لیکوال: عبیدالله نیمروزی
د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (اتمه برخه)
د سلطان عقیده او دیني تعصب
د سلطان صلاح الدین ایوبي دیني تعصب او ایماني قوت له لاندې پېښې څخه څرګندیږي. غوره به وي چې دا پېښه د یو انګلیسي تاریخلیکونکي په وینا واورو:
سلطان صلاح الدین امر وکړ چې خېمه یې د جګړې په ډګر کې ودروي. د خیمې له نصبولو وروسته یې د بندیانو او اسیرانو د راوستلو امر وکړ. د عیسویانو پاچا “ګائي” او “ریجي نالد چتیلون” په خیمه کې دننه راوغوښتل شول. سلطان د بیتالمقدس پاچا د خپل څنګ ته کښېناوه. کله یې چې د هغه له څېرې څخه تنده حس کړه، نو د یخو اوبو یوه پیاله یې ورکړه. “ګائي” پخپله اوبه وڅښلې او پاتې یې خپل ملګري، ریګي نالډ ته ورکړې.
سلطان خپه شو او ژباړونکو ته یې وویل: “ورته ووایئ چې ما نه غوښتل اوبه ورکړم، خو پاچا دا کار وکړ. موږ هغه چا ته ډوډۍ او مالګه ورکوو چې په اړه یې بد نیت نه لرو؛ خو دا سړی به زما له غچ اخیستلو خلاص نه شي.”
له دې خبرو وروسته، سلطان پاڅېد او د ریجي نالد مخې ته ودرېد. هغه ته یې وویل: “ما دوه ځله قسم کړی دی چې تا به وژنم:
-
یو ځل ځکه چې تا په سپېڅلو زیارتونو (مکه او مدینه) برید کړی و.
-
او بل ځل ځکه چې تا په چل او دوکه د مظلومو حاجیانو پر کاروان برید کړی و.
اوس وګوره چې زه څنګه ستا سپکاوي او ګستاخي ته ځواب وایم.”
له دې خبرو وروسته، سلطان خپله توره راوویستله او لکه څنګه یې چې قسم کړی و، په خپل لاس یې د ریجي نالد سر پرې کړ.
پاچا “ګائي” د دې وژنې په لیدو حیران شو او فکر یې وکړ چې اوس د هغه وار دی. خو سلطان صلاح الدین هغه ته ډاډ ورکړ او ویې ویل:
“د پاچاهانو طریقه دا نه ده چې پاچاهان ووژني. ما یوازې هغه څوک وواژه چې وحشي و، څو څو ځله یې تړونونه مات کړي وو، او سپکاوی یې کړی و. اوس چې څه باید پای ته رسېدل، پای ته ورسېدل.”
ابن شداد لیکي: د ریجي نالد له رابللو وروسته، سلطان هغه ته وویل: “اوس به له تا څخه د محمد صلی الله علیه وسلم غچ واخلم.”
هغه زیاتوي چې سلطان ریجي نالد ته اسلام ته د داخلېدو بلنه ورکړه، خو هغه ونه منله.
د بیت المقدس فتحه
د حطین له فتحې وروسته تر ټولو غوره شېبه چې سلطان یې په تمه و، هغه د بیت المقدس فتحه وه. قاضي ابن شداد لیکي:
“سلطان تل د قدس د خلاصون په فکر کې و. د صلیبیانو له اشغال څخه دومره خپه و چې حتی غره نهشو کولی دا دروند غم وزغمي.”
په همدې کال د رجب په ۲۷ مه نېټه، د ۵۸۳ هـ ق (۱۱۸۷ م)، سلطان ایوبي قدس ته داخل شو. دقیقاً، له نوي کالو اشغال وروسته او د هغه شپې سره سم چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته د انبیاوو امامت کړی و، د مسلمانانو لومړۍ قبله یې آزاده کړه.
قاضي ابن شداد لیکي: “دا یوه لویه فتحه وه. په دې مبارک وخت کې ګڼ شمېر علماء، د حرفې اهل او د لارې پیروان موجود وو. کله چې خلکو د بندرونو د فتحې خبر واورېد، نو د شام او مصر علماوو او خلکو بیت المقدس ته مخه کړه. له ټولو خواوو څخه مشهور او نوموتي کسان راغلل. د شعارونو، تهلیل او تکبیر غږونه پورته وو.”
په بیت المقدس کې، له ۹۰ کلونو وروسته، د جمعې لمونځ ترسره شو. هغه صلیب چې د ډبرې په ګنبد ځړول شوی و، وغورځول شو. دا یوه عجیبه منظره وه چې د اسلام بریا او د الله غیبي مرسته په ښکاره لیدل کېده.
مرحوم نورالدین زنګي په ډېرو زیاتو هڅو او لګښتونو د بیت المقدس لپاره د لرګیو منبر جوړ کړی و او اراده یې درلوده چې کله الله پاک دا سپېڅلی ځای بېرته مسلمانانو ته ورکړي، نو دا منبر به هلته کېښودل شي. څرنګه چې صلاح الدین له حلب څخه د دې منبر غوښتنه وکړه، نو په مسجد الاقصی کې یې نصب کړ.