لیکوال: اسماعیل ساراني


همجنسبازۍ «همجنسپالنه» (دریمه برخه)

له ښځې سره د فطرت خلاف عمل کول
لکه څنګه چې د نارینه وو سره د شا له خوا جماع کول په کلکه غندل شوی دی، د ښځو سره هم د شا له خوا حرام او ممنوع دی. د رواياتو په څېړلو سره معلومیږي چې د لوط عليه السلام قوم مخکې له دې چې له نارينه وو سره جنسي اړيکې ټينګې کړې، له خپلو ښځو سره هم دغه ناوړه عمل ترسره کړی دی.
ابن ابي الدنیا له طاووس رحمه الله څخه روایت کړی چې: په حقيقت كې په لومړيو کې د لوط قوم له خپلو ښځو سره لواط کاوه او وروسته له سړو سره..» همدارنګه حضرت مجاهد رحمه الله د«إِنَّهُمْ أُنَاسٌ يَتَطَهَّرُونَ» آيت په تفسير کي ویلي دي: «دوی (حضرت لوط علیه السلام او ملګري) هغه خلک دي چي ځانونه د ښځو او نارینه و له مخرج څخه پاکوي». له ابن عباس رضي الله عنهما څخه هم ورته روایت نقل شوی دی. له دې روایت څخه معلومیږي چې دوی له نارینه او ښځو سره د دبر له لاري نږدیکت کاوه.
د لواط ګناه له زنا څخه لویه ده. د لواطت عمل هغه ګناه ده چې د ښارونو د تباهۍ سبب ګرځي. څوک چې د لواطت په عمل اخته شي، په کفر باندي یې د مرګ خطر شته. دا عمل یو له سترو بدیو څخه شمیرل کیږي او سزا یې له زنا څخه ډیره او سخته ده.
ځینې ​​بې لارې، منحرف او ضعیفه اراده لرونکي خلک د خپلو مېرمنو سره د لواط هیڅ پروا نه لري او له دې څخه ډډه کوي؛ دوی باید پوه شي چې دا عمل یو له لویو ګناهونو څخه دی او هغه حضرت صلی الله علیه وسلم لواط کار لعنت کړی دی. له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې حضرت صلی الله علیه وسلم فرمایي: لعنت دی په هغه چا چې له خپلې میرمنې سره د شا(دبر) لخوا جماع کوي، همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: څوک چې له خپلې ښځې سره د حیض په وخت کې جماع وکړي، یا لواط ورسره وکړي، یا یو کاهن ته ورشي، هغه په هغه شي چې په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوي کافر دی.
په حقیقت کې ډیری فطرت لرونکي ښځې له دې کار څخه ډډه کوي. خو میړه یې په طلاق سره ګواښوي. ځینې ​​خلک د خپلو مېرمنو له ناپوهۍ ګټه اخلي او د «نِسَاؤُکُمْ حَرْثٌ لَّکُمْ فَأتُوْا حَرْثَکُمْ أنَّی شِئْتُمْ» آیت په لوستلو سره له شا څخه جماع حلال کوي. دا باید معلومه شي چې حدیث د قرآن تفسیر کوي، او په احادیثو کې د دې عمل ممانعت په ډیرو ځایونو کې ذکر شوی دی، لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د شا لاره د کثافاتو ځای دی، نه د ماشوم د زیږون او د کښت ځای.
له علامه ابن تیمیه رحمه الله څخه د ښځې سره د لواطت په اړه پوښتنه وشوه، هغه ځواب ورکړ: «له ښځې سره د لواطت حرمت په کتاب او سنتو ثابت دی او د سلفو او خلفو جمهورو نظر د هغې په حرمت باندې دی، بلکې دې ته صغری لواط ویل کیږي.»
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version