مسلمان باید مخکې له دې چې سفر ته لاړ شي، له خپلوانو، دوستانو، ګاونډیانو، آشنایانو او هغو کسانو سره چې پر ده حق لري یا یې پر ده احسان کړی وي، خدایپاماني وکړي او له هغوی څخه د خیر دعا وغواړي.
د ابن سني او نورو په کتابونو کې له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
همدارنګه، له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې ویل به یې: کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له چا سره خدایپاماني کوله، نو له هغه سره به یې مصافحه (د لاس روغبړ) کوله او بیا به یې دا کلمې ویل:
“أَسْتَوْدِعُ اللَّهَ دِينَكَ وَأَمَانَتَكَ وَخَوَاتِيمَ أَعْمَالِكَ“
«زه ستاسو دین، امانت، او ستاسو د عمل خاتمه خدای ته سپارم.»
په سنن ابي داود او نورو معتبرو کتابونو کې په صحیح اسنادو سره له عبدالله ابن یزید خطمي رضي الله عنه روایت دی چې کله به رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوه لښکر سره خدایپاماني کوله، نو به یې فرمایل:
په سنن ترمذي کې له انس رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: «ای د الله رسوله! زه غواړم سفر وکړم، زما لپاره د خیر دعا وکړه.»
هغه بیا وویل: «لا نوره وکړه.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
“وَيَسَّرَ لَكَ الْخَيْرَ حَيْثُمَا كُنْتَ“
«او خدای دې تا ته خیر درآسانه کړي، هر چېرې چې یې.»
په سنن ترمذي او ابن ماجه کې له ابي هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: «ای د الله رسوله! زه د سفر اراده لرم، ما ته سپارښتنه وکړه.»
کله چې هغه سړی لاړ، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
“اللَّهُمَّ اطْوِ لَهُ الْبُعْدَ وَهَوِّنْ عَلَيْهِ السَّفَرَ“
«ای الله! د هغه لپاره فاصله لنډه کړه او سفر ورته آسانه کړه.»
غلام او د سفر دعا
د ابن سني په کتاب کې له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی چې یو غلام رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: «ما د حج نیت کړی دی.» رسول الله صلی الله علیه وسلم څو قدمه ورسره واخیستل او بیا یې وفرمایل:
د سفر کولو پر مهال دوه رکعته لمونځ کول د مستحباتو څخه ګڼل کېږي. امام نووي رحمه الله په خپل کتاب الاذکار کې راوړي چې د سفر په نیت له کوره د وتلو پر مهال دوه رکعته لمونځ کول مستحب دي.
امام طبراني رحمه الله په خپلو اسنادو سره له صحابي مقطم بن مقدام رضي الله عنه څخه روایت کړی دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
“د ده د کورنۍ لپاره تر دوه رکعته لمانځه بل غوره ځای نشته کله چې هغه د سفر کولو اراده وکړي.”
امام نووي رحمه الله فرمايي: زموږ ځینې یاران په دې عقیده دي چې په لومړي رکعت کې له فاتحې وروسته کافرون سورت او په دویم رکعت کې اخلاص سورت لوستل مستحب دي. ځینې نور علماء بیا وایي چې په لومړي رکعت کې له فاتحې وروسته فلق سورت او په دویم رکعت کې ناس سورت لوستل غوره دي.