مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (دویمه برخه)
۲. د امنیت مسئولیت په غاړه اخیستل
بخاري او مسلم روایت کړی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«تاسو ټول ساتونکي او مسئولین یاست او هر چا ته چې هر مسئولیت سپارل شوی، د هغه په اړه به پوښتنه ځینې وشي. حاکم مسئول دی، هر سړی د خپلې کورنۍ مسئول دی، ښځه د خپل کور او اولادونو مسئولیت لري؛ نو تاسو ټول مسئولین ياست او له تاسو څخه به د هغه څه په اړه پوښتنه وشي چې تاسو ته سپارل شوي دي.»
ای خورې! ته د خپل مېړه او ماشومانو مسئوله يې؛ نو نېکه مېرمن واوسه چې ستا خاوند خوشحاله کړي، او په هغه څه کې چې د خدای سرغړونه نه وي، د خپل مېړه اطاعت وکړه؛ ځکه چېرته چې د خالق نافرماني وي، په هغه صورت کې د هیڅ مخلوق اطاعت نه کیږي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول تل په یاد ولره:
«درې شیان د نېکمرغۍ لامل دی او درې نور د انسان د بدمرغۍ لامل دی. هغه درې شیان چې د نېکمرغۍ سرچینه دي:
۱- ښه ښځه،
۲- مناسب کور،
۳- ښه سورلي.
او درې شیان چې د بدمرغۍ لامل دي:
۱- بده ښځه،
۲- خراب کور،
۳- بد سورلي.»
هو، خورې جانې! ستا د کورنۍ نېکمرغي او بدمرغي ستا په لاس کې ده. نو یوه لایقه ښځه واوسه چې پوهیږي څنګه د خپل مېړه په زړه کې خوښي پیدا کړي او د هغه د چارو مسئولیت په غاړه واخلي. تل د خپلو ماشومانو لپاره یوه مهربانه مور او ښوونکې واوسه او د هغو په منځ کې عدالت وکړه؛ داسې چې خدای او رسول له تا څخه راضي شي.
د الله تعالی دغه لارښوونه تل په ذهن کې وساته:
«يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ.» ژباړه: «اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، خپل ځانونه او خپلې کورنۍ له هغه اور څخه وژغورئ چې د سوځېدو توکي یې خلک او تیږې دي.»
۳. خاوند او کورنۍ ته صدقه ورکول
د حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له مېرمنې، زینب ثقفیه رضي الله عنها څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«اې ښځو! خیرات کوئ، که څه هم له خپلو زیورونو څخه.»
زينب رضي الله عنها وايي: زه حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه ته ورغلم او ومې ویل:
«ته یو مسکین سړی یې، او رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د خیرات کولو امر کړی دی. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته لاړ شه او پوښتنه وکړه چې آیا زه تاته خپله صدقه درکولای شم؟ که کولای شم، نو ښه ده؛ که نه، نو زه به خپل خیرات بل چا ته ورکړم.»
عبدالله وویل: «خپله لاړه شه او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه.» زینب رضي الله عنها وايي: «زه پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغلم. کله چې ورسېدم، د انصارو یوه ښځه مې هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د کور په دروازه کې ولاړه ولیدله. موږ دواړه د یوې پوښتنې لپاره راغلي وو. رسول الله صلى الله عليه وسلم ته خداى تعالى خاص هيبت ورکړی وو، نو کله چې حضرت بلال رضي الله عنه راغی، موږ ورته وویل: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته لاړ شه او ورته ووایه چې دوې ښځې ستا د کور د دروازې سره ولاړې دي او غواړي پوه شي چې آیا خپل خاوند او یتیمانو ته خیرات کول صحیح دي او آیا دا کفایت کوي. همدارنګه، ما مه ورته معرفي کوه.
حضرت بلال رضي الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورغی او زموږ پوښتنه یې ترې وکړه. رسول الله صلی الله علیه وسلم وپوښتل: «هغه دوې ښځې څوک دي؟»
حضرت بلال رضي الله عنه وویل: «د انصارو یوه ښځه او زینب.» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کومه زینب؟»
حضرت بلال رضي الله عنه ځواب ورکړ: «د عبدالله بن مسعود مېرمن.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «په صدقه کولو سره به دوی دوه اجرونه ترلاسه کړي: د خپلوۍ ثواب او د صدقې ثواب.»
۴. د خاوند له مال څخه د خاوند په اجازې صدقه ورکول
له حضرت عایشه رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«که کومه ښځه د خپل مېړه د کور له خوراکي توکو پرته له دې چې د ضرر نیت ولري، مصرف او صدقه وکړي، د هغې صدقې له امله، ښځې ته د صدقې اجر، خاوند ته د هغه د ګټلو له امله، او همدارنګه خادم ته اجر ورکول کیږي، پرته له دې چې د یو بل له اجر څخه کم شي.»
خو که مېړه دې راضي نه وي، نو دې حدیث ته پام وکړه: امام مسلم د حضرت ابوبکر رضي الله عنه له لور، حضرت اسماء رضي الله عنها څخه روایت کړی دی چې هغې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغله او ویې ویل:
«ای د خدای رسوله! زه پرته له هغه څه چې زبیر رضي الله عنه یې کور ته راوړي، بل څه نه لرم. نو که زه له هغه څه څخه چې هغه کور ته راوړي لږ صدقه وکړم، آیا کومه ستونزه لري؟»
رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«څومره چې مو په وس کې وي، صدقه وکړئ او بخل مه کوئ؛ ځکه الله تعالی به هم پر تاسو د خپل رحمت دروازې وتړي.»
په حدیث کې د “رضخ” کلمه د لږ بخښنې معنی لري. د حدیث مفهوم دا دی چې هغه کوچني بخښنې چې حضرت زبیر رضي الله عنه پرې راضي دی، هېڅ ستونزه نه لري.
امام نووي رحمه الله د دې حدیث په تشریح کې ویلي دي:
«اجازه دوه ډوله ده: یوه ښکاره اجازه چې د صدقې او خیرات لپاره ورکول کیږي، او بله هغه اجازه چې له دود او رواج څخه څرګندیږي. لکه سوالګر ته د ډوډۍ یوه ټوټه ورکول او دې ته ورته نور کارونه، چې یو دود دی او مېړه ترې راضي وي. دا هغه وخت دی چې مېړه له دې عادت څخه راضي وي او د هغه طبیعت هم د نورو خلکو په څېر وي، چې دا ډول کارونو ته پام نه کوي او اجازه یې ښکاره ده.
خو که رواج نه وي، او د مېړه په رضا کې شک وي، یا مېړه بخل کوي، او یا ښځه په دې کې شک لري، نو ښځې ته روا نه ده چې د هغه له ماله څخه صدقه وکړي.»