لیکوال: عبدالحفیظ عرَیب
له علم پرته فتوا ناوړه جنایت (شپږمه برخه)
له علم پرته د فتوا ورکولو د مخنیوي لارې
۱. د “لا أدري” (نه پوهېږم) د کلمې تمرین کول
د “لا أدري” کلمې ویل د یو عالم له مهمو صفتونو څخه دی. هغه مفتي چې په آسانۍ سره ځواب ورکوي، په آسانۍ سره هم ښویېږي. څوک چې د فتوا پر مسند ناست وي او دا کلمه ډېره کاروي، هغه تر ټولو لوی فقیه ګڼل کېږي، او د هغه زهد د خپل وخت د علماوو په پرتله ډېر ښکاري. د «لا أدري» په کلمې شرمېدل د عالم او مفتي په زړه کې غرور او خودخواهي پیدا کوي.
خطیب البغدادي په خپل قیمتي کتاب “الفقیه و المتفقه“ (۲ ټوک، ۱۷۰ مخ) کې د امام شعبي رحمه الله قول رانقل کړی:
«په جهل اقرار کول او د لا أدري کلمې ویل نیم علم دی.»
له امام مالک رحمه الله څخه د ۴۸ مسئلو په اړه پوښتنه وشوه، چې د ۳۲ مسئلو په اړه يې وویل: «لا أدري/نه پوهېږم».
۲. د یوه مذهب د اصولو او قوانینو څخه اطاعت
هر مفتي او عالم ته لازمه ده چې د فتوا ورکولو لپاره د خپل مذهب اصولو او قوانینو ته پابند پاتې شي. هغه مذهب چې دی یې تعقیبوي، باید د هماغه اصولو سره سم فتوا ورکړي او له هغه سرغړونه ونه کړي. د بېلابېلو نظریاتو او مذهبونو د اصولو پر اساس فتوا ورکول عام خلک سرګردانه کوي او د فقهي اختلاف لامل ګرځي.
دغه اصل د «عمان» په اسلامي کنفرانس کې، چې د ۲۰۰۵ کال د جون په ۶مه نېټه جوړ شو، تصدیق شوی دی.
همدارنګه د اسلامي کنفرانس هیئت استازو، چې په مکه مکرمه کې د همدې کال د ډسمبر په ۷مه نېټه راغونډ شوي وو، په خپلو وروستیو څرګندونو کې همدا موضوع بیا یاده کړه.
۳. اړونده دولتي چارواکي دې د مفتیانو وضعیت وڅېړي
هغه دولتي چارواکي چې د فتوا چارو څارنه کوي، باید د مفتیانو وضعیت په دقت سره وارزوي. هغوی دې یوازې هغه کسان د فتوا ورکولو لپاره په کار وګماري چې د دې کار وړتیا او اهلیت لري، او نور کسان دې له فتوا ورکولو منع کړي. دا کړنه د صحابه کرامو رضي الله عنهم له طریقې سره سمون لري.
امام ذهبي رحمه الله په “سیر أعلام النبلاء“ (۲ ټوک، ۶۰۰ مخ) کې لیکلي دي:
«حضرت عمر رضي الله عنه ټولو اصحابو ته د فتوا ورکولو او د شرعي مسئلو تعلیم اجازه نه ورکوله. له همدې امله یې ابوهريره رضي الله عنه د حدیث له روایت کولو منع کړ او ورته یې وویل:
“که له حدیث روایت کولو لاس وانخلې، زه به دې لیرې وطن ته تبعید کړم.”
یو ځل یې حضرت کعب رضي الله عنه ته هم وویل:
“د حدیث روایت پرېږده، که نه تا به د بزوګیانو وطن ته تبعید کړم.”
حضرت عمر رضي الله عنه د دې لپاره ابوهريره او کعب رضي الله عنهما ته د حدیث روایت کولو اجازه نه ورکوله چې نور مشران صحابه کرام رضي الله عنهم ژوندي وو. ابوهریره رضي الله عنه د هغو په پرتله ناوخته ایمان راوړی و، نو ځکه مشران صحابه کرام رضي الله عنهم د حدیث په روایت او فتوا ورکولو کې مقدم او غوره وو.