لیکوال: عبیدالله نیمروزی

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دوه شپېتمه برخه)

 

د علامه ډاکټر محمد اقبال لاهوري رحمه الله په حضور کې
ډاکټر محمد اقبال لاهوري رحمه الله د خپل وخت یو له خورا وتلو، ویښوونکو، زړه‌سوانده او بې‌ساري شخصیتونو څخه و، چې د خپلو زړه‌راښکونکو، له حکمت څخه ډکو او خوندورو شعرونو او ویناوو په مرسته یې په خلکو کې د دیني او ایماني ویښتیا روحیه راپاروله. هغه د معاصرې نړۍ، په ځانګړې توګه د لویدیځ کلتور او اروپايي تمدن د حقایقو په بیانولو کې، په اغېزمنه طریقه واقعیتونه څرګندول. د هغه شعرونه د هغو غشو په څېر وو چې له روحانیت او معنویت څخه ډک وو، د خلکو زړونه یې په نښه کول او په هغو کې یې ایماني څپه رامنځته کوله.
له علامه اقبال رحمه الله سره د مولانا رحمه الله مینې بېلابېلې انګېزې درلودې، چې غوره به وي د هغه خپلې خبرې واورو. امام ندوي رحمه الله په دې اړه لیکي:
«تر ټولو لوی لامل چې زه یې د علامه اقبال د شعرونو مینوال کړم، د هغه لوړ فکر، مینه او ایمان وو. دا ښکلی ترکیب د اقبال په شعر او رسالت کې د هغه د معاصرو شاعرانو په پرتله ډېر څرګند دی. ما وموندل چې زما طبیعت هم د مینې، ولولې او ایمان سره ګډ دی او په تلوار سره د هغو ادبیاتو په لور روان دی، چې لوړ فکر، په ځان باور، لرلید او د اسلام د واکمنۍ او پراختیا لپاره د بلنې پیغام رسوي؛ هغه ادبیات چې انسان د نفسونو او آفاقو فتحه کولو ته رابولي او د مینې، شور، ولولې، او په الله جل جلاله او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په تلپاتې رسالت او مثالي سیرت د ایمان جذبه راپاروي
محمد اقبال زما لپاره په دې دلیل د پام او مینې وړ دی، چې یو برلاسی شاعر، یو مؤمن عاشق، او د ځانګړي پیغام لرونکی شخصیت و. هغه د لویدیځ تمدن تر ټولو لوی منتقد او مخالف و، او مسلمانان یې د اسلام پخواني برم، عظمت او د اسلامي واکمنۍ بیا راژوندي کولو ته را بلل. هغه د قومي او توکمیز تبعیض سخت مخالف، د انسانیت ستر دعوتګر، او د اسلامي نړۍ د یووالي تر ټولو لوی مدافع و.
امام ندوي رحمه الله له ماشومتوبه د ډاکټر محمد اقبال رحمه الله له شعرونو سره بلد شو، او په خپل پاک روح یې د هغه د شعرونو د مانا ښکلا او ژوروالی درک کړ. له همدې امله، هغه د اقبال ځینې شعرونه په عربي ژبه وژباړل.
په ۱۹۲۹ زېږدیز کال کې، د ۱۶ کلنۍ په عمر، هغه د ډاکټر عبدالله چغتاني سره یو ځای له اقبال سره ولیدل. ډاکټر محمد اقبال رحمه الله د هغوی تود هرکلی وکړ. همدارنګه، د ۱۹۳۷ زېږدیز کال د نومبر په ۲۲ نېټه، امام ندوي بیا له علامه اقبال سره وکتل. دا ځل، اقبال سخت ناروغ و، مګر سره له دې، دواړو شخصیتونو درې ساعته په خبرو او د نظرونو په تبادله کې تېر کړل.
امام ندوي رحمه الله تل د اقبال له شعرونو ګټه پورته کوله او هغه یې عربي هېوادونو ته رسول. هغه په ګڼ شمېر علمي او ادبي غونډو کې د اقبال په اړه خبرې وکړې او په دې موضوع یې مقالې ولیکلې.
په هغه غونډه کې چې هغه له اقبال سره درلوده، امام ندوي رحمه الله دې پایلې ته ورسید چې د هغه او اقبال فکرونه په ډېرو مواردو کې سره سمون لري او په ورته لوري دي. هغه په اقبال کې هغه درد وموند، چې باید په یو اسلامي مفکر کې موجود وای.
د همدې موخې لپاره، امام ندوي رحمه الله د اقبال رحمه الله شعرونه په عربي ژبه وژباړل او عربي نړۍ ته یې وړاندې کړل. د هغه دا کار یوه ادبي او علمي شاهکار و، چې اسلام، مسلمانانو، او په ځانګړې توګه عربي نړۍ ته یوه ارزښتناکه ډالۍ ګڼل کېږي.
سید شرافت علي ندوي لیکي:
مولانا ندوي رحمه الله احساس کاوه چې محمد اقبال نه یوازې د منځني ختیځ پیغام رسوونکی دی، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ شاعر او سفیر هم دی. هغه په دې باور و، چې د اقبال له مقام او پیغام څخه د اسلامي نړۍ خبرول اړین دي.”
مولانا ندوي رحمه الله وايي:
له اقبال سره زما د مینې او لېوالتیا یو دلیل دا و، چې زه د معاصرو لیکوالانو او د قلم خاوندانو د لیکنو او څیړنو له سرچینو او حوالو سره یو څه بلد وم. د خپل کم عمر او محدودې پوهې سره سره، په دې برخه کې مې یو څه مطالعات درلودل؛ مګر د محمد اقبال د افکارو او نظریاتو د چینې شور او اواز  زموږ له لاسرسي بهر و. د هغه د شعرونو په لوستلو او اورېدو سره، ما داسې احساس کاوه لکه په بله نړۍ کې چې یم. دا ځانګړتیا د پوهې او مطالعې په کچې پورې اړه نه لري، بلکې له فیوضاتو او برکتونو ډکې الهي منبع څخه سرچینه اخلي:
این سعادت به زور بازو نیست
تا نبخشد خدای بخشنده
لنډه دا، چې د محمد اقبال لاهوري رحمه الله ژوندیو شعرونو د امام ندوي په فکر او روح باندې جادويي او الهام بخښونکی اغېز درلود. دا شعرونه، لکه د یو مات زړي عارف د خبرو په څېر، د هغه زړه او روح یې ځلانده او روښانه کړل.
سره له دې، امام ندوي هیڅکله ځان د اقبال د افکارو او نظریاتو اسیر نه کړ او په څرګنده یې ولیکل:
دا باید په یاد ولرئ، چې زه ډاکټر محمد اقبال یو معصوم، سپېڅلی شخصیت، مجتهد یا مذهبي مشر نه ګڼم. زه د هغه په ستاینه او د هغه د څرګندونو په حواله ورکولو کې مبالغه نه کوم، لکه د ډېرو معاصرو لیکوالانو په څېر. زه باور لرم، چې د حکیم سنايي، فریدالدین عطار او مولانا رومي رحمهم الله مقام د اقبال په پرتله ډېر لوړ دی. دوی د شریعت د آدابو په رعایت او د دعوت او عمل د ظاهري او باطني اړخونو په یوځای کولو کې ډېر مخکښ وو. مګر، زه بیا هم اقبال یو هوښیار، مین، وفادار او مؤمن شاعر ګڼم. د خپل ځان په اړه شاهدي ورکولی شم، چې هر ځل چې زه د هغه شعرونه لولم، یوه اسلامي حماسه او دیني احساسات او عواطف زما په زړه کې راپارېږي، او ما د هغه د مانا غږ د روح په غوږونو احساس کړی دی. زما په اند، د اقبال د شعر ارزښت په همدې ځانګړتیاوو کې نغښتی دی.”
په هر صورت، ډاکټر محمد اقبال لاهوري رحمه الله یو زړه ماتی، ځیرک، ویښ زړی او د اسلامي امت له درد او غم څخه ډک شخصیت و. هغه به تل مسلمانانو ته د لویدیځ او اروپایي تمدن نیمګړتیاوې، بدبختۍ او وحشتونه په ګوته کول او د ړانده تقلید د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکاوه. اقبال تل مسلمانانو ته د ریښتیني اسلام منلو بلنه ورکوله او د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره یې بې ساري مینه او محبت درلود.
امام ندوي رحمه الله هم د لویدیځ کلتور په مطالعه کې د پام وړ ونډه درلوده، او بې له شکه د اقبال رحمه الله لوړ فکرونه د دې نظرونو او لیدلورو په جوړښت کې اغېزناک وو. هغه په دې برخه کې ډېره پانګه ترلاسه کړه، چې په څرګنده توګه د هغه په اثارو او لیکنو کې لیدل کېږي.
اقبال وايي:
سرود رفته باز آید که ناید
نسیمی از حجاز آید که ناید
سر آمد روزگار این فقیری
دگر دانای راز آید که ناید
ادامه لري
Leave A Reply

Exit mobile version