لیکوال: ابورافع

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (درېیمه برخه)

د مسلمانانو په منځ کې د بنسټیزو علومو د پراختیا او ودې پړاوونه
۲- په بنسټیزو علومو کې د علمي تفکر د جوړولو پړاو:
په دې پړاو کې مسلمانانو په بېلابېلو علمي څانګو لکه ریاضیات، طبیعي علوم، کیمیا، فلکیات، بیولوژي او طبي علومو کې ارزښتناکه ونډه اخیستې ده. ویلای شو چې دا پړاو د مسلمانو علماوو لپاره په بېلابېلو علومو کې د علمي تفکر جوړونې مرحله وه، چې په هغې کې یې د منطق، ریاضیاتو او فلسفې له نظره د یوناني تمدن څرګنده اغېزه اخیستې وه.
همدارنګه، په الجبر، طبیعي علومو، کیمیا، بیولوژیکي علومو او ژوولوژیکي علومو کې د پام وړ پرمختګ وشو.
دغه پړاو له ۱۹۸ هجري څخه تر ۳۰۰ هجري قمري پورې دوام وکړ او مشري یې عباسي خلیفه «مأمون » کوله. هغه د امکان تر حده هڅه وکړه چې ډېر یوناني کتابونه وژباړي او د روم له سیمې څخه لویه خزانه او شتمني ترلاسه کړي.
مأمون د ژباړې لپاره ډېر لوړ او افسانوي معاشونه وړاندې کول. د بېلګې په توګه، د حنین بن اسحاق نصراني او ثابت بن قره صابي معاشونه په میاشت کې پنځه سوه دینارو ته رسېدل. همدارنګه، هغه هره اونۍ د سه شنبې په ورځ د غوره علمي او ادبي آثارو لپاره جایزې وېشلې.
له همدې امله د علومو څېړنه او په لیکلو بوختیا د وخت له سترو کارونو څخه ګڼل کېده او دا جمله مشهوره شوې وه:
«له خلافت وروسته تر ټولو غوره دنده لیکنه ده.»
۳- په بنسټیزو علومو کې د علمي پرمختګ د نظریې پړاو:
دا پړاو د بنسټیزو علومو په ټولو څانګو کې د علمي پرمختګ له مخې ځانګړی دی. د لاتیني ژباړې له لارې غربي نړۍ ته د اسلامي عربي علومو د لیږد یوه مهمه وسیله ګڼل کېږي، چې ډېری یې په اسپانیا کې ترسره شوې.
د هغو ژباړو په برکت چې ترسره شوې، اروپا له خپل تیاره دور څخه راووتله او علمي پرمختګ یې ترلاسه کړ.
په اسلامي نړۍ کې د علومو د ودې او پراختیا لپاره جوړ شوي مرکزونه هم د علم د پرمختګ په لاره کې د اسلام له مهمو لاسته راوړنو څخه دي. د بېلګې په توګه:
* بیت الحکمت په بغداد کې
• دارالحکمت په قاهره کې
• دارالعلم په موصل کې
• جامع کبیر په صنعا کې
دغه اسلامي علمي مرکزونه د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د علومو زده کوونکي او طالبان ځان ته راجلبول او هغوی ته یې عصري علوم او پوهه وړاندې کوله.
د علم د پراختیا او د مسلمانانو د علمي مرکزونو د پرمختګ دغه لړۍ په اندلس (آسپانیا) او صقلیه کې د مسلمانانو تر سستۍ او تشتت پورې روانه وه. له هغه وروسته، مسیحیانو او اروپایانو علمي مرکزونه جوړ کړل، اسلامي عربي کتابونه یې په لاتیني ژبه وژباړل او هغه یې په خپلو ټولنو کې خپاره کړل.
د اسلامي تمدن ځانګړتیاوې
اسلامي تمدن د دې لامل شو چې مسلمانان د علم د ترلاسه کولو او په دې لاره کې د هلو ځلو په ډګر کې د خپل وخت مخکښان شي. د اسلامي تمدن تر ټولو مهمې ځانګړتیاوې په لاندې ډول خلاصه کېدای شي:
۱- اسلامي تمدن پر الهي توحید ولاړ دی
په دې تمدن کې نه د بت‌پرستۍ او طاغوتیانو لپاره د عبادت خبره شته او نه د واسطې، کهانت، نجومګرۍ یا د نورو ډولونو شرک او خرافاتو. ځکه دا شیان د الهي توحید سره، چې پیغمبران یې لپاره رالېږل شوي، په ټکر کې دي. خدای تعالی جل‌جلاله بندګان یوازې د هغه د عبادت او اخلاص لپاره پیدا کړي دي او دا عقیده په اسلامي تمدن کې غالب ده.
۲- اسلامي تمدن د انساني موخې او نړیوال پیغام لرونکی دی
خدای تعالی جل‌جلاله فرمایي: «وما أرسلناک إلا رحمة للعالمین»؛
«موږ ته د نړۍ لپاره یوازې د رحمت په حیث رالېږلی یې.»
بیا خدای تعالی جل‌جلاله فرمایي: «یا أیها الناس إنا خلقناکم من ذکر وأنثى وجعلناکم شعوبًا وقبائل لتعارفوا إن أکرمکم عندالله أتقاکم»؛
«اې خلکو! موږ تاسو له یوه نارینه او یوې ښځې پیدا کړي یاست. بیا مو تاسو بېلابېل قومونه او قبایل ګرځولي یاست، ترڅو یو بل وپېژنئ. په حقیقت کې ستاسو له منځه تر ټولو عزتمند د الله جل‌جلاله په نزد هغه څوک دی چې ډېر پرهېزګار وي.»
۳- د اخلاقو، تقوا او عدل اصول
اسلامي تمدن د اخلاقو، تقوا او عدل اصولو ته په ټولو انساني فعالیتونو کې لومړیتوب ورکوي. دا اصول نه د یو دولت او نه د یوه فرد لپاره ځانګړي شوي، بلکې د ټول بشریت لپاره دي.
۴- اسلامي تمدن د دین او علم، دین او دنیا، عقل او زړه، روح او بدن ترمنځ یووالی رامنځته کړی
اسلام په دغو شیانو کې موازنه رامنځته کړې او د دې ټولو لپاره یې خپل احکام وضع کړي دي. دغه تمدن د دغو برخو ترمنځ بېلتون او تفرقه نه مني.
۵- د اعتدال او توازن ځانګړتیا
اسلامي تمدن پرتمین او بنسټیز احکام لري چې له تمدني اصولو سره په بشپړه توګه برابریږي. دا احکام هم عملي دي او هم د منځلارۍ اصول پکې شامل دي. خدای تعالی جل‌جلاله فرمایي:
«والذین إذا أنفقوا لم یسرفوا ولم یقتروا وکان بین ذلک قواما»؛
«هغه کسان چې کله لګښت کوي؛ نه اسراف کوي او نه سختي، بلکې د دواړو ترمنځ توازن ساتي.»
۶- د جګړې او سولې په حالاتو کې د زغم او شفقت ارزښت
اسلامي تمدن د جګړې او سولې په هر حالت کې د رحم، شفقت او د بشري ارزښتونو پر بنسټ ولاړ دی.
۷- په علم باور او د علم نه محدودول
اسلامي تمدن د علم په ارزښت باور لري او هغه نه محدودوي. علم د یوې خاورې یا ملت لپاره ځانګړی نه ګڼي، بلکې هر ځای چې وي، باید ترلاسه شي.
۸- په مباحثه کې انصاف او د حقیقت منل
اسلامي تمدن د عقل او زړه ترمنځ همغږي رامنځته کوي. دا تمدن د انصاف اصول تعقیبوي او د حق او حقیقت په وړاندې قناعت کوي.
۹- د نړۍ د علومو سره تعامل
مسلمانانو د نړۍ له ټولو علومو او کلتورونو څخه زده کړې کړي او بیا یې په خپلو لاسته راوړنو کې نوي شیان اضافه کړي، چې د ډېرو علومو اصلاح یې کړې او په نړۍ کې مخکښان ګرځېدلي دي.
۱۰- د قومیت او رنګ ترمنځ د توپیر له منځه وړل
اسلامي تمدن د قومیت او رنګ ترمنځ هیڅ توپیر نه کوي. د اسلامي تاریخ پاڼې ښيي چې دغه تمدن د زرګونو غیر عرب علماوو او مفکرینو له وړتیاوو ګټه اخیستې، چې په دیني او دنیاوي علومو کې یې د پام وړ نوښتونه او اختراعات کړي دي.
دا د ستر اسلامي تمدن د ځانګړتیاوو یوه مهمه برخه ده، چې په اسلامي نړۍ کې یې د علم او پوهې په پراختیا کې ارزښتناک رول لوبولی دی.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version