پر الله سبحانه و تعالی باندې له ټینګ ایمان وروسته، تر ټولو مهمه عقیدتي مسئله د انبیاوو په رسالت، آسماني کتابونو، د آخرت په ورځ، حسابکتاب، جنت او دوزخ باندې ایمان دی. لکه څنګه چې موږ په کلامي کتابونو کې لولو، د دین درې اصول دي: توحید، نبوت، او معاد. دا مسایل د ټولو الهي دینونو د عقیدې جوړښت تشکیلوي، داسې چې په الهي دین کې د ایمان او کفر ترمنځ د ویش کرښه په همدې مسئلو باندې د باور کولو یا انکار کولو پر اساس ټاکل کېږي.
د عقیدې په مسایلو کې د انسان د هدایت په برخه کې د الهي انبیاوو مقام ډېر مهم دی، په ځانګړې توګه د الله تعالی په ذات باندې د عقیدې په پیاوړتیا، د غیبي چارو په څرګندولو، او د اخلاقي فضیلتونو په عامولو کې د دوی رول حیاتي دی. ویلای شو چې د الله تعالی نبیان او رسولان د بشریت لپاره له هغو سترو نعمتونو څخه دي چې مؤمنانو ته یې ابدي نېکمرغي ور په برخه کړې ده.
خو د انساني تاریخ په اوږدو کې داسې کسان هم شته چې د حق له منلو سترګې پټوي او د ځان او نورو د ګمراهۍ لامل ګرځي. بې له شکه، شیطانپرستان له هغو وروستیو ډلو څخه دي چې په مختلفو لارو د پیغمبرانو په انکار کې له نورو باطلو فرقو څخه مخکې تللي دي.
د انبیاوو په اړه د شیطانپرستانو دریځ
الف) د انبیاوو انکار
دا ښکاره خبره ده چې هغه ډله چې د الله تعالی له وجوده انکار کوي، طبیعي ده چې د دین او الهي انبیاوو له منلو څخه انکار کوي. له همدې امله، شیطانپرستانو لپاره چې د الله تعالی له وجود څخه منکر دي، د الهي پیغمبرانو انکار معمول او آسانه دی. دا فرقه حضرت مسیح علیه السلام وهم ګڼي او په دې باور دي چې ټول الهي پیغمبران (نعوذبالله) دروغجن وو.
د دې ډلې مشر، لاوي، وایي: «پیغمبرانو د مذهب په جوړولو او د خلکو په تېرباسي سره د هغوی په ذهنونو تسلط غوښت.» د دې ډلې باور دا دی چې د “نبي او رسول” په نوم څوک باید نه وي، او د دې ډول استثماري عقایدو دوره پای ته رسېدلې ده.
ب) د معجزو انکار
شیطانپرستان د پیغمبرانو او الهي نبوت له انکار وروسته، د نبوت اړوند هرڅه، په ځانګړې توګه د دوی معجزې هم ردوي. دوی په دې باور دي چې هر څه چې پیغمبرانو انسانانو ته رسول شوي، (نعوذبالله) دروغ دي. د دې فرقې په نظر، د پیغمبرانو کتابونه، پیغامونه، او معجزې ټول د فریب یوه بڼه ده.
دوی وایي: «معجزې هېڅ حقیقت نه لري، او هر څه چې پیغمبرانو وویل، لیدلي یا راوړل، د طبیعت یوه برخه وه چې نننۍ ساینس یې ردوي.»
ځکه چې ځینې معجزې د هغه څه سره چې په طبیعت کې دي په بشپړ ډول تحلیل کېدای شي او د نن ورځې علم دا ردوي.» دوی په دې باور دي چې پیغمبران علیهم السلام د نخبه خلکو په توګه د دې معجزو علم ته لاسرسی درلود، مګر دوی خپل پوهه د نورو څخه پټه ساتله ترڅو دوی د معجزې په حیث په انسانانو باندې تسلط او واکمني وکړي.
ج) سپکاوی او توهین
د شیطانپرستانو دین داسې دی چې هر هغه څه چې د دین او مذهب سره تضاد لري، مقدس ګڼي. د ټولو الهي پیغمبرانو لعنت ویل او توهین کول د دوی په اند ښه عمل دی. دوی په خپلو سرودونو کې وایي: «د مسیح روح د سرمستو فاحشو لخوا ستایل کېږي» او «هیڅوک په صلیب نه دی وژل شوی، او طاعون له مسیح پرته بل څه نه دی.»
په لنډه توګه، دا ډله په فکر کې د عیسی او نورو الهي پیغمبرانو د کرکې او سپکاوي انځور لري. دا چې دوی د عیسی علیه السلام صلیب نه مني، دا د مسلمانانو د تأیید لپاره نه دی، بلکې په دې وینا سره غواړي ووايي چې هیڅ مقدس څه نشته. دا مهمه نده چې هغه ریښتیا وي که نه. د «شیطاني انجیل» کتاب په یوه برخه کې راغلي دي: «دین شر دی او پیغمبران د شرارت امیران دي او پیروان یې له غلامانو پرته بل څه نه دي».
د) د الهي پیغمبرانو تعلیماتو سره مخالفت
د الهي پیغمبرانو علیهم السلام له لارښوونو سره مخالفت د دې فرقې یوه بله ځانګړتیا ده. دوی تقریباً هر هغه څه چې د الهي پیغمبرانو علیهم السلام لارښوونو ته منسوب وي، باطل ګڼي او مخالفت یې کوي.
د الهي پیغمبرانو علیهم السلام تر ټولو څرګند تعلیمات د خدای تعالی د وحدانیت پېژندلو لپاره انسانانو ته بلنه ده. خو د شیطان عبادت کوونکي، د دې روحاني بلنې په مقابل کې، خپل پیروان د شیطان عبادت ته رابولي او د نفسي خواهشاتو پیروي کوي. همدارنګه پاکوالی او د محرماتو او نورو نوامیسو ترمنځ د حدودو رعایت د الهي پیغمبرانو علیهم السلام په تعلیماتو کې یو له مهمو موضوعاتو څخه ده، مګر د الهي پیغمبرانو علیهم السلام د دې ژوندانه بلنې په مقابل کې د شیطان پرستانو ډله خپل پیروان اباحت(د هر شي حلالوالی) اختلاط، بې حده جنسي استفادې او حتی د مقابل طرف قتل ته رابولي او وايي: «هر څومره ستاسو جنسي لذت ډېر وي، هغومره تاسو شیطان ته نږدې کیږئ او ستاسو امنیت تامین کیږي.» په سرګردان لوېدیځ کې دا فعالیتونه دومره زیات شوي چې حتی د دې ګمراه شوې فرقې مشران د عیسویانو غسل تعمید په مقابل کې شیطاني غسل تعمید ته مخه کړې او وايي: «د عیسویانو غسل تعمید (د مسیحیانو په اند) د ګناهونو څخه د انسان د پاکولو لپاره ترسره کیږي. مګر شیطاني غسل تعمید د دې لپاره دی چې په راتلونکي کې انسان، د روحي او فزیکي مرستې لامله د شهوت او جنسي خوښیو په ډګر کې نور هم وده وکړي.»
دا کړنې ښیي چې د شیطان پرستانو ټول دین د دین له اصولو سره په مخالفت او تعصب ولاړ دی. هغه کړنې لکه: بې حیایۍ ته تشویق، شراب څښل، د مخدره توکو کارول، نڅا کول، او د سرچپه صلیب نښه کارول، او داسې نور.