لیکوال: زید
د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوندلیک (شپاړلسمه برخه)
د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د امارت په دور کې خدمتونه
اوس غواړو د سیدنا عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د ارزښتناکو او مهمو خدمتونو په اړه خبرې وکړو، ترڅو په دې برخه کې لا زیات معلومات ترلاسه کړو.
عبدالله بن زبیر رضی الله عنه له ۶۳ هـ ق کال څخه تر ۷۳ هـ ق کال پورې د خپلې لس کلنې واکمنۍ په موده کې د حالاتو د سمون او د بېلابېلو برخو د پرمختګ لپاره مناسب فرصت و نه موند؛ ځکه چې هغه په بېلابېلو جبهاتو کې په جګړو بوخت و. کله د مختار ثقفي په وړاندې، کله د خوارجو په وړاندې، او بالاخره د عبدالملک بن مروان او حجاج بن یوسف په وړاندې جګړې ترسره کړې. له دې ټولو ستونزو سره سره، هغه ځینې ستاینې وړ خدمتونه وکړل. د دې خدمتونو له جملې څخه لاندې څو مهمې کارنامې یادولی شو:
-
د واک لاندې سیمو او ښارونو لپاره د والیانو او قاضیانو ټاکنه
-
د ځمکني او سمندري ځواکونو تجهیز او پیاوړي کول
-
د مکې مکرمې ودانول او د کعبې مشرفې بیارغونه
د کعبې مبارکې ودانول او بیارغونه
د حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د امارت په دوره کې، د هغه له خورا مهمو خدمتونو څخه یو د کعبې بیارغونه وه. په لومړۍ محاصره کې، چې د حصین بن نمیر لخوا ترسره شوه، د کعبې ځینې برخې ویجاړې شوې. وروسته عبدالله بن زبیر رضی الله عنه په ۶۴ هـ ق کال کې د درې ورځو استخارې وروسته د کعبې د ویجاړې کولو او بیا رغولو پرېکړه وکړه.
د دې بیارغونې لپاره د نوي بنسټ ایښودلو لاره د حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها د روایت له مخې غوره شوې وه.
د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د کعبې بیارغونه
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
«که ستا قوم (قریش) د کفر زمانې ته نږدې نه وای، د کعبې ودانۍ مې ړنګوله، د “حطیم” حجر مې چې د حلال مال د کمښت له امله جلا شوی و، له هغې سره یو ځای کاوه، دوه ختیځې او لویدیځې دروازې مې ورته ایښودلې چې خلک له یوې دروازې ننوځي او له بلې ووځي، او د کعبې اصلي دروازه مې د ځمکې له مخ سره برابره کوله؛ ځکه ستا قوم دروازه لوړه کړه ترڅو هغه ته چې وغواړي د ننوتلو اجازه ورکړي او چې چا ته نه غواړي، یې پرې نږدي.»
عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د دې حدیث د لارښوونې پر بنسټ د کعبې په ودانۍ کې لاندې بدلونونه راوستل:
-
د کعبې ودانۍ ته یې د “حطیم” حجر برخه اضافه کړه.
-
دوه دروازې یې جوړې کړې؛ یوه په ختیځ او بله په لویدیځ لوري کې، ترڅو خلک له یوې دروازې ننوځي او له بلې ووځي.
-
د کعبې اصلي دروازه یې له ځمکې سره برابره کړه، د حضرت ابراهیم علیه السلام د وخت د جوړښت د احیا په موخه.
-
د کعبې مبارک دېوالونه یې په ورېښمو پردو پوښل، چې دا په تاریخ کې لومړی ځل و.
-
د کعبې لوړوالی یې له ۱۷ ذراعه څخه ۲۷ ذراعه ته زیات کړ.
-
د کعبې دېوالونه یې د عود او عنبر په وسیله خوشبوی کړل.
د حجاج بن یوسف اقدامات
په ۷۳ هـ ق کې د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه له شهادت وروسته، حجاج بن یوسف ثقفي د کعبې ټول هغه بدلونونه چې عبدالله بن زبیر رضی الله عنه کړي وو، لرې کړل او د کعبې ودانۍ یې د قریشو د لومړني جوړښت پر بڼه راوګرځوله.
د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه نور خدمتونه
د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه له مهمو خدمتونو څخه چې په خپله پلازمینه مکه مکرمې کې یې ترسره کړل، لاندې یادولی شو:
-
د مسجد الحرام پراختیا:
عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د لومړي ځل لپاره په مسجد الحرام کې څلور مرمري ستنې جوړې کړې.
-
د څښاک اوبو برابرول:
په مکه مکرمې کې یې د خلکو د څښاک اړتیا پوره کولو لپاره څاګانې وکیندلې.
-
د کرنې پراختیا:
هغه د کرنیزو فعالیتونو د ودې لپاره هڅې وکړې او له خپلې شخصي پانګې څخه یې د ډېرو باغونو جوړولو چارې ترسره کړې.
-
د مکې د لارو جوړول:
د ښار د ارتباطاتو ښه کولو لپاره یې د مکې شاوخوا لارې جوړې کړې.
-
بډایه خلک هڅول:
هغه شتمن خلک دې ته وهڅول چې د مکې شاوخوا کرنه وکړي ترڅو د غلې دانو او کرنیزو محصولاتو تولید زیات شي.
-
د پوستې دفتر جوړول:
د شاوخوا ښارونو او کلیو د خبرونو د چټک رسولو لپاره یې د پوستې ځانګړی دفتر جوړ کړ او د تیزو آسونو ځانګړې دلې یې ورته وټاکلې.
-
د بازارونو څارنه:
د بازارونو د فعالیتونو څارنې لپاره یې ځانګړی دفتر جوړ کړ، ترڅو د سوداګریزو چارو سمون یقيني کړي.