لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (پنځمه برخه)

د مذهب د ژوندي کولو لپاره د تکړه خلکو د راڅرګندېدو اړتیا
په حقیقت کې، هېڅ دین ژوندی پاتې کېدای نه شي او نشي کولای د اوږدې مودې لپاره خپلې ځانګړتیاوې وساتي او د وخت د بدلونونو مخه ونیسي، مګر دا چې په هغه دین کې په پرله‌پسې ډول داسې خلک پیدا شي چې د غیرمعمولي یقین، بې‌غرضه روحانیت، لوړ عقل او فکري صلاحیت، او قربانۍ له مخې په هغه مړاوي کالبد کې نوې ساه پو کړي او د هغه د پیروانو په منځ کې نوی جوش او ځواک پیدا کړي.
د انسان د ژوند اړتیاوې تل نوې وي، او د مادیت ونه تل شنه وي. په حقیقت کې، د نفس‌پرستۍ تحریک بیا ژوندي کولو ته اړتیا نه لري؛ ځکه چې په هر ګام کې د دې فکر لپاره هڅوونکي او تحریک کوونکي لاملونه شتون لري. په هر حال، د اسلام تاریخ هېڅکله د خپلو پرجوشو داعیانو او هڅاندو مجددینو څخه خالي پاتې شوی نه دی. دا هغه کسان دي چې د دین ځواني او دعوت یې ژوندی ساتلی دی.
تر هغه مهاله چې د دین مخالفین په نوې ځواک او نوې تګلارې سره ډګر ته داخل شوي نه وي، او په تدریجي ډول د وخت په تېریدو سره نوی او ژوندی نه شي، د تازه‌نفسه مادیت په وړاندې د اسلام ژوند ساتل خورا ستونزمن کېږي.
هر نوی ځواک او کس د فتنې او جدي خطر سره مخ دی
له دې حقیقت څخه هېڅوک انکار نه شي کولای. که د اسلام اوږد تاریخ او لوړې ژورې د حقیقي دعوت له مخې محدودې شوې وای، یا که د اسلام حقانیت د یوې تورې پردې تر شا بند شوی وای، نو اسلامي امت به خپل حس له لاسه ورکړی وای، او ټوله اسلامي نړۍ به تیارې کې ډوبه شوې وای.
دا یو تاریخي حقیقت دی چې هر ځل د اسلام په خلاف فتنې راپورته شوې دي او د هغه د تحریف او مسخ لپاره هڅې شوې دي، یا که هغه په غلطه توګه معرفي شوی دی، یا د مادیت‌پالو لخوا برید پرې شوی دی، نو په هغه وخت کې حتماً یو اتل میدان ته راغلی دی؛ داسې اتل چې د خپلې عقیدې په ځواک سره د هر ډول فتنې په وړاندې راپورته شوی دی او هغه یې له منځه وړي دي.
ډېر دعوتونه او حرکتونه چې په خپل وخت کې ډېر پیاوړي وو، نن د هغوی شتون او خدمتونه یوازې په کتابونو کې محدود دي. د هغوی په حقیقت پوهېدل ډېر ستونزمن کار دی. کېدای شي ډېر کم داسې کسان پیدا شي چې اوس د قدریت، جهمیت، اعتزال، د قرآن کریم د مخلوقیت مسئله، وحدت‌الوجود، د اکبر الهي دین حقیقت، او د هغوی جزئیاتو په اړه خبر وي.
په داسې حال کې چې هغه ټول په خپل وخت کې مهم مذاهب او ایډیالوژۍ وې، او ډېرو سترو پاچاهانو له ځینو څخه ملاتړ کړی و، او ډېر هوښیار او تکړه خلک د هغه مدافعین او بیرقداران وو، خو په هر حال کې د اسلام حقیقت په ټولو باندې برلاسی شو. له لږې مودې وروسته دغه ژوندي حرکتونه او درباري مذهبونه یوازې په کتابونو کې د متنونو په بڼه پاتې شول چې د کلام، تاریخ او عقایدو کتابونو کې خوندي دي.
د دعوت او اصلاح، تجدید او انقلاب او د دین د ساتنې لپاره د هلو ځلو دغه سلسله د اسلام د تاریخ په شان زوړه او د مسلمانانو د ژوند په شان ثابت او متواتره ده.
د اسلام میراث
دا هغه میراث دی چې موږ ته رسیدلی او موږ ورته په اصطلاح کې “میراث” وایو، چې دا یوه لوېدیځ اصطلاح ده؛ ځکه اسلام یو ژوندی او ابدي دین دی. زموږ هدف هغه میراث، شتمني او سرمایه ده چې له پخوانیو څخه موږ ته رسېدلې ده. خو په حقیقت کې راسخ علم، د ایمان ټینګ او خوندي ایډیالوژي، لوړ اخلاق، د شریعت نقد او د هر شي آداب د اسلام شتمني او میراث دی.
هر هغه انسان چې له دې میراث څخه پوره برخه ولري، هغه یې چې د اسلامي حکومت د وختونو د خلافت منهج یې برقرار کړی، او د جاهلیت او مادیت پر ضد یې مبارزه کړې، او د خداي لوري ته یې بلنه ورکړې ده، هغه اسلامي ځانګړتیاوې یې راژوندې کړې چې له منځه تللې وې، او د امت په منځ کې یې د ایمان نوې روحيه پیدا کړه.
د بېلګې په توګه له دغو بې مثاله کسانو څخه یو هم ځانګړی شخصیت عمر بن عبدالعزیز رحمه الله دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version