> “که څه هم په دې کې شک نشته چې دا قانون ښه نه ښکاري؛ خو له دې امله چې موږ داسې مصوبه لرو چې قانون باید د انسانانو په خصوصي ژوند کې مداخله ونه کړي؛ نو د دې قانون په رڼا کې، تر هغه مهاله چې موږ د ګناه (Sin) او جرم (Crime) تر منځ توپیر ومنو، دا قانون نه شو ردولای. البته، که ګناه او جرم یو شان وبلل شي، موږ د دې قانون په خلاف رایه ورکولای شو. له همدې امله، موږ د دې قانون د ردولو لپاره دلیل نه لرو، او دا قانون باید تصویب شي.”
اسلامي قانون او د وحیې اهمیت
کله چې موږ وایو چې زموږ مدني قانون اسلامي دی، دا معنا لري چې زموږ مادي نظام باید له ظاهري علمي اسبابو (لکه غوږ، سترګې، ژبه، او عقل) څخه یو قدم وړاندې ولاړ شي او د علم د لاسته راوړلو لپاره د الهي وحیې څخه کار واخلي. وحیې زموږ د ژوند لارښوونه هغه ځای کې کوي، چېرې چې د عقل ځواک ختمیږي.
کله چې د قرآن یا سنت په وسیله یو حکم صادر شي، د هغه ردول یوازې د دې دلیل لپاره چې موږ یې په علت نه پوهېږو، یو غیرمنطقي او ناسم عمل دی. ځکه وحی هغه ځای کې حکم کوي چې عقل یې درک کولو ته رسېدلای نه شي. که د عقل وړتیا لرلای چې ټول پټ مصالح درک کړي، نو د وحیې اړتیا نه وه.
د ټیکنالوژۍ په اړه د وحيې دریځ
د ډېرو خلکو یوه عامه پوښتنه دا ده چې په ټیکنالوژۍ کې د نړۍ د پرمختګ په وړاندې، قرآن او حدیث ولې داسې فرمولونه نه وړاندې کوي چې مثلاً اټمي بم یا هایډروجن بم څنګه جوړېږي؟
ځینې کسان د دې له امله حقارت احساسوي چې نور ملتونه سپوږمۍ او مریخ ته رسېدلي دي، خو قرآن موږ ته دا لارښوونې نه دي کړي.
د دې پوښتنې ځواب دا دی چې الله سبحانه و تعالی د ټیکنالوژۍ او علمي تجربو چارې د انسانانو عقل او هڅو ته سپارلي دي. هر څومره چې انسانان هڅه وکړي او خپل عقل او تجربه وکاروي، هغومره پرمختګ کوي. خو قرآن کریم هغه ځای کې لارښوونه کوي چې عقل کار نه کوي او د موضوع ادراک ته نشي رسېدلی.
د اسلامي ژوند فلسفه
د ژوند اسلامي کولو فلسفه دا ده چې ټولې چارې د قرآن او سنت په لارښوونو کې ترسره شي. قرآن هغه مواردو ته لارښوونې کوي، چې عقل پکې محدود وي او انسان د خدای د هدایت اړتیا ولري. د همدې لپاره، اسلامي ژوند د الله سبحانه و تعالی د اوامرو تابع ګرځول دي، ترڅو انسانان له ګمراهۍ څخه خلاصون ومومي او د خپل خالق رضا ترلاسه کړي.