لیکوال: م. فراهي توجګي

اسلام او ډیموکراسي (دوه پنځوسمه برخه)

شورا او د هغې استحباب
په قرآن کریم کې د شورا او مشورې په اړه ګڼ شمېر آیتونه راغلي دي، چې هر یو یې د وخت او شرایطو د اړتیاوو سره سم تفسیر او تعبیر شوي دي. د دې آیتونو څخه ځینې پر وجوب دلالت کوي، پداسې حال کې چې ځیني نور د استحباب (مستحب والي) او ندب مفهوم وړاندې کوي. د استحباب او وجوب د تشخیص لپاره د اسلامي عالمانو او فقهاوو بېلابېل نظرونه شتون لري.
په تېرو برخو کې بحث وشو چې د واکمن لپاره واجب دی، چې له متخصصینو او پوهانو سره مشوره وکړي. اوس به موږ د ځینو اسلامي فقهاوو او پوهانو هغه نظرونه او دلایل بیان کړو، چې شورا مستحب ګڼي. دوی باور لري، چې د شورا په اړه نازل شوي آیتونه د هغې استحباب په ګوته کوي. دا نظر له قتاده، ربیع او ابن اسحاق رحمهم الله څخه روایت شوي دي. امام طبري هم دا نظر غوره ګڼلی دی.
امام آلوسي دا نظر له بیهقي څخه نقل کړی دی او د علامه آلوسي شخصي نظر هم پر همدې بنسټ دی. ابن حجر رحمه‌الله هم دا نظر غوره ګڼلی دی؛ هغه وايي چې دا د ابي نصر قشیري نظر هم دی.
دغو عالمانو د خپل نظر د ثابتولو لپاره په لاندې ټکو استناد او تکیه کړې ده:
۱. الله تعالی جل‌جلاله فرمايي:
“فبما رحمة من الله لنت لهم و لو کنت فظا غلیظ القلب لانفضوا من حولک فاعف عنهم واستغفرلهم وشاورهم فی الامر فاذا عزمت فتوکل علی الله ان الله یحب المتوکلین”
(دا د الله تعالی جل‌جلاله د رحمت له امله ده چې ته د هغوی سره نرم یې او که ته ځیږ خویه او سخت زړه وای، نو دوی به ستا له شاوخوا څخه خپاره شوي وای؛ نو هغوی ته بښنه وکړه، د هغوی لپاره بخښنه وغواړه، او له هغوی سره مشوره وکړه؛ او کله چې د یو کار پرېکړه کوې، نو په الله جل‌جلاله توکل وکړه؛ په حقیقت کې الله هغه کسان خوښوي، چې په هغه توکل کوي.)
که څه هم د “وشاورهم فی الامر” جمله د امر په صیغه راغلې ده او امر په وجوب دلالت کوي، خو ځینې دلایل شته، چې دا مسله له وجوب څخه استحباب ته اړوي:
۱. له شورا څخه موخه د مسلمانانو ډاډمن کېدل او خواخوږي ده؛ لکه د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم هغه وینا، چې د یوې پیغلې نجلۍ په اړه یې وکړه، چې د هغې د واده په اړه باید مشوره ورسره وشي. که څه هم د هغې والي کولی شي هغه واده ته اړ باسي، خو غوره ده چې د ډاډګیرنې لپاره ورسره مشوره وشي.
۲. ځینو فقهاوو ویلي دي: د دې آیت موخه دا ده، چې مسلمانان د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له وفات وروسته د هغه پر سنتو ټینګار وکړي؛ ځکه چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم مشورې ته اړتیا نه درلوده. دا نظر له حسن بصري رحمه الله څخه روایت شوی دی.
۳. په سورة الشوری، ۳۸ آیت کې راغلي دي:
“والذین استجابوا لربهم و اقاموا الصلاة و امرهم شوری بینهم و مما رزقنهم ینفقون”
(او هغه کسان چې د خپل رب بلنه مني او لمونځ کوي، او د دوی چارې په خپل منځي مشورې سره ترسره کېږي او له هغه څه څخه چې موږ ورته روزي ورکړې ده، د خیر په لاره کې یې لګوي.)
دا آیت د خبري جملې د شرایطو او پر وجوب د قطعي شواهدو د نشتوالي له امله، په استحباب دلالت کوي.
قاضي حسین رحمه الله په دې باور دی، چې که کومه ستونزمنه او پیچلې مسله وي، نو مشوره پکې واجب ده. که نه، نو مستحبه به وي.
د شورا د اهل ځانګړتیاوې
د اسلام یو له بنسټیزو او ټولنیزو اصولو څخه د شورا او مشورې اصل دی، چې په اسلامي سرچینو کې په ځانګړي اهمیت سره یاده شوې او د حضرت محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم په سیرت کې یو مهم ځای لري. دا اصل د اسلامي نظام د ملا تیر په توګه ګڼل کېدای شي، چې د اسلامي ټولنې په مدیریت کې د پام وړ او رغنده رول لوبوي.
د شورا د ساحې په ټاکلو کې یو له مهمو ټکو څخه هغه شرایط دي، چې اسلامي متنونو د سلاکارانو او شورا غړو لپاره ذکر کړي دي. د شورا غړي باید داسې ځانګړتیاوې ولري، چې په نشتون یې دوی د مهمو اسلامي مسایلو په اړه خپل نظر څرګند نه کړي. یوازې د دې شرایطو په پام کې نیولو سره د شورا ساحه ټاکل کېږي.
د حل او عقد اهل او له امت څخه د دوی استازیتوب
په اسلامي سیاسي فقه کې د “اهل الحل والعقد” اصطلاح هغو اشخاصو ته اشاره کوي، چې په امت کې نفوذ لرونکي او اغېزناک مقامونه لري. اسلامي فقهاوو او عالمانو په خپلو لیکنو کې په تفصیل سره د دې مفهوم په اړه بحث کړی او د دې اشخاصو ځانګړتیاوو ته په اشارې سره یې معنی روښانه کړې ده.
امام نووي رحمه الله د حل او عقد خلک د عالمانو، مشرانو، او مشهورو اشخاصو په توګه معرفي کړي دي. د “الدر المختار” لیکوال دوی د ټولنې مخور او معززین ګڼي، چې د خلکو د نظرونو او رایو استازیتوب کوي.
ماوردي شافعي او ابو یعلی حنبلي رحمهما الله دوی د اختیار او واک خلک ګڼي، یعنې هغه کسان چې د خلیفه د ټاکلو او د بیعت د تړون مهمه دنده پر غاړه لري. ابن همام حنفي رحمه الله د حل او عقد خلک عالمان او د نظر او تدبیر خلک ګڼي.
ابوبکر باقلاني رحمه الله دوی د ټولنې د مشرانو او امانتدارانو په توګه معرفي کړي دي، چې د امامت او رهبرۍ په برخه کې د اعتماد وړ دي.
د شورا د غړو اصلي دندې
د شورا غړي درې مهم مسؤلیتونه لري:
• د مسلمانانو د امام ټاکنه؛
• د اجتهادي او فقهي مسایلو په اړه مشوره او د فتوا صادرول؛
• د دولت او امت په عمومي چارو کې مشوره ورکول، لکه تعلیم، بهرنۍ پالیسي، اقتصاد، کرنه، مالداري، سوداګري او داسې نور.
که چیرې د دې هرې دندې لپاره جلا شورا جوړه شي، نو د غړو شرایط او ځانګړتیاوې ممکن توپیر ولري. خو که چیرې یوه شورا د دې ټولو چارو مسؤلیت پر غاړه واخلي، نو غړي یې باید لاندې ځانګړتیاوې ولري:
د شورا د غړو ځانګړتیاوې
۱. اسلام
د شورا غړي باید مسلمانان او په ایمان سمبال وي؛ ځکه چې دوی د اسلامي امت استازي او مدافعین دي او له غیر مسلمانانو څخه نشي ټاکل کېدی. د شورا دندې د اسلامي قوانینو وضع کول، د شریعت له پلي کولو څارنه او د اسلامي ټولنې د چارو اداره کول دي، چې دا چارې یوازې د مسلمانانو لخوا ترسره کېدای شي.
که چیرې غیر مسلمانان د شورا غړي شي، نو له دوی څخه دا تمه نشي کېدای چې اسلامي قوانین وضع کړي یا د شریعت د پلي کولو لپاره هڅه وکړي. برعکس، دوی ممکن د اسلامي قوانینو د پلي کولو مخه ونیسي. د اسلام دین د مسلمانانو په چارو کې د کافرانو هر ډول لاسوهنه منع کړې ده او هغوی ته اجازه نه ورکوي، چې پر مسلمانانو ولکه او تسلط ولري. لکه څنګه چې الله سبحانه و تعالی فرمايي:
“ولن یجعل الله للکفرین علی المؤمنین سبیلا”
(او الله تعالی جل‌جلاله هیڅکله د کافرانو لپاره د مومنانو په زیان لاره نه ده ټاکلې.)
له همدې امله، غیر مسلمانان اجازه نلري چې د اسلامي دولت د شورا غړي شي. خدای تعالی جل‌جلاله په دې آیت “وشاورهم فی الامر” کې د “هم” ضمیر مسلمانانو ته راجع کړی دی. په دې آیت کې چې وايي: “وامرهم شوری بینهم”، د “هم” ضمیر په څرګنده توګه مسلمانانو ته اشاره کوي. په دې اړه د علماوو ترمنځ هېڅ اختلاف نشته.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version