لیکوال: عبیدالله نیمروزی
۱. د “المعنی واحد” د عبارت یادونه: په هغو حالاتو کې چې د روایتونو د الفاظو اختلاف جزیي وي او یو عمومي مفهوم پاتې وي، امام ترمذي د “المعنی واحد“ عبارت کاروي.
۲. هغه راوي معلومول چې د یو خاص لفظ خاوند دی: په ځینو وختونو کې امام ترمذي رحمه الله دا مشخصوي چې ټاکل شوي الفاظ له کوم راوي څخه روایت شوي دي.
۳. د هر راوي د الفاظو توپیر په جلا توګه څرګندول: امام ترمذي رحمه الله کله ناکله په مستقیم ډول د روایت په الفاظو کې توپیر بیانوي.
امام ترمذي رحمه الله د احادیثو په نقل کولو کې په ډېره پاملرنه د “حدثنا“، “اخبرنا“ او ورته نورو صیغو ته اشاره کړې ده، څنګه یې چې له راویانو څخه اخیستي وي. دا طریقه د امام ترمذي رحمه الله د امانتدارۍ څرګندونه کوي.
د امام ترمذي رحمه الله دویمه طریقه د حدیث د روایت او د هغه د طُرُقو په بیانولو کې دا ده چې هغه یو حدیث د څو طریقو له لارې روایت کوي. لومړی یې یو حدیث د هغه سند او متن سره ذکر کوي، بیا نور اسناد پرته له متن څخه، یوازې د “مثله“ یا “نحوه“ عباراتو په کارولو سره ورته اشاره کوي.
«حدثنا نصر بن علی الجهضمی، حدثنا عبدالاعلی، حدثنا سعید بن عروبة عن ابی حریز عن عکرمة عن ابن عباس أن النبی صلیاللهعلیهوسلم نهی أن تزوج المرأة علی عمتها أو علی خالتها.»
بېلګه: د «الرخصة فی الصوم فی السفر» باب کې وایي:
وروسته امام ترمذي رحمه الله وایي: «هذا حدیث حسن صحیح.»
بېلګه: لکه څنګه چې هغه په «مواقیت الصلاة» کې وایي:
بېلګه: لکه څنګه چې په «ما جاء فیمن یعتق ممالیکه عند موته ولیس له مال غیرهم» باب کې وایي:
Previous Articleپه اسلام کې د ښځې مقام (اووه دېرشمه برخه)
Next Article د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (شپږمه برخه)