د زړو کسانو ځانګړو مرکزونو ته د مور او پلار وړل او په اسلام کې یې حکم
د زړو کسانو ځانګړي مرکزونه یا کورونه یو له نویو راپورته شویو موضوعاتو څخه دي، چې له ډېرو کلونو راهیسې یې د خلکو په منځ کې خپل ځای موندلی دی. په بشري ټولنو کې د لویانو د ساتنې ځانګړي ځایونه، چې د کمزورو او له کاره لوېدلو پلرونو او میندو مرکزونه بلل کېږي، یوه دردوونکې او بدرنګه منظره ده. دا یوه ډېره ترخه او د فکر وړ موضوع ده. هغه نارینه او ښځې، چې د یو عمر خدمت کولو او د خپلو ماشومانو د پالنې او روزنې وروسته په داسې ورځو کې د خپلو اولادونو عواطفو او مرستو ته ډېره اړتیا لري، په بشپړه توګه رټل کېږي. هغوی هلته یوازې د مرګ په انتظار شېبې شماري، او سترګې یې تل دروازې ته وي چې که یو ملګری یا اشنا یې لیدو ته ورشي؛ هغه انتظار چې ښایي په کال کې له یو یا دوه ځله زیات تکرار نشي.
دا د مادي نړۍ او لوېدیځ تمدن لاره او دود دی. دا یوه نړیواله ننګونه ده، په داسې حال کې چې په اسلام کې په دې برخه کې ډېر آیتونه او احادیث شته چې د مور او پلار د مقام د فوقالعاده اهمیت او ارزښت په اړه مسلمانانو ته سپارښتنه کوي، څو نه یوازې په خبرو کې، بلکې په عمل کې هم په دې اړه هڅه وکړي.
اوس په کار ده چې په دې اړه له قرآن کریم څخه پوښتنه وکړو: کله چې مور او پلار زاړه شي، بوډاتوب ته ورسېږي، او له کاره ولوېږي او اړمن شي، د اولاد دنده او مکلفیت څه دی؟ الله جل جلاله څومره ښکلي فرمایلي دي:
«وَقَضَىٰ رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ عِندَكَ ٱلْكِبَرَ أَحَدُهُمَآ أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُل لَّهُمَآ أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُل لَّهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا. وَٱخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ ٱلذُّلِّ مِنَ ٱلرَّحْمَةِ وَقُل رَّبِّ ٱرْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِى صَغِيرًا».
(ستا رب په کلکه حکم کړی دی چې تاسو له هغه پرته د بل چا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چلند وکړئ. که له دوی څخه یو یا دواړه ستاسو په خوا کې بوډاتوب ته ورسېږي، هغوی ته «اف» مه وایئ او له دوی سره لانجه مه کوئ، بلکې له دوی سره نرمې او مناسبې خبرې وکړئ. د دوی دواړو لپاره د مینې او مهربانۍ له مخې خپل د عاجزۍ وزرونه را ښکته کړئ او ووایاست: «ربه! په دوی رحم وکړه، لکه څنګه چې دوی زما په کوچنیوالي کې پالنه او روزنه کړې وه.»)
د خدای جل جلاله د دغه حکم له مخې، پر اولاد واجب ده چې خپل مور او پلار تر خپل وزر لاندې ونیسي، پالنه یې وکړي، او د زړو کسانو په کورونو کې یې له وړلو ډډه وکړي.
هوساینې ته ترجیح ورکول او د والدینو پرېښودل
ځینې خلک، چې ناروغ مور او پلار لري، غواړي د دوی د پاملرنې له بار څخه ځان خلاص کړي. په دې حالت کې، دوی یا د زړو کسانو کور ته لیږي، یا د مور او پلار څخه لیرې ژوند غوره کوي، او یا د بلې لارې په لټه کې وي.
په داسې حال کې چې د مور او پلار ترڅنګ ژوند کول ډېر هوساینه او سکون لري، له هغوی سره ښېګڼه کول په انسان کې د رضایت او خوښۍ احساس رامنځته کوي. د مور او پلار د پاملرنې پرېښودل یوازې د مادي نړۍ د ارزښتونو یوه نښه ده، په داسې حال کې چې په اسلام کې دا عمل د جدي غندنې وړ دی.
ځینې خلک خپل مور او پلار د زړو کسانو د ساتنې مرکزونو یا کورونو ته لېږي. دا په حقیقت کې هماغه خلک دي چې د مور او پلار حقوق یې ضایع کړي دي، او کله چې مور او پلار ورته اړتیا ولري، هغوی یې پرېږدي او ټول پام خپلو شخصي چارو ته اړوي. په داسې حال کې چې والدین په ژوند کې د خیر او برکت سرچینه دي. دا د دوی نیکې دعاګانې دي چې د اولادونو لپاره خورا سخت کارونه اسانه کوي او په اسانۍ سره د ژوند ړندې غوټې په خپلو رنځورو لاسونو خلاصوي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «ثلاث دعوات مستجابات لا شک فیهن: دعوة الوالد، ودعوة المسافر، ودعوة المظلوم»؛ (درې دعاګانې دي چې خامخا قبلیږي او په دې کې هېڅ شک نشته: د پلار دعا، د مسافر دعا او د مظلوم دعا.)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «د هغه چا پوزه دې سپېره وي؛ د هغه چا پوزه دې سپېره وي؛ د هغه چا پوزه دې سپېره وي چې خپل مور او پلار یا له دوی څخه یو په بوډاتوب کې ومومي او د هغوی په خدمت سره جنت ته داخل نشي.»
دا حدیث د مور او پلار د مقام اهمیت او هغوی ته د پام کولو ښکاره څرګندونه کوي. تر څو چې انسان په دې دنیا کې ژوند کوي، باید هڅه وکړي چې خپل مور او پلار راضي وساتي او د هغوی په خدمت کولو کې کوښښ وکړي ترڅو د خپل رب رضایت ترلاسه کړي.
د بحث لنډیز دا دی چې د زړو کسانو د ساتنې مرکزونو ته د مور او پلار وړل او د هغه ځای کارکوونکو ته د هغوی چارې سپارل د قرآن او سنت له احکامو سره سمون نه لري او په اسلام کې داسې څه شتون نه لري. تر هغه چې موږ ژوندي یو او ساه باسو، په شخصي توګه د خپلو والدینو خدمت کولو ته مکلف یو.
دا خبره د دې ځایونو د ویجاړولو او تړلو په مانا نه ده؛ بلکې دا پدې مانا ده چې دا ډول ځایونه او مرکزونه دې یوازې د هغو کسانو لپاره ځانګړي وي چې د کوم دلیل له امله په بشپړ ډول یوازې دي او د ساتنې او پاملرنې لپاره څوک نه لري.