د تکفیر پدیده نه له فضا راغلې او نه یې بې دلیله وده کړې ده، بلکې د دې پدیدې ترشا عوامل او انګیزې شتون لري. که مو وشو کولای چې همدا عوامل او انګیزې تشخیص کړو نو د دې آفت د له منځه وړلو او علاج په لار کې به مو لومړی ګام پورته کړی وي؛ ځکه چې ناروغي یوازې د هغې له تشخیص وروسته له منځه وړل کیدای شي او تشخیص یې هم یوازې د هغې د عواملو او عوارضو په پیژندلو سره ترسره کیږي. له همدې امله، باید وپوښتل شي: د دې پدیدې یا آفت عوامل څه دي؟ په حقیقت کې تکفیر ګڼ شمیر عوامل لري چې ځینې یې دیني، ځینې یې فرهنګي، او ځینې یې سیاسي او استعماري دي. خو ځینې وخت همدا ټول عوامل لاس سره یو کوي او تکفیري اشخاص په ګوته کوي. د دې پدیدې په برخه کې یواځې یو واحد لامل ته ګوته نیول مناسب ندي؛ ځکه په دې توګه واقعیت له پامه غورځول کیږي.
په دې لیکنه کې په اسلامي ټولنو کې د تکفیر د شتون عمده او اصلي عواملو ته اشاره کوو.
الف. جهل او ناپوهي:
ناپوهي تل د انسانانو ترمنځ د دښمنۍ د خپریدو یو له مهمو عواملو څخه وه؛ ځکه خلک د هغه څه دښمن دي چې په اړه یې نه پوهیږي. له همدې امله طبیعي ده چې ناپوهي یا سطحي لید د تکفیري خوځښتونو د رامنځته کیدو له ځانګړنو څخه دي. موږ د خوارجو په ډله کې د دا ډول وضعیت شاهدان یوو. دې ډلې به هر هغه څوګ چې کبیره ګناه به یې ترسره کوله او د دوی نظریه به یې نه منله نو تکفیرول به یې. ناپوهي او قشريګري په دوی کې د ټولو په ژبه وه. حضرت علي (رضي الله عنه) فرمایي: «ناپوه نه را پورته کیږي او له نصیحتونو ګټه نه اخلي.»
ب. دیني افراطیت یا دین کې سختي کول:
لکه مخکې مو چې وویل، څه ډول چې د دین په اړه د سطحيلید لرل منفور دي همدا ډول په دین کې سختي کول هم ناوړه چاره ده. څنګه چې سطحي لید یو کس تکفیر ته کشوي یا لږ تر لږه د تکفیري فضا په رامنځته کولو کې رول لري، په دین کې سختي کول هم ورته پایلې لري. رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمایلي: «يَسِّرُوا وَلاَ تُعَسِّرُوا، وَبَشِّرُوا، وَلاَ تُنَفِّرُوا»؛ «په دیني چارو کې اساني کوئ او سختي مه کوئ، زېری ورکوئ او خلک مه بېزاره کوئ.»
ج. اخلاقي کمزورتیاوې او انحرافات:
۱. ناسم پوهاوی:
کله چې ناسمه پوهه او بدګوماني سره یو ځای شي نو په پایله کې یې تکفیري او سختگیرانه افکار رامنځته کیږي. کله چې دا ډول افکار رامنځته شي نو پرته له دې چې حقیقت یې درک کړي د نورو خلکو په وړاندې فرامین صادروي، او له دلیل او توجیې پرته پر نورو ظلم کوي. همدارنګه دوی ته هغه خبرې منسوبوي چې نه یې دي ویلي او په هغه عقیده یې تورنوي چې اعتقاد پرې نه لري. له ناسم پوهاوي زموږ موخه دا ده چې یو کس د متونو له واقعي درک څخه عاجز واوسي، د متونو د ابعادو او مقاصد درک خو لرې خبره ده. د دا ډول شخص برداشت نیمګړی او قضاوت یې ناقص او ناسم دی؛ ځکه چې د یو څه په اړه سم قضاوت کول د همغه څه د تصور او فهم فرع دی.
۲. غرور او خودپسندي:
کبر او غرور، عجب او خودپسندي، خودبیني او خودمحوري د انسان له جدي کمزورتیاوو څخه دي. کبر د تواضع او عاجزی برعکس عمل دی. کبرجن انسان هغه دی چې له نورو څخه ځان لوړ وګڼي، غاړه اوچته ګرځوي او سرلوړي وکړي. له عجب موخه په ځان مئینیدل، په ځان ویاړ کول او ځانته په ډېر ارزښت قایل کیدل دي. په تکبر کې اړینه ده چې یو بل څوک هم شتون ولري ترڅو انسان خپل ځان له هغه څخه لوړ وګڼي، خو په عجب کې د بل کس شتون اړین نه دی. له همدې امله د ځینو تورونو او تکفیرونو ریښه هم باید په دې خصلت او ځانګړنې کې وڅیړل شي.
۳. ناوړه تعصب:
له ناوړه تعصب او عصبیت موخه د ظلم او یا د باطلې عقیدې په لار کې له خپلوانو او ملګرو څخه ملاتړ او طرفداري کول دي، خو د حق په لار کې تعصب، د صحیحو عقایدو طرفداري او د اهل حق ملاتړ، محمود، غوره او ځینې وخت واجب او اړین دی. په همدې اساس له حق او اهل حق لارې پرته د حزبي او ډلهییزو موخو لپاره تعصب کول ناوړه او بې ځایه تعصب دی.
۴. کینه کول او انتقام اخیستل:
په اسلام کې د انتقام اخیستل، کینه او بغض درلودل، له هغو کسانو پرته چې په شعوري ډول له حق سره دښمني او عناد کوي، جایز نه دي، او که څوک د یوه مؤمن په وړاندې خپله کینه او حقد څرګند کړي، نو له عدالت څخه ساقطیږي. د پورته عبارت په شرح کې ویل شوي: د اسلام د فقهاوو ترمنځ د مؤمن د حسد او بغض د حرمت په اړه اختلاف نشته، او په ډېرو روایاتو کې دا کار په شدت سره منع شوی او په اړه یې د عذاب وعده ورکړل شوې ده، چې دا د عدالت په زیان ده.
د. استعمار
استعماري ځواکونه په اسلامي هېوادونو د خپل استعماري حاکمیت د تثبیت او د دغو هیوادونو د وسایلو او معنوي شتمنیو د لوټلو له امله تل له لویو ستونزو او خنډونو سره مخامخ شوي دي، او هیڅ کله نه دي توانېدلي چې په اسانۍ سره کوم اسلامي هېواد ته د ننه شي، مالي او بشري سرچینې یې لوټ کړي. په ځینو هېوادونو د مسلمانانو د عکس العمل له امله له ګڼو ستونزو سره مخ شوې دي، او په نورو هیوادونو کې هم د خپل استعماري تسلط په پراختیا کې بریالي نه وو، ځکه له استعمار سره د مسلمانانو د ویښو او اګاه حرکتونو مقاومت استعمارګرانو ته اجازه ورنه کړه چې په اسانۍ سره د دې هېوادونو پر شتمنیو تسلط پیدا کړي.