لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله ژوندلیک (درېیمه برخه)

 

د نورو ادیانو په تاریخ کې د مصلحو او دعوت‌کوونکو نشتوالی
په نورو مذهبونو او حتی آسماني دینونو کې د داسې ممتازو خلکو شتون چې وکولای شي خپل دین او د پیروانو په وجود کې تازه روح دم کړي، نه لیدل کیږي.
د نورو مذهبونو په تاریخ کې، د سلګونو او زرګونو کلونو په تېرېدو سره، دا خالیګا ښکاري، او لیدل کیږي چې په دې دوره کې، هیڅ داسې اصلاحي حرکت نه و چې دوی دین د تحریفونو او بدعتونو له بریدونو څخه وژغوري او د خپل آيين حقیقت څرګند کړي، په پوره ځواک او د مسئولیت په احساس باندې د هغه دین د عقیدې او اصولو دعوت په غاړه واخلي، او د نوي دودونو او بدعتونو پر وړاندې قوي شعار پورته کړي، او د ځان غوښتنې او مادیت تمایلاتو په وړاندې او د خپل دین د سمون او بیا رغولو لپاره جهاد وکړي، او په معنویت او قربانیو باندې د دې دین د پیروانو ترمنځ یو نوی روحیه رامنځته کړي.
د دې تر ټولو لوی ژوندی مثال عیسویت دی، چې د راڅرګندېدو په لومړیو ورځو کې، د لومړۍ پیړۍ په لومړۍ نیمایي کې، د داسې تحریفاتو ښکار شو چې د نورو مکتبونو او مذهبونو د تاریخ په ټولو دورو کې نادره ده. لیدل کیږي چې عیسویت له خپل روښانه او ساده توحیدي شکل څخه یو مشرکانه دین ته بدل شوی، تر دې حده پورې چې د هغه منځپانګه د یوناني افکارو یا بودایي تصوراتو ټولګه بللی شو. د حیرانتیا ځای دغه دی، چې دا ټول تحریفونه د هغه د لوی دعوت‌کوونکي “پیروسنټ پال” (د میلاد ۱۰-۶۵) لخوا رامینځته شوي، او دا بدلون د یو روح څخه بل روح ته، یا له یوې بڼې څخه بلې بڼې ته، یا له یو سیسټم څخه بل سیسټم ته تللو سره مساوي دي، چې په هغه کې یوازي د لومړي عیسویت ځینې جزئي دودونه او رسمونه پاتې دي.
د اروس دیونین Eruse De Bunsen په نامه یو عیسوي لیکوال د دې بدلونونو او تغییراتو په بیان کې لیکي: هغه عقیده او نظام چې موږ یې ذکر په انجیل کې موندلی، حضرت عیسی مسیح هیڅکله د قول او عمل له لارې هغه ته بلنه نه ده ورکړې. په دې وخت کې د عیسویانو، یهودیانو او مسلمانانو ترمنځ اختلافات د حضرت عیسی مسئولیت نه دی؛ بلکې، دا ټول د هغه بې‌دینه یهودي عالِم کړنه ده، چې ځان یې مسيحي معرفي کړی و، او دا اختلافات ټول د هغه د تشریفاتو، تمثیلونو او وړاندوینو پایله ده. پیروسینټ پال (مسیحي‌نما عالم) د سټیفن (Stephen) په تقلید کې چې د ایساني (Essenio) مذهب تابع دار و، د عیسی مسیح له دین سره یې ډیر بودایي دودونه وتړل. نن ورځ، په انجیل کې موندل شوي متضاد کیسې او حقایق چې عیسی علیه السلام د هغه د رسالت څخه خورا ټیټ ښيي، او دا ټول شیان چې عیسویت سره پیوند شوي دي د پال اختراعات دي. پال او د هغه وروسته عالمانو او راهبانو دا ټول خرافاتي عقیدې او مسلې رامینځته کړې چې د عیسوي نړۍ د اتلس پیړیو اساس دی.
عیسویت د “پال” دا روحیه او د هغه میراث په خپل زړه کې د ډېرو پیړیو او حتی نن ورځې لپاره ساتلی دی، او په دې ټول اوږد وخت کې په عیسوي نړۍ کې داسې څوک ونه موندل شو چې د غیر حقیقي او مستعار خارجي قوانینو په وړاندې د مبارزې بیرغ پورته کړي او عیسویت بېرته اصلي ټکي ته ورسوي، هغه ټکی چې عیسی مسیح او د هغه مخلص خلفاو او پیروانو اېښي وه. د پیړیو پیړیو په تېرېدو سره، هیڅ اصلاح‌کوونکی یا دعوت‌ورکوونکی ونه موندل شو، چې دا بهرني اجزا د عیسویت له اصولو څخه جلا کړي.
خو بالاخره په پنځلسمه پېړۍ کې په جرمني کې مارتین لوتر (M. Luther) وموندل شو چې د عیسویت په ځینو کوچنیو مسایلو کې یې لنډ او واړه اصلاحات راوستل، خو دا اصلاحات بنسټیز او عمومي نه و او د عیسویت په مسخ‌شوي څېرې او د هغه پر انحرافاتو پر وړاندې یې مبارزه نه وکړه. داسې برېښي چې د عیسویت تاریخ د پېغمبر اکرم له رسالت نه پنځلس پېړۍ وروسته له بنسټیزو انقلابونو او بریالیو ديني اصلاحي خوځښتونو څخه بې برخې و او په دې دوره کې هېڅ داسې حرکت چې ګټور او مثمر وي، ترسره شوی نه دی. پخپله عیسوي پوهان هم دا مني چې د مسيحي نړۍ په دې اوږدې مودې کې هیڅ داسې حرکت او کوم شخصیت نه دی را څرګند شوی چې د عیسویت په اصلاح او ژوندي کولو کې د پام وړ بریا ترلاسه کړي. د بریتانیا د انسايکلوپیډیا مقاله لیکونکی جې باسمولینګر(J.Bassmullinger) لیکي: «که موږ هغه لاملونه ولټوو چې ولې له شپاړسمې پېړۍ مخکې د مذهبي اصلاحاتو فعالیتونو کې بریا نه وه؟ نو له شک پرته ویلای شو چې تر ټولو لوی لامل یې د منځنیو پیړیو فکري غلامي وه چې د تېرو زمانو د تمثیلونو پر وړاندې کېدل.»
په بل ځای کې هغه لیکي: “د (کلیسا) د هر اړخیزو اصلاحي نسخو او د هغه د مسلسل فعالیتونو ناکامي د اروپا په تاریخ کې یو نه انکار کیدونکی حقیقت دی.” په بل ځای کې لیکي: «تر شپاړسمې پېړۍ وړاندې د دین د اصلاح لپاره څو ښکاره فعالیتونه ترسره شول؛ مګر له استثنا پرته، ټول د کلیسا لخوا لعنت او ملامت شول، له مارتین لوتر وروسته، بل څوک ونه موندل شو چې د کلیسا د خرافاتو او د هغې د ظلمونو په وړاندې ودریږي، او لږترلږه دومره – لکه څنګه چې لوتر وکړ – د خپل پوهې او ځواک په کچه بدلون ترسره کړي. لنډه دا چې عیسویت هغه لاره تعقیبول چې د ځان لپاره یې غوره کړې وه، یا په بل عبارت، چې پر هغه باندې په زوره تحميل شوې وه، د کلیسا اغېزه کمزورې شوه او بالاخره یې ځواک په بشپړه توګه له لاسه ورکړ. په اروپا کې مادیت راڅرګند شو او د دین اصلي ځای یې ونیوه او په سیالۍ کې تر هر غربي مذهب مخته شو.
په عیسویت کې هیڅ داسې څوک نه شو پيدا چې د دې مادیت پر وړاندې راپورته شي او عیسویت بېرته اصلي سم مرکز ته انتقال کړي، یا د عیسویانو په فکر کې داسې اخلاقي ځواک او ایمان وموندل شي چې د مادیت د سوځیدونکي عقیدې د تودوخې باد په وړاندې ثبات ولري او دوی دې ته اړ باسي چې داسې ژوند وکړي چې د عیسویت د عقیدې، اخلاقو او علم پر بنسټ وي، هغه چې د وخت پوښتنو ته او د دې عصر ستونزو ته ځواب ووايي.
خو د دې ټولو برعکس، د عیسویت عالمانو او نظریه پوهانو د خپل راتلونکي په اړه مایوسه شول او د مادیت د بې‌دینۍ په وړاندې یې ځان کوچنی احساساوه. ورته احساس د ختیځ نورو مذهبونو سره هم پېښ شو، د هند مذهب او… هم له خپلې اصلي لارې څخه منحرف شول او د نړۍ له خالق سره یې خپله سادګي او مستقیمه معنوي اړیکه له لاسه ورکړه. اخلاقي ځواک هم ورک شو او د خپلو پیچلتیاوو له امله دا یوه پاکه او غیر عملي تیوري پاتې شوه او ورو ورو په عقايدو کې توحید او اخلاص، او په معاملاتو کې مساوات او ورورولي د هغه له لاسونو څخه ولاړل. او دا دواړه، یعنې په توحید کې اخلاص او په معاملاتو کې مساوات، هغه مهم بنسټونه دي چې هر مذهب پرې ولاړ وي، او د هغه په واسطه د هغې داخلي ریښې قوي وي او بهرنۍ څانګې یې خپرې وي.
د “اپینشد” بنسټ اېښودونکو د دې فساد د مخنیوي لپاره ډېرې هڅې وکړي، او د هندو مذهب او دودونو باندې غالب‌شوي رسمونه یې رد کړل او
پر ځای یې یو خیالي او فلسفي نظام وړاندې کړ، چې اکثریتو پر هغه اتفاق وو. دا نوې بڼه د هند د مذهب په مدرسو او علمي مکتبونو کې ومنل شوه، ځکه چې د هغه بنسټ اېښودونکو هیله له پیل څخه د وحدت‌الوجود پر اساس ولاړه وه. خو عامو خلکو چې فکري کچه یې ډېره ټیټه وه او د عملي نظام او عملي تعلیماتو غوښتونکي وو، دا خبره ونه منله او له دې ستونزې سره د هندو مذهب ورو ورو خپل نفوذ او قوت له لاسه ورکړ او د هرې ورځې په تېرېدو سره یې بې باوري او بې اطميناني زیاته شوه. همدغه بې‌باوري وه چې وروسته د بودیزم په شکل کې رامینځته شوه او دا پړاو د شپږمې پیړۍ دمخه رامینځته شوه.

 

ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version