل د دوی په واسطه حل نشي، خپله قضاوت وکړئ، چې آیا دا پرمختللې وسایل او ابزار به په خپله د انسان د استراحت او راحتۍ سبب شي یا د رنځ او تکلیف باعث؟!
مخترعینو ډېر زحمتونه اېستلي دي خو د اختراعاتو ښه استعمال او کارول یې موږ ته را زده نکړل، هغوی هغه ماغزه او فکر چې د دې ابزارو نه مثبته استفاده وکړي او د هغې له منفي او مضرو کارولو څخه پرهیز وکړي را زده نکړل. زموږ تجربه په تېري نړيوالې جګړې کې د دې مدعا شاهده ده چې د اخلاقي تربیې، خدای پرستئ د حس تقویت او د تقوا جوړولو پرته، ذکر شوي ابزار، د انسانیت په حق کې د مهلک عذاب او شکنجې پرته بل څه نه وو او د هغې د راحتئ او امنیت سبب نکیږي. قصد نلرم چې د دې پوهانو ډلې ارزښت کم کړم او یا هغوی ته تحقیر متوجه کړم. خو یقیناً باید ووایم؛ چې دا وسایل او اختراعات د ښې ارادې او سالم فکر پرته ناقص دي. تر هغه وخته چې د انسان په زړه کې د نیکئ او فداکارئ احساس په وجود رانشي مادي وسایل او امکانات، په یواځې ځان هغه نشي نیکوکار کولاي.
فرض کړئ چې زه د مال او ثروت خاوند یم او په ټولنه کې هم فقیر او محتاج وګړي موجود دي. که اوس زه د مرستي او تعاون له حس څخه فاقد وم څوک به وکولای شي چې ما انفاق بذل او بخشش ته تحریض او تشویق کړي؟!
د ذکر شویو ډلو وضعیت مو بررسي کړ او له فعالیتونو سره یې اشنا شو…
اوس د یوې بلې ځانګړي ډلي خبره مینځ ته راځي او دا ډله د اختراعاتو او اکتشافاتو مدعیان نه دي او په مختلفو علومو کې د تخصص ادعا نلري او په ادبیاتو، شعر او فن هم نه نازیږي.
نه اغراق او مبالغه کوي او نه هم له حد ډېره تواضع ضروري ګڼي، دا ډله «پیغمبران» په صراحت او ساده ډول داسي اعلان کوي چې موږ دري شیان نړۍ ته وړاندې کوو، ۱- صحیح علم، ۲- عقیده او یقین په هغه علم، ۳- په هغه علم د عمل انګیزه جوړول او د هغه یقین په اساس د ژوند دوام.
دا د آدم (ع) څخه تر خاتم ص د تعلیماتو نچوړ دی. اوس راځو د نبوت لمړني ارمغان (سوغات-ډالی) ته، یعني هغه صحیح علم چې پیغمبرانو انسانیت ته وړاندې کړ. د نړۍ خالق او جوړونکی څوک دی؟ دا لمړنۍ پوښتنه ده چې پیغمبرانو په خپله هغې ته ځواب ورکړی او اظهار کوي، کله چې ونه پوهیږو چې موږ چا د څه هدف لپاره پیدا کړي یو؟ په هیڅ ډول د دې نړۍ د جوړو شویو شیانو د استفادې حق نلرو، ځکه هغه څه چې په دې نړۍ کې موجود دي له حرکت نیولي تر څښاک او خوړلو ټول، د هغه لوی کُل جزء دي. تر هغه وخته چې مو د کائناتو مرکز نه وي موندلی او د هغه کُلي هدف سره مو اتفاق نظر نه وي پیدا کړی د هغې نه د استفادې حق هم نلرو. د نړۍ له حقیقي پیژندلو پرته، د ډوډۍ له یوې مړئ هم استفاده جایز نده، ځکه هم موږ او هم هغه غَله چې له دانې یې استفاده کوو ټول د هغې لویې او فراخي نړۍ ناچیز جزء یو. او دا لویه نړۍ چې په هغې کې اوسیږو په خپل وار، د خدای د ټولې بې انتها هستۍ ناچیز جز دی.
که تاسو هغه نسبت چې ځمکه یې له لمر، سیاراتو او نورو ستورو سره لري پوه شئ ممکن له خپل وجود او حتیٰ د هغه لوی هېواد چې تاسو په کې ژوند کوئ هم خجالته شئ.
اوس فکر وکړئ چې کوم کس ستاسو او د هستۍ نظام د نورو اجزاؤ په مینځ رابطه ټینګه کړي ده؟ هو! دا د نړۍ خالق دی چې د کُلي هدف جوړولو پر اساس یې پورتنۍ رابطه مینځ ته راوړې ده. که احیاناً تاسو هغه نه پېژنئ یا د خلقت په هدف ایمان او اعتقاد نلرئ، د څه لپاره ځان ته د نړۍ د اجزاو او پدیدو د استفادې په حق قایل یاست. د بیلګې په توګه که د ډوډۍ هغه ټوک چې ستاسو په لاس کې ده په خبرو راشي، چې ما خپل خالق پېژندلی دی او د هغه د امر مطابق ستا په اختیار کې قرار لرم. آیا تا هغه پېژندلی دی او د هغه بندهګي دي په ځای کړي ده؟ ستاسو ځواب به څه وي؟ له دې څه غمجنه تراژېدي به وي چې په ننۍ نړۍ کې، بازارونه له خلګو ډک او په هغه کې د خلګو روابط یو له بل سره ګرم دي. مهم کارونه ترسره سوي او هرې مسئلې ته پاملرنه کیږي. خو متأسفانه یو هم فُرصت نلري تر څو تحقیق وکړي چې د هغه خالق او پیداکونکی څوک دی؟ او د خلقت مقصود څه دی؟
هو! د پیغمبرانو د بعثت په وخت کې، د بشریت انجین بې هدفه روان وو، فلاسفه او پوهان، شعراء او ادیبان، قومندانان او د ازادۍ رهبران، دهقانان او تجاران ټول په خپلو شخصي مسایلو کې غرق وو. حاکم او رعیت، ظالم او مظلوم ټول له خپل خالق او د خلقت له اصلي هدف څخه بي خبر ول.
د داسې ګډوډیو په مینځ کې الهي پیغمبران راښکاره شول او هغه کسان چې د ټولنې امور یې په لاس کې وو د خطاب او پوښتنو هدف وګرځول چې ولې په خپلو همنوعو باندې ظلم او ستم روا ګڼئ؟ ولې بشریت له سمي لاري منحرف کوئ او بېلارئ ته سوق ورکوئ؟ هغوی د بشریت وجدان مخاطب کاوه او هغه یې د حق لوري ته راباله په داسي شرایطو کې انسانان په دوه برخو ویشل کیږي، یوه ډله د نیکبختۍ لاري ته مخه کوي او د پیغمبرانو نداء او غږ ته لبیک وایي، او بله ډله کږه لاره نیسي او انکار کوي.
بله د یادولو وړ نکته دا ده چې پیغمبران هیڅ کله مدعي نشول چې موږ په طبیعت د اسرارو ښکاره کولو لپاره راغلي یو، یا غواړو طبیعي ځواک رام کړو، او نوي اختراعات د بشریت ټولنې ته وړاندې کړو، بلکي وایي، موږ مسؤلیت لرو هغه علم چې د نړۍ خالق موږ ته عنایت کړی دی، نورو ته ابلاغ کړو، هغوی وایي: هغه قادر ذات، نړۍ پرته د هر چا له مرستي پیدا کړي ده او د هغه مبارک ذات د ارادې او حکمت په بنا د حرکت په حال کې ده، همدا ډول بېهدفه نده خلق شوي او د قصد پرته نه اداره کیږي. د دنیا له ژوند وروسته بل ډول ژوند د انسان په انتظار دی، چې هلته د تېر ژوند په نسبت د محاسبې او پوښتنو لاندي نیول کیږي او د ښه او بد عمل په تناسب به اجر او عذاب ویني.
هو، دا پیغمبران دي چې ډول ډول بشري قوانین یې د خدای له لوري راوړي دي او د هغه هدف د نړۍ له جوړولو بیانوي او پیغام یې هر ملت او هېواد ته رسوي.
د پیغمبرانو د وجود پرته د خدای په لاره مزل کول امکان نلري. هغه څه چې شرحه یې وشوه هغه مطالب وو چې ټول پیغمبران په هغه د نظر اتفاق لري او یو هم له بل سره په دې اړه اختلاف نلري. په عین وخت د فلاسفه او حکماؤو په مینځ د خپلو اعتقاداتو په مورد شدید اختلاف نظر وجود لري او هغوی په هېڅ وجه د رأیو په اتفاق سره نظر نه مني. باید وپوهیږو چې یواځې علم او معرفت یقین راوړونکی ندی. نن سبا موږ د ډېرو شیانو له پیژندګلوی برخهمند یو په عین حال زموږ د معلوماتو په اندازه ندي ډېر داسي واقع کیږي چې یو عالم وګړي د یقین کولو نه فاقد وي. اصولاً اکثر فیلسوفان د یقین له نعمت څخه محروم او په شک او تردید مبتلاء دي. متأسفانه نن هم د فلسفې علم د یقین په ځای شک او تردید زیږوي. لهذا ډېر عالمان او پوهان یقین ته اړتیا لري.
پیغمبرانو یواځي د علم په وړاندې کولو اکتفا نده کړي بلکي له هغې سره یو ځای یې د یقین او باور جوهر د هغوی په ذات کې احیاء کړی دی. ځکه اګر څه علم یو لوی نعمت دی خو یقین د هغې نعمت په مقابل کې تر هغه هم ډېر لوی دی. باید پوه شو چې علم له یقین پرته صرف د ژبي لپاره یو ډول تمرین او د فکر لپاره یو ډول تنوع ده او کله د انسان په زړه کې د نفاق پیدا کولو لوی عامل هم وي. په دې بنا پیغمبرانو په خپلو پیروانو کې صحیح علم د یقین له جوهر سره احیاء کړ لارویان چې یې په هر څه پوهیدل په هغه یې یقین درلود او په هغه لاره کې یې فداکاري کوله، فکر یې په علم روښانه او زړه یې له یقین مالامال وو. کولای شئ د یقین داستانونه یې په تاریخ کې مطالعه کړئ، بیا د هغوی د پیژندلو په رڼا کې ، د خپلي اوسنۍ ټولني وضعیت په بررسۍ ونیسئ. که نن ورځ یقین د هغه په واقعي معنیٰ موجود وای، ظلم او ستم به نه رواج کیدو او د رشوة اخیستو بازار به داسي رونق نه درلود. هو! دا ټولي بدۍ او فساد د علم او پوهې د نشتون له امله ندي. آیا خلګ نپوهیږي چې رشوة اخیستل حرام دی؟ آیا نپوهیږي چې غلا او لارنیول ګناه ده؟ برعکس موږ نن وینو چې هر ځای کې علم او پوهه ډېره ده، هلته ډېر جنایتونه تر سترګو کیږي.
هغه څوک چې خپله د رشوة خورۍ په بد ګڼلو کتاب لیکي، له ټولو ډیر رشوة ترلاسه کوي. هغه کسان چې تر نورو د غلا له عواقبو ډېر خبر دي او د دې جنایت په ارتکاب څو څو ځله مجازات شوي دي، بیا هم له نورو ډېر د پورته شنیع عمل مرتکب ګرځي. نو معلومیږي چې یواځې پوهه او علم کافي نهدی.
محترمو لوستونکو، باید پوه شئ چې د علم او یقین د لازم او ملزوم والي با وجود، په دې کې یوه بله مهمه نکته هم شته او هغه د عمل مرحله ده. که علم او یقین موجود وي خو عمل ورسره مل نه وي بیا هم ګټه نلري. که خپلې ټولنې ته نظر واچوئ وبه وینئ، ډېر داسي ډاکټران شته چې د ډېرو شیانو له اضرارو خبر دي خو په عمل کې له هغوی اجتناب نه کوي، ځکه د مضرو شیانو څخه د اجتناب او نفرت انګیزه په ده کې وجود نلري او نشي کولای له نفساني خواهشاتو سره مبارزه وکړي.
په دې اړوند پیغمبرانو د علم او یقین سره یو ځای دریم قوت چې هغه د عمل کولو انګیزه ده او د هغه په مرسته انسان کولای شي په نفساني خواهشاتو او نورو ډول ډول غوښتنو غلبه وکړي، په وجود راوړه او خپله یې وکولای شول چې له خپل علم او یقین څخه په ښه توګه استفاده وکړي او د هغې په اقتضاء ژوند سمبال کړي. د هغوی وجدان یې په اعمالو نظارت لري، د بد عمل کولو په وخت کې، هغوی د هغه له اجرا راګرځوي. لذا د هري زمانې پیغمبرانو د خپل امت د افرادو لپاره دري یاد شوي نعمتونه ور عطا کړي دي. او د هغه تر سیوري لاندې یې د سلګونه زره خلګو په ژوند کې انقلاب او تحول رامینځ ته کړی دی. هغوي حقیقتاً پر انسانیت په واقعي معنیٰ، منت ایښی دی. ناپایه درود او سلامونه دي وي پر دې د بشریت خدمت کونکو باندي چې انسانیت یې د زوال او نابودی له خطر څخه خلاص کړ.
متأسفانه د وخت په تېرېدو سره یاد شوي صفات ورک شول. صحیح علم له مینځه ولاړ. د یقین او باور ډيوه مړه او د عمل انګېزه محوه شوه، تر دې چې په شپږمي مېلادي پیړۍ کې پورته ذکر شوي معنوي صفات په افرادو کې دومره کمیاب شول چې د هغې موندل ډېر سخت کار وو. په دې ډول په یو لوی او پراخ هېواد یا لوی بر اعظم کې یو فرد هم نه موندل کېدو چې زړه یې د یقین او سینه یې له علم مالامال ډکه وي. هغه دين چې پیغمبرانو راوړی وو او د زړه په وینو یې اوبه کړی وو، تحریف لاس، وهونکی او بدل شوی وو. ددې باوجود د شک او تردید، جهل او ناپوهۍ په تورو تیارو کې، د علم او یقین نور لکه د شپې چینجی چې د تورې شپې په تیارو کې مزل کوي، وخت نا وخت ځلیده.
د یقین او عمل خاوندان په هغه وخت کې دومره کم شوي وو چې یو ایراني ځوان د «سلمان فارسي» په نوم د هغوی د پیدا کولو په لټه له ایران تر شام او حجازه سفر وکړ او په دې درې سیمو کې بریالی شو چې یواځې د یقین د خاوندانو له درې تنو سره ملاقات وکړي. هو د وخت په داسي مقطع، یعني د دومره ډېرو تیارو، جهل، ناپوهۍ، ظلم او ستم په مینځ کې وو چې الله تعالیٰ جل جلاله خپل وروستنۍ پیغمبر په رسالت مبعوث کړ او هغه وو چې په خپل بېساري کوښښ، هڅه او هاند وتوانید تر څو یاد شوي صفات د هغه خلګو په مینځ کې چې د عالم په اطراف او اکناف، ښار او لرې پرتو سېمو کې اوسېږي نشر کړي.
حضرت محمد ﷺ په رېښتیا د نوي ژوند شپېلۍ (صور) په نړۍ کې پو (پوف) کړ، هېڅ داسي ځای نه وو چې د هغې شپېلۍ غږ یې غوږو ته نه وي رسېدلای. که څوک د هغې په اوریدو کامیاب نشي، د هغه علت باید د هغې د اورېدو په عدم درک کې ولټول شي.
نن ورځ د نړۍ په هر کونج کې د «أشْهَدُ أَنْ لَاإِلٰهَ إلَِا اللّٰهُ وَ أَشْهَدُ أَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُهُ وَرَسُوْلُهُ» غږ انګازې کوي. یعني هغه وخت چې ټول په خوب ویده او ژبه په خوله کې غلي ده، فقط «د واحد خدای پرته، بل خدای وجود نلري او محمد د هغه حقیقي رالیږل شوي پیغمبر دی» فریاد او غږ هغوی له خوب راوېښوي. اوس دا غږ د ټولنیزو ارتباطي وسایلو لکه راډيو و… تر هغه حد نشریږي چې بل هیڅ مورد د هغه د قیاس وړ نده، او راډیو بل هېڅ امر لکه دا واقعیت نده عام کړی. دقیقاً دا هغه واقعیت دی چې د خدای پیغمبر، د صفا په غر، په رسا غږ د ټولو تر غوږونو ورساوه. که نن ورځ څوک داسي ادعا وکړي چې حتیٰ یو کس هم لکه محمد ﷺ د نړۍ په هره برخه کې د خدای نوم او پيغام نده نشر کړی، غټه او لویه خبره یې نده بیان کړي.
هو! حمد او ستاینه هغه خدای لره ښایي چې حضرت محمد ﷺ یې په پیغمبرۍ مبعوث کړی دی او هغه ته یې د اعلائ کلمةالله توفیق عنایت کړی دی. «کله چې رسول اکرم ﷺ د بدر په غزا کې مجبور شو تر څو خپل هغه ۳۱۳ صحابه چې د ۱۴الی۱۵ کالو هڅو ثمره یې وه، د ۱۰۰۰ مسلحو کفارو مقابل کې ودروي، سر یې د خپل رب په درګاه کېښود او و یې ویل ای زما ربه، که نن دي اراده د دې کوچني ټولي په نابودۍ وشي، نور به دي عبادت تر قیامته ناممکن شي.
د توحېد غږ
پیغمبر اکرم ﷺ په خپل رسا آواز د توحید غږ هغه ډول د نړیوالو تر غوږونو ورساوه چې ټول ادیان او د فلسفو مکاتب یې په غیر قابل وصف ډول تر خپل تأثیر لاندي راوستل، الله تعالیٰ جل جلاله د سجدې او عبادت د مسئلې د حساس والي په علت، فرښتو ته امر وکړ تر څو انسان ته چې اشرف مخلوقات دی سجده وکړي او انسان ته یې هم امر وکړ تر څو یواځي د رب ذات ته په سجده شي او فقط د هغه عبادت وکړي. ځکه الله تعالیٰ، نړۍ او ټول کائنات د انسان لپاره پیدا کړي دي او هغه ته یې مسخر کړي دي او انسان باید د یو موجود په وړاندي هم خاضع نه شي او هغوی ته سجده ونکړي. له هغه ورځې چې د انسان تر غوږ شوه چې د خپل هم نوع په وړاندې سر کښته کول شرک ده، له هغې ورځې وروسته یې دا کار له نظره ډېر بد او حقیر شو. اګر څه بعضي کوښښ کوي چې په یو ډول پورته مسئله فیلسوفانه تأویل کړي او په دې مورد مجوز راټول کړي. چې دا واقعیت بیا خپله د هغې دلیل دی چې د توحید له غږ سره د شرک په عمارت کې تزلزل په وجود راغلی دی.
د عمل کولو ځواک
رسول اکرم ﷺ د عمل کولو ځواک په پېژندلو او یقین سره په انسان کې را ژوندی کړ. د هغه په سیوري کې د انسان وجدان تر دې حده قوي شو چې د هغې په وړاندې د زرګونه پولیسو سلګونه محکمو او لسګونه حکومتونو د کنترول قدرت په هېڅ شمېرل کېده، د همدې درونې ځواک برکت وو چې کله د اصحابو څخه یو تن د زنا په عمل مرتکب شو، ورخطا د رسول اکرم ﷺ حضور ته حاضریږي او عرض کوي، یا رسول الله ﷺ ما (د حد د اجرا په واسطه) پاک کړه. رسول اکرم ﷺ خپل مخ مبارک ترې اړوي خو هغه بیا د هغه ﷺ په وړاندې درېږي او ذکر شوي جمله تکراروي. رسول ﷺ بیا له هغه اعراض کوي. هغه مجدداً د هغه ﷺ په وړاندې قرار کوي او د دریم ځل لپاره خپله خبره ورته وایي، په دې وخت کې پیغمبر ﷺ د اطمئنان د حصول لپاره تحقیق کوي تر څو داسې نه وي چې هغه په رواني ناروغۍ اخته وي.
د پلټنو وروسته، معلومیږي چې د رواني برخې څخه کاملاً ښه او په سالم وضعیت کې دی او یواځي د وجدان ځواک او د اخروي عذاب وېرې هغه اعتراف کولو ته اړ، او جزا منلو ته آماده کړ.
همدا ډول د «غامدیه» په نوم یوه کلیواله مسلمانه نالوستي ښځه په ګناه اخته شوي وه چې د ګناه کولو په وخت هېڅ چا هم نه وه لیدلي. خو د هغې ځواکمن وجدان او احساس هغه هومره تر فشار لاندې راولي، چې نړۍ یې په نظر توره تیاره ښکاري، خوراک کوي خو خپل ځان ته په خطاب وایي ته پاکه نه یې. لمړۍ باید خپل ځان پاک کړې وروسته بیا نور کارونه وکړې او پاک کیدل پرته د حد له جاري کیدو ناممکن دي. لهذا د حضرت محمد ﷺ حضور ته حاضره شوه، له حامله والي سره سره یې په ډېر اصرار د حد اجرا کېدو تقاضاء کوله. رسول اکرم ﷺ چې د ښځې د حامله والي نه خبر شو، وه یې فرمایل: د نس اولاد دې ملامت ندی، او هغه جرم نده کړی ولي هغه ستاسو سره ووژل شي؟ بناً کله چې مو اولاد نړۍ ته سترګي وغړولې بیا راشه چې د حد قانون اجرا شي.
محترمو لوستونکو! فکر وکړئ چې د دومره وخت تېریدو په وخت هغه خوراک کوي، څښاک کوي، له دنیوي لذایذو خوند اخلي خو په ایمان او اراده کې یې اندک تزلزل هم نه راځي.
په پای کې د حمل له وضع کېدو وروسته، چې خپل ماشوم یې هم په غیږ کې وو د رسول الله ﷺ حضور ته وړاندې شوه او عرض یې وکړ یا رسول الله دا دی اوس زه د حد اجرا کېدو ته پوره تیاره یم، چې هر څومره زر کیږي ما پاکه کړئ.
رسول اکرم ﷺ ورته فرمایي: خیر اوس امکان نلري، تاسو لاړه شئ او د ماشوم د شېدو خوړلو دوره تکمیل کړئ بیا مراجعه وکړئ. اوس فکر وکړئ چې په دې وخت کې نه پولیس شته نه استخبارات او تعقیب او نه څه ضمانت، په قطعي ډول په دې مدت کې به څو ځله د دې ماشوم رخسار هغه ژوند کولو ته دعوت کړي وي او په مسکا به یې هغې ته ویلي وي، مورجاني زما زړه غواړي ستا په خوږه غیږه کې تربیه او لوی شم، ستا نه خبري کول زده کړم او ستا د لاسونو په مرسته په ځمکه روان شم، خو هغې یې په ځواب داسي ویلي دي چې نه! ګران بچیه، مور دې د ژوند کولو حق نلري ځکه هغه پاکه او مطهره نده او یوه ورځ باید د الهي د عدل محکمه کې حضور پیدا کړي، او ځواب ورکړي. په دې ترتیب مجدداً په داسي حال چې ماشوم یې د ډوډۍ ټوک په لاس کې لري د رسول الله ﷺ حضور ته رسیږي او وایي: یا رسول الله ﷺ ملاحظه کوئ چې د شېدو خوړلو دور یې پای ته رسیدلی دی او هغه کولای شي چې په ډوډۍ او نورو خوراکي توکو ځان تغذیه کړي. بناً زه باید پاک او مطهره کړل شم. همدا وو چې رسولالله ﷺ د هغې د مجازات کولو حکم د سنګسار په ډول صادر کړ. او تر هغه اندازې له هغې راضي کیږي چې فرمایي: دې د خدای بنده داسي توبه وکړه که توبه یې د مدینې د خلګو په مینځ کې ووېشل شي، د هغوی د ټولو ګناهونو د عفوي لپاره کافي ده. (رضي الله عنها و أرضاها).
اوس باید وپوښتو چې دا څه ډول ځواک او قدرت دی چې د کوم زور، اکراه او د قاضي له حکم پرته هغه د رسول الله ﷺ حضور ته کشوي، له هغه د شرعي حد د اجرا غوښتنه کوي؟ یقیناً دا قدرتمند دروني ځواک پرته له ایمان بل څه نشي کېدای. اوس وخت کې میلیونونه تحصیل کړي ښځې او سړي وجود لري، ولې متأسفانه د هغوی پوهه او علم هغوی له بدو اعمالو نه راګرځوي. هو حضرت محمد ﷺ درې ګران بیه ګوهر چې شرح یې پورته تېره شوه یعني هغه ﷺ نړیوالو ته صحیح علم، پوره یقین او د عمل کولو انګېزه عرضه کړه. په جرئت کولای شو ووایو چې مادي نړۍ هم تر دې ذکر شویو نعمتونو، ارزښتمند او لوړ نعمتونه ندي پیدا کړي، هېڅ چا داسي احسان لکه د پیغمبر ﷺ د احسان په ډول نړۍ او نړیوالو ته ندی وړاندې کړی. ځای لري چې ټول انسانان پر دې ویاړ او افتخار وکړي چې د هغوی په ډول کې داسي انسان پیدا شوی دی چې د انسانیت د سرلوړئ او افتخار جوهر دی. که حضرت محمد ﷺ په رسالت او پيغمبرئ نه وای مبعوث شوی، نن ورځ به نړۍ په څه حال کې وای؟ او موږ د ښې الګو او بېلګي په ډول د چا شخصیت وړاندې کوو؟ حقا چې پیغمبر اکرم ﷺ د انسانیت د عظمت او شوکت ښکاره نښه ده: هغه یواځې د یو ملت لپاره ندی رالیږل شوی او د یو هېواد لپاره خاص ندی. غوره ده چې د آدم ع اولادونه پر ځان وویاړي ځکه هغوی د هغه موجوداتو له جملې څخه دي چې حضرت محمد ﷺ چې د کامل انسانیت نمونه ده د هغوی په مینځ کې ظهور کړی دی. همدا ډول د انسانانو په مينځ کې هېڅ داسي قشر وجود نلري چې د رسول الله ﷺ لطف او محبت مستقیم یا غیر مستقیم په هغوی سیوری نه وي غوړولی. آیا په سړیو یې احسان نه دی کړی؟ آیا هغوی ته یې مېړانه، ځوانمردي او انسانیت ور زده نکړ؟ آیا ښځو سره یې احسان و نه کړ؟ آیا هغه نه وو چې د ښځو حقوق یې بیان کړل؟ او په سړیو یې د هغوی د حقوقو رعایت کول واجب کړل، و یې فرمایل جنت د میندو تر پښو لاندې دی؟ هغه وو چې له ضعېفانو او بېچاره ګانو سره یې احسان وکړ، له هغوی یې ملاتړ وکړ او د هغوی په حق کې یې د هر ډول ظلم او ستم په کلکه مخالفت وکړ، و یې فرمایل د مظلوم او زورول شوي له آه او ښېراوو څخه وډار شئ. ځکه د مظلوم د دعا او خدای تر مینځ هېڅ ډول حجاب او پرده نشته او د هغوی دعا به اجابت شي.
له دې امله خدای تعالی په خپل محکم کتاب کې فرمایي: زه د مظلومو سره یم. آیا هغه له رهبرانو او قدرتمندو سره احسان نه دی کړی؟ هغه وو چې د هر یوه وظیفه یې د هغوی د مسؤلیت اړوند بیان کړه او د ټولنیز عدالت پلي کونکو ته یې د بریا زیرۍ ورکړ، فرمایي، عادل پاچا او امیر د خدای د رحمت تر سیوري لاندې وي.
آیا هغه په تجارانو او کسبه کارانو منت نه دی اېښئ؟ هغه وو چې د تجارت فضیلت او ارزښت یې مطرح کړ، ځکه دی خپله هم د هغې وخت له تجارانو شمیرل کېد او دا سعادت او ویاړ د یادي ډلي په نصیب شوی دی.
اعلان یې وکړ: چې صادق، امین او متدین تجاران به په جنت کې زما سره وي، مزدوران او کارګران هم د هغه د رحمت او لطف تر سیوري لاندې وو. په نړۍ کې داسي بل څوک نه لیدل کیږي لکه هغه، چې د زحمت کشو او کارګرو له ډلي یې دفاع کړي یي، امر ورکړي چې د مزدور مُزد د هغه د خولو د وچېدو مخکې ورکړئ.
محترمو لوستونکو! یواځې انسانان نه وو چې د پیغمبر ﷺ د لطف او پیرزوینې پوروړي وي، بلکي هغه حیواناتو ته هم د لطف او ترحم په نظر کتلي دي او فرمایلي یې دي؛ چې هر ژوندي او احساس لرونکي موجود ته د خوراک او استراحت برابرول صدقه شمېرل کیږي. رسول الله ﷺ په واقعي ډول د «ویستغفرون بالأسحار» مصداق وو او په تورو شپو کې یې خپل معبود ته په راز او نیاز کې داسي ویل. اې زما ربَ ګواهي ورکوم چې ستا ټول بندهګان یو له بل سره ورونه دي (أنا شهید أن البعاد کلهم إخوة) له دې سره سره چې خلګو په دې نړۍ کې خدای ملت او نژاد ته منحصر کړی او عملاً هري ټولني د ځان لپاره خدای درلود، لکه د یهودانو خدای، د مصریانو خدای، د ایرانیانو خدای و…
رسول الله ﷺ په خپل ملکوتي غږ نړۍ ته اعلان وکړ چې خدای تعالیٰ، یو ملت، قوم، نژاد او خاصي ډلي پوري تعلق نلري، بلکي هغه د ټولو نړیوالو خالق دی: {أَلْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ²} [الفاتحة²].
محترمو لیدونکو: نړۍ ډېر حکماء، فیلسوفان، شعراء او ادیبان په ځان لیدلي او کتلي دي د بېسارو فاتحېنو او ځواکمنو، سیاست مدارو او رهبرانو د وجود ګواه وه، ډېر مخترعین، مکتشفین او پوهان یې درلودل، خو د هغوی له وجود څخه یې د هېڅ ډول خوښۍ او سمسورتیا رنګ په ځان نه دی ليدلی. په داسي حال چې د پیغمبرانو په راتلو، په ځانګړي ډول حضرت محمد ﷺ چې واقعي انقلاب یې راوړ، او نړۍ خپله سمسورتیا هم تر لاسه کړه.
«د اسلامي نړۍ لوی متفکر سید ابوالحسن علي الحسني الندوي رحمه الله د ۱۳۷۴ هـ ق کال د ربیع الاول میاشت کې د هند په امین الدوله لکنو پارک کې تقرېر وکړ، چې پر مسلمانانو علاوه ډېرو زیاتو غیر مسلمانانو هم په کې اشتراک درلود.»