لیکوال: نعمان سعید


څلور امامان او څلور مذهبونه کله او چیرته رامنځته شول

د صحابه کرامو ـ رضی الله عنهم ـ د دورې له ختمېدو ۲۲ کاله وړاندې امام ابوحنيفة النعمان په ۸۰ م هجري قمري کال د عراق په کوفه ولایت کې وزېږېد او په ۹۳ هجري قمري کال کې، چې عمر یې دیارلس کلنۍ ته ورسېد، امام مالک ابن انس ـ رحمه الله ـ په مدينه منوره کې وزېږېد.
کله چې ۱۱۸ هجري قمري کال راغی؛ نو امام مالک ابن انس ـ رحمه الله ـ مدینه منوره کې د فتوی د ورکولو لپاره کېناستی، چې عمر یې ۲۵ کالونو ته رسیده او د امام ابوحنیفه ـ رحمه الله ـ دا وخت عمر ۳۸ کاله و او تر دې مهاله یې په عام ډول د خلکو لپاره د فتوا ورکولو ته نه و کیناستلی او نه یې فتوا ورکړې وه.
په ۱۲۰ هجري قمري کال کې امام ابو حنیفه نعمان په ۴۰ کلنۍ کې په کوفه کې د فتوا ورکولو لپاره کېناست، چې امام ابو حنیفة النعمان د زیږیدو له مخې له څلورو امامانو څخه لومړی او امام مالک ابن انس د فتوا د ورکړې له اړخه لومړی امام و.
په ۱۲۸ هجري قمري کال کې امام ابو حنیفه مکې مکرمې ته سفر وکړ او په حجاز کې دوو امامانو امام ابو حنیفه او امام مالک ـ رحمهما الله ـ سره وکتل.
په ۱۵۰ هجري قمري کال کې امام ابو حنیفه وفات شو او په بغداد کې ښخ کړل شو؛ خو دا هماغه کال دی، چې په کې یو بل لوی سړی امام محمد بن ادریس شافعي ـ رحمه الله ـ په فلسطین کې وزږید.
په ۱۶۴ هجري قمري کال کې امام شافعي د امام مالک نه د تعليم حاصلولو لپاره مدينې منورې ته هجرت وکړ او په همدې کال بیا یو بل لوی سړی او د مذهب امام احمد ابن حنبل ـ رحمه الله ـ په بغداد کې وزيږيد.
په ۱۷۰ هجري قمري کال کې امام شافعي په مکه مکرمه کې خلکو ته په دیني مسائلو کې د فتوا ورکولو لپاره کېناست او دا هغه وخت و، چې ده ته مفتي د فتوا د صادرولو اجازه ورکړې وه.
په ۱۷۹ هجري قمري کال کې امام مالک ـ رحمه الله ـ په مدینه منوره کې وفات شو او په جنة البقیع هدیره کې ښخ کړای شو.
په ۱۸۷ هجري قمري کال کې امام احمد بن حنبل په ۲۳ کلنۍ کې مکې مکرمې ته سفر وکړ او هلته یې امام شافعي ـ رحمه الله ـ نه د علم د حصول لپاره ګونډه ووهله.
په ۱۹۵ هجري قمري کال کې امام شافعي ـ رحمه الله ـ بیرته بغداد ته لاړ او هلته یې د امام احمد ابن حنبل ـ رحمه الله ـ لخوا ښه دروند استقبال هم وشو.
په ۲۰۴ هجري قمري کال په مصر کې امام محمد ابن ادریس شافعي ـ رحمه الله ـ وفات او همالته ښخ کړل شو او په همدغه کال کې امام احمد ابن حنبل ـ رحمه الله ـ په بغداد کې د فتواوو ورکولو لپاره کیناست.
امام احمد ابن حنبل ـ رحمه الله ـ په ۲۴۱ هجري قمري کال کې په بغداد کې وفات شو. الله جل جلاله د دغه ټولو د امت محسنینو ته کړې ټول خدمتونه قبول کاندي، اعلی جنتونه یې نصیب شه او موږ ته د دوی په مسیر د کامل تګ توفیق را کړي.
څلور امامان د امت د اسمان ځالانده ستوري دي، خاصتا د علمي او فقهي افق داسې هلالونه دي، چې ګرده نړۍ یې له رڼاګانو روښانه ده او پرته له دې علمي او فقهي رڼاګانو ګرد انسانیت د لوی علمي جهالت (خپل سري تفسیر) او ستر حماقت (غیر مقلدیت) په تورو تیارو کې لویږي، سمه لار غلطوي او د افراط او تفریط کږه لار یې د فتنو په سیلابونو ور ګډوي.
Leave A Reply

Exit mobile version