په معاصره نړۍ کې د دعوت اړتیا او طریقه (لومړۍ برخه)
لنډیز
د دعوت او اصلاح د ضعف یو لامل د ځينو دعوتګرانو له لارښوونو، د عمل د لارو چارو او اسبابونو څخه د ځینو دعوتګرانو او روزونکو ناآشنایي ده، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه په دعوت او اصلاح کې کارول. له همدې امله روزونکي او دعوتګران باید د وخت له غوښتنو سره سم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصلاح طریقې او له ظالمانو او فاسقانو سره د مقابلې لارې چارې زده کړي او په دې برخه کې باید د وخت له غوښتنو سره سم عمل وکړي. دوی باید د رسول الله صلی الله علیه وسلم پیروي وکړي. ان شاءالله دا به د دعوت او اصلاح په لاره کې د پام وړ بریالیتوبونه منځته راوړي.
بنسټیزي کلمې: دعوت، اوسنی عصر، اهمیت، طریقه
د انساني تاریخ په اوږدو کې چې کله هم فساد عام کیدی او خلکو له خدایه غفلت کاوه او د آخرت فکر یې هېراوه، نو الله تعالی به یو پیغمبر رالیږی چې دوی له خوبه راویښ کړي او خپل رب درک کړي. كه ځينو خلكو د جهل له امله دا غوښتنه نه منله نو جهاد به ورسره کېدی. دعوت او جهاد دوه مهمې وسیلې دي چې امت د اسلام تر بیرغ لاندې تنظیم او متحد کوي.
که موږ نننۍ اسلامي ټولنې ته وګورو نو پوه به شو چې له بده مرغه فساد په کې پراخ دی. او غیر اسلامي هیوادونه خو خپل ځای لري. هغه شخصي، اجتماعي، اخلاقي، مالي او اداري فسادونه چې په ننني حکومتونو کې رامنځته کیږي، په حقیقت کې انسانیت له بربادۍ سره مخ کوي. دې حالت ته په پام سره په نننۍ ټولنه کې اسلامي دعوت ته سخته اړتیا ده.
له فساد، فحاشي او منکرات څخه د خلاصون او له دې ټول ګمراهۍ او فساد څخه د انسانیت د ژغورلو یوازینۍ لار دعوت دی. پکار ده چې خلک د بديو او فساد له زيانونو خبر شي او د نيکو او ديني اعمالو ګټې او فایدې ورته بيان کړل شي تر څو له بديو او ګناهونو کرکه وکړي او د نيکو کارونو خوا ته لاړ شي. که د امت لپاره دغه شفاهي درمل ونه کارول شي، نو امت به ډېر ژر په یوه ناورین کې وغورځول شي او ځان به له منځه یوسي. نو د دين دعوتکوونکي بايد راپورته شي، هڅه وکړي او د انسانيت د ژغورلو لپاره دې د انسانيت ډوبه شوې بېړۍ وچي ته راوباسي او په دې بې وزلو خلکو رحم وکړي.
نن ورځ تر هر وخت او هر فن څخه دعوت او اصلاح مهم دی. حضرت مولانا مفتي محمد تقي عثماني رحمه الله وایي: «هرکله چې د الله بنده خپل نفس او نفسانیت تر پښو لاندې کړي او خپل ځان هيڅ ونه ګڼي او خلکو ته د الله جل جلاله د رضا لپاره بلنه ورکړي، تر څو د الله جل جلاله بندګان د الله تعالی د رضا لپاره دعوت کړي، او د هغوی دنیا ته تمه ونه لري، او هر څه چې وایي د الله تعالی د رضا لپاره یې ووایي، بې له شکه دا ډول وینا او بلنه به مثبته اغیزه ولري.» په تبلیغي او هدایتي غونډو کې د حضرت شاه اسماعیل په څېر مخلصو خلکو په زرګونو خلک د توبې او سمې لارې ته رابلل.
حضرت مفتي محمد شفیع رحمه الله له علامه شبیر احمد عثماني رحمه الله څخه روایت نقل کوي چې که حق خبره رښتیا په سمه طریقه او په سم نیت سره ووایست، ګټور او اغېزمن تمامیږي، او هیڅ زیان به ونه رسوي.
نو په دعوت کې درې شیان ډېر اړین دي: ۱. خبرې باید سمې وي. 2. نیت باید سم وي. 3. او طریقه سمه وي.