په هر مسلمان واجب ده چې د شرعي مسائلو حل او فتوا د علم او استعداد خاوندانو ته پرېږدي، ځکه له علم پرته فتوا صادرول له لويو ګناهونو څخه ده او ناوړه پایلې لري. قرآن کریم د مسلمانانو لپاره د لارښود او اساسي قانون په توګه له علم پرته فتوا صادرول په کلکه منع کوي او دا یې له لویو ګناهونو څخه ګڼلې چې له شرک سره برابره ده او مرتکبینو ته یې د دردناک عذاب ژمنه کړې ده. لکه څنګه چې د سورة النحل په 116 او 117 آیتونو کې راغلي دي، چې خدای تعالی فرمایي: «وَلَا تَقُولُواْ لِمَا تَصِفُ أَلْسِنَتُكُمُ الْكَذِبَ هَٰذَا حَلَالٌ وَهَٰذَا حَرَامٌ لِّتَفْتَرُواْ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ إِنَّ الَّذِينَ يَفْتَرُونَ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ لَا يُفْلِحُونَ مَتَاعٌ قَلِيلٌ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ»؛ ژباړه: «او د هغه څه لپاره چې یوازې (ستاسو له ذهن څخه سرچینه اخلي) په درواغ یې په ژبه راوړئ، دا مه وایئ: دا حلال دی او دا حرام دی، او پر خدای دروغ وتړئ، هغه څوک چې پر خدای سبحانه تعالی درواغ وایي، هیڅکله به بریالي نه شي. د دوی لپاره لږ ګټه ده او د دوی لپاره دردناک عذاب دی.»
مفسرينو د دې آيت په تفسير کې تاكيد کړی دی، چې له علم او استعداد پرته فتوا صادرول حرام دي او د دې لپاره چې زموږ خبرې اوږدې نه شي، ځینې دغه تفاسیر د دې مقالې په څلورمه برخه کې راوړو، چې سرلیک یې: «له علم پرته فتوا ورکول د سلف صالحینو له نظره» دی.
همدارنګه د سورة الانعام په ١٤٤ آیت کې خداى جل جلاله پر هغو کسانو چې له علم پرته فتوا ورکوي، د خلکو د ګمراه کولو او ظلم کولو لامل بولي او فرمايي: «فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِّيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ»؛ ژباړه: «نو له هغه چا نه بل ظالم څوک دی چې په الله باندې درواغ وايي چې بې له پوهې خلک ګمراه کړي؟ خدای ظالم قوم ته هدایت نه کوي.»
په یاد شوي آیت کې هغه مفتيان چې له علم پرته فتوا ورکوي، په ظلم تورن شوي؛ ځکه دا عمل د خلکو د ګمراهۍ سبب ګرځي. نو لازمه ده چې له علم پرته له خبرو ډډه وشي او د فتوا په صادرولو کې له احتیاط څخه کار واخیستل شي. په یو انسان باندې له دې څخه بل څه دروند کېدای شي چې د کائناتو خالق یې په ظلم تورن کړي؟
د سورة الاعراف په ۳۳ آیت کې الله تعالی څلور څیزونه حرام بللي او له علم پرته فتوا صادرول یې له سختو حرامو څخه ګرځولې. «قُلْ إِنَّمَا حَرَّمَ رَبِّيَ الْفَوَاحِشَ مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَمَا بَطَنَ وَالْإِثْمَ وَالْبَغْيَ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَأَن تُشْرِكُوا بِاللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَانًا وَأَن تَقُولُوا عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ»؛ ژباړه: «ووایه: زما رب ښکاره او پټه فحشا حرامه کړې ده، او همدارنګه ګناه او ناحقه ظلم، د الله تعالی له لوري له کوم دلیل پرته له الله سره شریک ګرځول او په خدای تعالی پسې هغه څه وتړئ چې نه علم نه په لرئ.»
په دې آیت کې الله جل جلاله د څلورو حرامو ذکر کړی دی، او د هغه ذکر یې له کوچني څخه پیل کړی تر سختو حرامو پورې. لومړی یې فحشاء حرامه ګرځولې، بیا یې ناحقه ظلم ته اشاره کړې، چې شدت یې یو څه ډېر دی. له هغه وروسته یې د شرک غندنه کړې ده، چې د تېرو دوو حالتونو په پرتله ډېر سخت دی. په پای کې یې له علم پرته فتوا ورکول تر ټولو سخت حرام ګڼلی دی، چې پایلې یې ډېرې درنې دي.
له علم پرته فتوا صادرول یو له سترو آفتونو څخه دی، چې د قرآن کریم د آیتونو په اساس یې جرم ډېر سخت ګڼل شوی دی. هر مسلمان باید علمي مسایل هغو کسانو ته پریږدي چې په هغه کې وړتیا ولري او د فتوا په چارو کې له لاسوهنې څخه په کلکه ډډه وکړي. په دې طریقې سره عام خلک د دین په پوهیدو کې پاته نه راځي، او د دین او مذهب په اړه به سم پوهاوی ورو ورو زیات شي.