لیکوال: ابوعائشه

نشنلیزم

(درویشتمه برخه)

مقدمه:
کله چې په غربي نړۍ کې نشنلیستي مفکوره رامنځته شوه، نو ګڼ اسلامي او غیر اسلامي هېوادونه ترې متأثره شول او زیات شمېر ملاتړي او پلویان یې پیدا کړل. موږ په تېرو برخو کې تر خپله وسه هڅه وکړه چې پر لوېدیځو او اسلامي هېوادونو د نشنلیزم او ملي­پالنې اغېزې او د هغه لاملونه وڅېړو. په دې برخه کې غواړو په دوو اسلامي او ګاونډیو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) کې د نشنلیزم د رامنځته کېدو او د اغېزو په اړه یې بحث وکړو.
په پاکستان کې ملي­پالنه
په ۱۹۳۰ میلادي کال کې د مسلمان شاعر او فیلسوف محمد اقبال له لوري وړاندیز وشو چې په هند کې دې اسلامي حکومت جوړ شي [ځکه چې تر هغه وخته پورې پاکستان د هند یوه برخه وه چې وروسته یې د مسلمانانو په مرسته خپلواکي ترلاسه کړه]. د «پاکستان» (د پاکانو وطن) نوم په ۱۹۳۳ میلادي کال کې چودري رحمت علي چې د کمبریج پوهنتون محصل و غوره کړ.[1]
پاکستان هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې د نشنلیزم له پدیدې څخه کړیږي او ګڼ شمېر ملي­پالو ډلو په­کې فعالیت درلود او لري یې. «په پاکستان کې د ټولنې د وګړو ذهنونه د ایالتونو د درسي پروګرامونو له مخې، چې کله ناکله یو له بله سره په ټکر کې وي، له ماشومتوبه جوړېږي او د نشنلیزم مفکوره او نژادپرستي هم، له درسي موادو سره یو ځای د خلکو ذهنونو ته سپارل کېږي».[2]
تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته، هماغسې چې نشنلیزم په ټولې نړۍ کې خپور شو او د وخت په تېرېدو یې ځینې مرحلې تر شا کړې او لرې او نږدې سیمو ته ورسېد، په پاکستان کې هم دې پدیدې سر پورته کړ او خلک ورسره ښکیل شول.
«له دويمې نړيوالې جګړې وروسته په نړيواله کچه د مليت مفکوره په ټوله نړۍ کې خپره شوه. د دې مفکورې پر بنسټ، هر ملت په خپل هېواد کې ملي اتلان معرفي کړل، ملي بیرغونه يې جوړ کړل، ملي سرودونه يې ولیکل، ملي لباسونه، ملي ګلان، ملي ورزشونه، ملي ژبه، ملي کلتور او حتی د «ملي» له کلمې سره تړلي هر څه يې مقدس وګڼل. د تقدس دا مفکوره د پاکستان په درسي برنامو کې دومره ترسترګو کېږي، چې په علمي ژبه کې ورته له تکلف پرته نشنلیزم ویلی شو. همداراز، په پاکستان کې د نشنلیزم په اړه بېلابېل فکرونه موجود دي، دا نظرونه نه یوازې د بېلابېلو ایالتونو تر منځ متفاوت دي، بلکې بیلابېلې مذهبي ډلې او فرقې هم د نشنلیزم په اړه مختلف برداشتونه لري».[۳]
هغه مسئله چې دلته، یعنې په پاکستان کې د نشنلیزم د خپرېدو د مراحلو په څېړنه کې اهمیت لري، هغه دا ده چې لا هم په پاکستان کې ګڼ شمېر فعال ملیتپال ګوندونه شته او آن دا ډلې کله ناکله خپلو موخو او غوښتنو ته د رسیدو لپاره وسلو ته لاس کوي او جګړې پیلوي. لاندې به د ځینو دغو ډله یادونه وکړو:
۱. د بلوچستان جمهوري‌غوښتونکی پوځ؛ دا حزب په ۲۰۰۶ میلادي کال کې تاسیس شوی او یوه قومي او نشنلیست-جلا غوښتونکې شبه‌نظامي ډله ده.
۲. د بلوچ ملي­پال پوځ؛
۳. د بلوچ د آزادۍ ملي جبهه؛ دا حزب د بلوچ نشنلستو جنګیالیو د اصلي ډلو لپاره د یوه چتر حیثیت لري.[۴]
د یادونې وړ ده چې نشنلست  او مليتپال ګوندونه یوازې په بلوچستان ایالت کې نه دي فعال، بلکې په نورو ایالتونو کې هم دې ته ورته ډلې شتون لري او فعالیتونه ترسره کوي. «دا مهال په پاکستان کې مليت­پاله پښتانه په دوو ګوندونو کې فعالیت کوي: یو یې عوامي نشنل ګوند دی، چې مشري یې د اسفندیار ولي خان په غاړه ده، او بل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند دی، چې مشري یې محمود خان اڅکزی کوي. دې دواړو ګوندونو په ۲۰۰۸ میلادي کال کې ائتلاف سره وکړ».[۵]
دوام لري…
 

[1]. دائرة‌المعارف ناسیونالیزم، د الکساندر ماتیل تر سرپرستۍ لاندې، د فارسۍ ژباړې مشران: کامران فانی او محبوبه مهاجر، ۱۳۸۳ هـ.ش، ټوک ۳، مخ ۱۰۵۵.

[2]. د پاکستان درسي پروګرامونه؛ ناسیونالیزم د ځینو واقعیتونو ځای ناستی، د تسنیم خبري آژانس وېب‌پاڼه، د خپرېدو نېټه: ۱۳۹۳ هـ.ش.

[۳]. هماغه منبع.

[۴]. د «تحولات جهان اسلام» وېب‌پاڼه، د مقالې عنوان: «مهم‌ترین گروه‌های مسلح فعال در بلوچستان – پاکستان»، د خپرېدو نېټه: ۱۴۰۲ هـ.ش.

[۵]. قاموس کبیر افغانستان، د مقالې عنوان: «خان عبدالغفارخان رهبر ناسیونالیزم پشتون‌های آن‌سوی خط دیورند»، د خپرېدو نېټه: ۲۰۲۰ میلادي.

Leave A Reply

Exit mobile version