لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله ژوندلیک (دیارلسمه برخه)

د سلطان صلاح‌الدین مېړانه او زړورتیا
د سلطان زغم او استقامت دومره زیات و چې قاضي ابن شداد ویلي دي: یو وخت د سلطان په بدن کې له ملا څخه تر زنګنونو پورې دومره ټپونه او دانې ختلې وې چې د ناستې توان یې نه درلود. دسترخوان خپور شو، خو سلطان صلاح‌الدین نشو کولی چې کښېني او خواړه وخوري. د دې رنځ او ستونزې سره سره، بیا هم د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دښمن پر وړاندې ولاړ و.
ما هغه لیدلی دی چې له سهار څخه تر ماښامه پورې په آس سپور و، د لښکر په لیکو کې ګرځېده، هغه یې منظم کول او د جګړې امرونه یې ورکول.
هغه د خپل بدن دردونه او زخمونه په پوره حوصلې سره زغمل. کله به چې ما حیرانتیا څرګندوله، ویل به یې: “په آس له سپرېدو وروسته درد نه احساسوم.”
په یوه جګړه کې هغه په ناروغ حالت کې دښمن په پرلپسې توګه څارل. په یوه شپه کې زه او د سلطان طبیب د هغه په خدمت کې وو. غوښتل مو چې هغه بوخت وساتو؛ سلطان به کله ویده کېده او کله به ویښ و. په دې توګه شپه پای ته ورسېده، او د ورځې له را رسېدو سره سمدستي په آس باندې سپور شو. خپلو زامنو ته یې امر وکړ چې په لښکر کې له ټولو خلکو مخکې وي. هر یو به یې په خپل ځای کې له ټاکلو وروسته ولېږه. زه او طبیب د هغه په خدمت کې وو. سلطان له سهار څخه تر ماښامه پورې په خپلو پښو ولاړ و او جګړه یې څارله. تر دې چې شپه راورسېده، امر یې وکړ چې شپه په چمتوالي حالت کې تېره کړي.
څرنګه چې زه او سلطان د هغه خیمې ته راستانه شوو، هغه د خپلې زړورتیا په هکله بې ساری و. قاضي ابن شداد وايي چې سلطان به په ورځ کې یو یا دوه ځله د دښمن د کمپ شاوخوا ګرځېده. د جګړې پر مهال به په آس سپور و او د لښکرو له لیکو، ترتیب، او نظم څخه به یې په خپله څارنه کوله.
د سلطان صلاح‌الدین زړورتیا او په بریا باور
د سلطان زړورتیا له لاندې پېښې څخه ښه څرګندیږي. یو ځل مې سلطان ته وویل چې ته په مختلفو ځایونو کې د حدیث اورېدلو شوق لرې، خو ما نه دي لیدلي چې د جګړې پر مهال دې د حدیث د اورېدلو غونډه جوړه کړې وي. که دا غونډه جوړه شي، موږ به دا ویاړ هم ترلاسه کړو. سلطان امر وکړ چې د احادیثو د اورېدو غونډه دې د دواړو کرښو ترمنځ، د داخلي کرښې او د دښمن د کرښې په منځ کې جوړه شي.
سلطان صلاح الدین د خپلو مبارزو په جریان کې هیڅکله د دښمن شمېر ته پام نه کاوه. کله ناکله به له پنځه سوه څخه تر شپږ سوه زرو پورې خلک د هغه په وړاندې درېدل؛ خو لوی خدای جل‌جلاله به هغه بریالی کاوه.
یو ځل د دښمن له اویاوو څخه زیاتو کښتیو د «عکې» په بندر برید وکړ. ما له مازدیګر څخه تر ماښامه پورې هغوی شمېرل؛ خو سلطان صلاح‌الدین ته یې هېڅ پروا نه وه. د «عکې» په ستره جګړه کې د مسلمانانو د لښکر په منځ کې د دښمن کښتۍ ورسېده. د مسلمانانو بیرغونه په ځمکه راپریوتل؛ خو سلطان صلاح‌الدین پخپله له خپلو څو ملګرو سره پر خپل ځای ثابت پاتې شو.
د سلطان صلاح‌الدین لوړ همت
قاضي ابن شداد د سلطان د لوړ همت او زړورتیا په اړه وايي: یوه ورځ سلطان وویل: “زه به د خپل زړه پرېکړه درته ووایم. ما پرېکړه کړې چې ساحل به د صلیبیانو له وجود څخه پاک کړم. هېواد وویشم او اړینې او مهمې لارښوونې وکړم. بیا به د سمندر له لارې د اروپا ټاپوګانو ته ورسیږم او تر وروستي حد پورې لویدیځوال تعقیب کړم. زه به د ځمکې پر سر یو کافر هم پرې نږدم، یا به زه په دې لاره کې مړ شم.”
علم او فضیلت
سلطان صلاح‌الدین د علومو په برخه کې یو وتلی او نوموتی عالم و. په عمومي معلوماتو کې هغه نه یوازې د کورنۍ ونې او د عربو قبیلې پېژندلې؛ بلکې د مشهور اسونو نسب یې هم حفظ کړی و. هغه د عربو په تاریخ او مشهورو پېښو پوره پوهه درلوده.
لین پول د سلطان صلاح‌الدین د لومړني ژوند په اړه لیکلي دي: د هغه اصلي لېوالتیا دیني کارونو ته زیاته وه. د هغه وخت له علماوو څخه به یې احادیث اورېدل او د هغوی د راویانو د لړۍ او دلایلو په اړه به یې څېړنه کوله. په فقهي مسایلو یې بحث کاوه او د قرآن کریم له تفسیر سره یې ډېره مینه درلوده.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version