د حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه ژوندلیک (اتمه برخه)
د راشده خلافت له دورې وروسته د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه دریځ
په تېره برخه کې د مسلمانانو تر منځ د منافقینو، سبائیانو او یهودانو له خوا رامنځته شویو لانجو او فتنو په اړه بحث وشو. دغه موضوع په لنډ ډول تر څېړنې لاندې نیول شوې وه. په هغې برخه کې د حضرت عثمان رضي الله عنه د شهادت، د صحابه کرامو له خوا د هغه دفاع، د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه هڅې، پر بي بي عایشه صدیقه رضي الله عنها برید، د جمل جګړه، او په هغې جګړه کې د عبدالله بن زبیر رول بیان شول.
خو له دغو پېښو وروسته، او د حضرت علي مرتضى رضي الله عنه د خلافت له پیل سره، نوموړي (عبدالله بن زبیر) څه دریځ غوره کړ؟ او خپل ژوند یې څنګه تېر کړ؟ موږ به په دې اړه بحث وکړو.
د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه دریځ
حضرت عبدالله بن زبیر رضی الله عنه د صحابه کرامو له یوې ډلې سره چې حسن، حسین، عبدالله بن عمر، انس او نور رضي الله عنهم پکې شامل وو، په ۴۱ هـ ق کال کې له معاویه رضي الله عنه سره بیعت وکړ. دغه کال د “یووالي او پیوستون کال” په نوم یاد شو.
هغه (عبدالله بن زبیر) د افریقا په جهاد کې د معاویه بن حدیج په لښکر کې برخه اخیستې وه. هغه په ۴۱ هجري کې د بنزرت په فتحه کې او په ۴۵ هجري کې د قیروان په فتحه کې ګډون درلود، او سوسه د هغه په لاس فتح شو.
دغه راز، هغه د قسطنطنیې په جګړه کې د یزید بن معاویه تر قوماندې لاندې لښکر کې ګډون وکړ. په دې لښکر کې د ابو ایوب انصاري، حسین بن علي، عبدالله بن عمر، او عبدالله بن عباس رضي الله عنهم په ګډون ځینې نور صحابه کرام هم موجود وو.
په دې لښکر کې د ابو ایوب انصاري، حسین بن علي، عبدالله بن عمر، او عبدالله بن عباس رضي الله عنهم په شمول نور نامتو صحابه کرام هم شامل وو.
حضرت سيدنا اميرالمؤمنين معاويه رضي الله عنه به چې کله له عبدالله بن زبیر رضي الله عنه سره مخامخ کېده، نو ورته به يې ویل: «مرحبا بابن عمة رسول الله وابن حواریه» (د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ترور زوی او د هغه د خاص ملګري زوی ته ښه راغلاست). همدارنګه، معاویه به تل هغه ته ځانګړې ډالۍ ورکولې.
حضرت معاویه رضي الله عنه د خپلې شل کلنې واکمنۍ په ترڅ کې له حسن او حسین رضي الله عنهما سره هم ورته دروند او عزتمن چلند کاوه. له بلې خوا، عبدالله بن زبیر هم معاویه ښه پېژانده او درناوی یې ورته کاوه.
د عبدالملک بن مروان د واکمنۍ پر مهال
د عبدالملک بن مروان د خلافت په زمانه کې، کله چې د مکې محاصره شوې وه، حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه وویل: «ابن هند (معاویه) چېرته دی؟ موږ له هغه وروسته داسې څوک ونه موندل چې د هغه په څېر له نورو سره اړیکې وساتي او غوره چلند وکړي. که څه هم موږ له هغه څخه وېره لرله، هغه په جګړو کې له موږ څخه وېره کوله، په داسې حال کې چې هغه زموږ په پرتله له زمري ډېر زړور و. موږ هغه ته دوکه ورکوله او هغه زموږ دوکه منله، سره له دې چې هغه ډېر هوښیار و. په خدای قسم، خوښ به مې وای چې هغه زموږ په منځ کې پاتې شوی وای تر څو چې په دې غره کې ډبرې وي.»
له یزید سره د بیعت په اړه د معاویه او عبدالله بن زبیر خبرې
په ۵۰ هجري کې، معاویه د حج په مراسمو کې مکې ته راغی او له عبدالله بن زبیر رضي الله عنه څخه یې د خپل زوی، یزید د تاجپوشۍ لپاره د خلکو د بیعت غوښتنه وکړه.
عبدالله وویل: “ای د مؤمنانو امیره! موږ تاسو ته درې اختیارونه درکوو؛ هر یو چې عملي کړئ، د منلو وړ دی: یا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څېر، یا د ابوبکر صدیق رضي الله عنه په څېر، یا د عمر فاروق رضي الله عنه په څېر عمل وکړئ.”
حضرت معاویه رضي الله عنه ورته وویل: “هغوی څنګه عمل کړی و؟“
عبدالله وویل: “رسول الله صلی الله علیه وسلم خلک په ازادۍ پرېښودل چې خپل خلیفه وټاکي، او هغوی په ابوبکر صدیق رضي الله عنه رضا شول.”
حضرت معاویه رضي الله عنه وفرمایل: “خو نن ستاسو په منځ کې د ابوبکر په شان هیڅوک نشته، او زه وېره لرم چې که تاسو یوازې پرېږدم، نو ستاسو په منځ کې به اختلاف پیدا شي.”
حضرت عبدالله وویل: “سمه ده، نو د ابوبکر رضي الله عنه په څېر عمل وکړئ.”
معاویه وویل: “هغه څنګه عمل وکړ؟“
عبدالله ځواب ورکړ: “هغه د قریشو له منځه یو داسې مسلمان وټاکه چې له ده سره یې هېڅ خپلوي نه درلوده. خلکو ته یې د هغه د بیعت وړاندیز وکړ، او هغوی یې ومنله. تاسو هم له قریشو څخه یو څوک غوره کړئ چې ستاسو خپلوان نه وي، موږ به یې ومنو.”
معاویه رضي الله عنه ورته وویل: “دریمه طریقه څه ده؟“
عبدالله وفرمایل: “د عمر فاروق رضي الله عنه په څېر عمل وکړئ.”
معاویه وویل: “هغه څه وکړل؟“
عبدالله ځواب ورکړ: “هغه دا خبره شپږ کسیزې شورا ته وسپارله، په کومه کې چې یې خپل اولاد او خپلوان شامل نه وو.”
معاویه رضي الله عنه ورته وویل: “ته بل نظر نه لرې؟“
حضرت سیدنا عبدالله بن زبیر رضي الله عنه وویل: “نه.”