د عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوندلیک (پنځمه برخه)
د جمل پېښه او د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه رول
په تېره برخه کې د «یوم الدار» پېښه، د حضرت عثمان رضی الله عنه شهادت، او په هغه کې د عبدالله بن زبیر رضی الله عنه رول، او همدارنګه د مسلمانانو په منځ کې د منافقینو او یهودانو لخوا د فتنې او ګډوډۍ د پیل څرنګوالی وڅېړل شو.
په دې فتنو او بغاوتونو کې حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه شهيد شو، او اختلافات ورځ په ورځ زیاتېدل. ځینې کسان له حضرت علي رضی الله عنه سره یو ځای شول او د هغه ملاتړ یې وکړ، ځینې نور له حضرت معاویه رضی الله عنه سره ودرېدل، او ځینې له حضرت عائشې، طلحه، زبیر او نورو سره یو ځای شول چې د سولې او پخلاینې غوښتونکي وو. په دې حال کې، منافقانو د مسلمانانو تر منځ د اختلافاتو په زیاتولو او د جګړو د رامنځته کولو هڅې کولې.
مخکې له دې چې خپل اصلي مطلب ته ورسېږو، غواړو د جمل جګړې، د هغې لاملونو او پایلو په اړه یو لنډ وضاحت وړاندې کړو، او بیا به خپل اصلي بحث ته ورګرځو.
جمل څه ته وايي او جګړه څنګه وشوه؟
«جمل» یوه عربي کلمه ده چې په پښتو کې اوښ ته ویل کېږي. دا جګړه په دې نوم ځکه یادیږي چې امالمومنین حضرت عائشه صدیقه رضی الله عنها په اوښ سپره وه او له مکې څخه مدینې ته روانه وه. کله چې د سبائي فتنهګرو او منافقینو پرې حمله وکړه، د هغې اوښ یې دومره وویشت چې د مرغانو په شان پر ځمکه پرېوت. له همدې امله تاریخپوهان او سیرتلیکونکي دې جګړې ته د «جمل جګړه» وايي.
دا جګړه څنګه او د چا له خوا وشوه؟
د مسلمانانو تر منځ د دې ټولو شخړو او کورنیو جګړو اصلي لامل د راشده خلیفه حضرت عثمان غني رضی الله عنه شهادت و. په دې اړه د حضرت حذیفه بن یمان رضی الله عنه یوه عجیبه خبره ده. زید بن وھب له حذیفه بن یمان رضي الله عنه څخه روایت کوي چې ویلي یې دي: «په اسلام کې لومړۍ فتنه او بلوا د عثمان بن عفان رضی الله عنه شهادت و، او وروستۍ یې د دجال راتګ دی. قسم په هغه خدای چې زما ژوند د هغه په واک کې دی، داسې څوک نشته چې د عثمان په شهادت خوشحاله وي پرته له دې چې دجال به وپېژني او له هغه به اطاعت وکړي، او که یې ونه موند نو په خپل قبر کې به پرې ایمان راوړي.»
د حضرت عثمان رضي الله عنه له شهادت وروسته، مروان بن حكم او د بني امیه یو شمېر کسانو مدینه پرېښوده او له دې وېرې مکې مکرمې ته لاړل چې د سبائیه باغيانو تر برید لاندې به راشي. په دې لاره کې هغوی له امالمومنین حضرت عائشې رضی الله عنها سره مخ شول چې د حج له مناسکو وروسته مدینې ته روانه وه. دوی هغې ته د حضرت عثمان د شهادت خبر ورکړ. هغې حضرت عثمان رضی الله عنه ته د خدای له دربار بښنه وغوښته او د هغه پر قاتلانو یې لعنت ووایه. وروسته له مدینې تللو څخه منصرفه شوه او بېرته مکې ته راستنه شوه.
د بني امیه ځینې نور کسان شام ته روان شول. هغوی په “وادي القری” کې د حبیب بن مسلمه په قوماندې د شام له یوه لښکر سره مخامخ شول چې د حضرت عثمان د ملاتړ لپاره مدینې ته روان و. کله چې دوی ته د حضرت عثمان شهادت خبر ورکړ شو، حبیب او د هغه لښکر بیرته شام ته ستانه شول. له دې سره هم هغه لښکر چې د خلافت د ملاتړ لپاره د قعقا بن عمرو تمیمي تر قوماندې له کوفې روان و، له دې خبر وروسته بېرته کوفې ته راستون شو.
دلته د حضرت عثمان رضي الله عنه شهادت په اړه د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو رضی الله عنهم ځینې اقوال او نظريې وړاندي کوو.
کله چې حضرت عائشه رضی الله عنها له مکې څخه مدینې ته روانه وه، د عثمان رضی الله عنه د مړینې خبر ورته ورسېد. هغې بېرته مکې ته راستنه شوه او مسجدالحرام ته ننوتله. په حجر اسمعیل کې یې ځان ونیو، او خلکو ته یې وویل: «ای خلکو! د ښارونو لنډغر او بلواګر، اعرابیان او د مدینې غلامان راټول شوي دي. هغه نیوکه چې دوی په دې شهید مظلوم (عثمان رضی الله عنه) کوله، بې اساسه وه. هغه د دوی خبره ومنله او د اصلاح لپاره یې خپله لار بدله کړه. کله چې دوی نورې بهانې ونه موندلې، نو بغاوت یې پیل کړ، د یو بې ګناه وینه یې تویه کړه، د حرم حرمت یې مات کړ او د حرامې میاشتې عزت یې تر پښو لاندې کړ.
په خدای قسم، د عثمان رضی الله عنه یوه ګوته له دوی ټولو غوره او ارزښتناکه وه. تاسو باید د دې ګروپ له منځه وړلو لپاره چمتو شئ. په خدای قسم، هغه څه چې عثمان پرې ملامت کاوه، ګناه نه وه، عثمان له دې ټولو تورونو پاک و، لکه څنګه چې جامې په اوبو پاکېږي.»
په بل روایت کې راغلي دي چې کله حضرت عائشه رضی الله عنها مکې ته راستنه شوه، عبدالله بن عامر حضرمي (د مکې والي) ورته راغی او پوښتنه یې وکړه: «ای د مومنانو مورې! تاسو ولې مکې ته بېرته راغلئ؟» هغې ورته وویل: «زما د راستنېدو علت دا دی چې عثمان په ناحقه وژل شوی دی، او تر څو چې دغه خلک په واک کې وي، حالات به ښه نه شي.»