Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (درېیمه برخه)
متفرقه شنبه _14 _دسمبر _2024AH 14-12-2024AD

مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (درېیمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: ام سعدیه

مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (درېیمه برخه)

۵. د خاوند اطاعت
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«د ښځې لپاره روا نه ده چې د مېړه له اجازې پرته (نفلي) روژه ونیسي په داسې حال کې چې مېړه یې مقیم او حاضر وي. همدارنګه، د هغې لپاره روا نه ده چې د خپل مېړه له اجازې پرته چا ته د خپل مېړه کور ته د ننوتو اجازه ورکړي.»
بلکې، له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه دا هم روایت شوی دی چې که مېړه ښځه خپلې بسترې ته راوبولي، خو هغې یې انکار وکړي او په نتیجه کې مېړه له خپلې مېرمنې څخه په غصه شپه تېره کړي، نو پرښتې به تر سهاره پورې پر دې ښځې لعنت وايي.
خور جانې!
د نفلي روژې او لمانځه لپاره د خاوند اطاعت واجب دی، او ښځه باید د مېړه په اجازې سره دغه اعمال ترسره کړي. مګر د فرضي لمونځونو او روژو لپاره د مېړه اجازې ته اړتیا نشته او دا اعمال د مېړه په خاطر پرېښودل کېدای نه شي؛ ځکه چې په کوم ځای کې د الله تعالی نافرماني وي، هلته د هېڅ مخلوق اطاعت روا نه دی.
دویم حدیث دې ټکي ته اشاره کوي چې پر ښځه د خپل خاوند اطاعت، د هغه د جنسي غوښتنو پوره کول، او د هغه شرعي حقوق پر ځای کول واجب دي، تر هغه وخته چې ښځه کوم عذر (لکه ناروغي، حیض، او نور) ونه لري. که دا واجبات ونه کړي، د پرښتو لعنت او د الله تعالی غضب پر هغې واقع کېږي.
۶. پر خپل ځان، لور ته ترجیح ورکول
له حضرت عایشه رضي الله عنها څخه روایت دی:
ماته یوه مسکینه ښځه راغله چې خپلې دوه لوڼې یې په غېږ کې نیولې وې. ما درې خرماوې ورکړې. هغې خپلې هرې لور ته یوه یوه خرما ورکړه او درېیمه خرما یې د خوړلو لپاره خپلې خولې ته نږدې کړه. خو لوڼو یې هغه خرما هم ترې وغوښته. هغې هغه خرما دوه ټوټې کړه او پر لوڼو یې وېشله.
زه د هغې په دې کار ډېر حیرانه شوم او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته مې د هغې د قربانۍ دغه صحنه بیان کړه. هغه وفرمایل:
«بېشکه الله تعالی د هغې د لوڼو له امله پر هغې باندې جنت واجب کړ.» یا یې وفرمایل:
«الله تعالی هغه د لوڼو په وجه د جهنم له اوره خلاصه کړه.»
۷. د “إنا لله و إنا إلیه راجعون” ویلو ثواب
حضرت ام سلمه رضي الله عنها وایي:
ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمایل یې:
«هیڅ مسلمان نشته چې مصیبت پرې راشي او بیا ووایي:
إنا لله و إنا إلیه راجعون [موږ د الله یو او هغه ته بېرته ورګرځو]…»
اې خدایه!
ماته زما د مصیبت له امله اجر او ثواب راکړه او ماته غوره بدله راکړه.» خدای پاک هغه ته غوره بدله ورکوي.»
کله چې زما مېړه ابو سلمه رضي الله عنه وفات شو، ما له ځانه سره وویل: “څوک له ابو سلمه څخه ښه کېدای شي؟ هغه لومړنۍ کورنۍ وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې هجرت وکړ.” له دې سره سره مې هغه دعا وکړه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم راته ښوولې وه. خدای تعالی ماته له ابو سلمه غوره بدله راکړه، او هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم و.
۸. د مصیبت او امتحان په وخت صبر کول او په الهي قضاوت راضي کېدل
له عطاء بن ابي رباح رحمه الله څخه روایت دی چې وایي: حضرت ابن عباس رضي الله عنهما راته وویل: “آیا زه تاته یوه جنتي ښځه ونه ښیم؟“ ما وویل: “هو، ما ته یې وښایه.”
هغه وویل: “دغه توره ښځه جنتي ده.”
یوه ورځ هغه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل:
“اې د خدای رسوله! زه د صرع (تشنج) ناروغي لرم، او کله چې په هغه حالت اخته شم، زما جامې راڅخه لویږي او لوڅه کېږم. د الله تعالی څخه زما لپاره د روغتیا غوښتنه وکړه.”
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
“آیا غواړې چې انتظار وکړې او جنت دې په نصیب شي؟ یا غواړې چې ستا لپاره روغتیا وغواړم، او الله تعالی دې شفا درکړي؟“
هغې وویل: “انتظار کوم، خو د صرع ناروغۍ په وخت کې جامې راڅخه لویږي. نو له الله تعالی څخه وغواړه چې جامې مې ونه لوېږي او لوڅه نه شم.” رسول الله صلی الله علیه وسلم هم ورته دعا وکړه.
۹. ناروغۍ ګناهونه له منځه وړي
حضرت جابر رضي الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم د ام سائب یا ام مسیب په نوم یوې ښځې ته ورغی او ورته ویې فرمایل:
“په تا څه شوي دي چې رېږدې؟“
هغې وویل: “زه تبه لرم، خدای دې دا درد ته برکت ورنه کړي.”
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
“تبې ته بد مه وایه؛ ځکه چې ناروغۍ د بني آدم ګناهونه له منځه وړي، لکه څنګه چې د اور کوره د وسپنې ناخالصۍ له منځه وړي.”
ام علاء رضي الله عنها وايي:
کله چې زه ناروغه شوم، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم زما لیدو ته راغی او ویې فرمایل:
“اې ام علاء، زېری مې در باندې دی، چې ګناهونه ناروغي له منځه وړي، لکه څنګه چې اور د سپینو زرو ناخالصۍ له منځه وړي.”
ادامه لري…
Previous Articleد سفر آداب (دویمه برخه)
Next Article په اسلام کې د ښځې مقام (څلور دېرشمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (څوارلسمه برخه)

یکشنبه _11 _مې _2025AH 11-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اتمه برخه)

شنبه _10 _مې _2025AH 10-5-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (اوومه برخه)

پنجشنبه _8 _مې _2025AH 8-5-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD4 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اتلسمه برخه ۱. د…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله اوولسمه برخه سید جمال‌الدین…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (دویمه برخه)

سه شنبه _13 _مې _2025AH 13-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل­‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار دویمه برخه الهي شعائر او…

نور یی ولوله
اسلام

د حج حکمت، فلسفه او اسرار (لومړۍ برخه)

دوشنبه _12 _مې _2025AH 12-5-2025AD3 Views

لیکوال: محمد عاصم اسماعیل‌زهي د حج حکمت، فلسفه او اسرار لومړۍ برخه لنډیز: د اسلام…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اتلسمه برخه)

پنجشنبه _15 _مې _2025AH 15-5-2025AD

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (اوولسمه برخه)

چهارشنبه _14 _مې _2025AH 14-5-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.