لیکوال: ابورافع

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلورمه برخه)

 

د اسلامي تمدن ځانګړتیاوې
هغه عوامل چې د مسلمانانو په منځ کې یې د علم پالنې مفکوره پیاوړې کړه
د اسلامي تمدن د نورو ګټو او ځانګړتیاوو سربېره، چې د مسلمانانو په منځ کې د زده کړې د چاپېریال په رامنځته کولو کې یې اړین رول لوبولی، نور لاملونه هم وو چې مسلمانان یې د بېلابېلو علومو خوا ته وهڅول، څو هغه زده کړي او په دې ډګر کې د بېلابېلو ملتونو لپاره سرلاري شي. دا لاملونه په لاندې ډول لنډیز کېدی شي:
۱- علمي خوځښت ته د اسلامي خلفاو هڅول او ترغیب:
لکه څنګه چې مخکې یادونه وشوه، اسلامي خلفاوو د هغو لیکنو د موندلو او څېړلو لپاره، چې په کلیساګانو کې وې، ډلې او ګروپونه واستول. عباسي خلیفه «مأمون » مسلمانان هند او قسطنطنیې ته ولېږل، څو ارزښتناک کتابونه راټول کړي. د همدې هڅو په پایله کې د ژباړې غورځنګ وده وکړه. په دې لړ کې د پام وړ فارسي، هندي او افریقايي کتابونه عربي ژبې ته وژباړل شول. دوه مشهور ژباړونکي “حنین بن اسحاق” او “یعقوب بن اسحاق کندي” د دې لړۍ مشري کوله.
۲- جوماتونو د مسلمانانو د علمي کچې په لوړولو کې مهم رول ولوباوه:
وروسته مدرسې هم ورزیاتې شوې، چې د «الازهر»، «زیتونه» او «قرویین» مدرسې د علم او فکر له مهمو مرکزونو څخه ګڼل کېدې.
۳- دیني او دنیایي کتابونو ته د مسلمانانو زیاته پاملرنه:
مسلمانانو عامه او خصوصي کتابتونونه جوړ کړل. د بېلګې په توګه، د فاطمیانو په دوره کې د قاهرې په کتابتون کې د کتابونو شمېر ۵۰۰ زره ټوکو ته رسېدلی و، او د اندلس د قرطبې په کتابتون کې دا شمېر ۴۰۰ زره ټوکو ته رسېده. د کتابونو شمېر دومره زیات و، چې کله تاتاریانو د مسلمانانو کتابونه د دجلې سیند ته وغورځول، د سیند اوبه تورې شوې. دا ورځ د مسلمانانو لپاره ډېره سخته او ناخوښه وه.
۴- د علماو او طالب العلمانو ملاتړ:
مسلمانانو خپل اوقاف د علماوو او طالب العلمانو لپاره وقف کړل او د دوی لپاره یې بخششونه او ډالۍ ځانګړې کړې.
۵- د مسلمانانو دیني او معنوي انګېزه:
بې شکه تر ټولو مهم لامل د مسلمانانو دیني او معنوي انګېزه وه، چې د علم پالنې تفکر ته یې پراختیا ورکړه. قرآن کریم او نبوي احادیثو مسلمانان علمي کشفونو او اختراعاتو ته هڅولي دي.
الله جل جلاله فرمايي:
«سنریهم آیاتنا فی الآفاق وفی أنفسهم حتی یتبین لهم أنه الحق أو لم یکف بربک أنه علی کل شيء شهید»
ژباړه: «په نږدې راتلونکي کې به موږ دوی ته په ټوله نړۍ کې او د دوی په روحونو کې خپلې نښې ښکاره کړو، ترڅو دوی ته څرګنده شي چې هغه یقینا حق دی. ایا دا حقیقت چې خدای تعالی جل‌جلاله د نړۍ د ټولو مخلوقاتو شاهد دی بسنه نه کوي؟»
همدارنګه د اسلام ستر پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د علم د زده کړې سپارښتنه کړې او علم یې جنت ته د رسېدو لاره بللې ده. هغه مبارک صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي:
• څوک چې د علم په لټه کې مړ شي، شهید ګڼل کېږي.
• د علم طلب فرض دی، که څه هم په ډېر لیرې ځای لکه چین کې وي.
د علم د ترلاسه کولو او د هغې د حیثیت په اړه دغه انګېزې تر ټولو اصلي او بنسټیزې وې، چې مسلمانان یې وهڅول، څو علم حاصل کړي او هغه ته وده ورکړي.
په طبي علومو کې د مسلمانانو رول:
مسلمانانو هغو علومو ته ډېره پاملرنه کوله چې د هغوی اساسي اړتیاوې یې پوره کولای شوې او د هغو د زده کړې په برخه کې یې د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم د دیني لارښوونو او احکامو په پام کې نیولو سره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي. له دغو علومو څخه یو هم د طب علم دی، چې له خپلو ټولو څانګو سره د بشریت د بقا او د ملتونو د توازن لپاره یو له مهمو علومو څخه ګڼل کېږي. د اسلام د پیغمبر صلی‌الله‌علیه‌وسلم الله په دوره کې او له هغه وروسته د اسلامي خلفاو او امیرانو په واکمنیو کې طب ته ځانګړې پاملرنه وشوه او د مسلمانانو د اړتیا وړ علومو په منځ کې یې ځانګړی ځای وموند.
د طبابت په اړه د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم لارښوونې:
نبي کریم صلی‌الله‌علیه‌وسلم په بېلابېلو احادیثو کې طبي مسایل او د ناروغیو درملنه ذکر کړې ده. کله چې مدینې ته هجرت وکړ، ناروغان ورته راتلل او د شفاء غوښتنه یې کوله. هغه مبارک صلی‌الله‌علیه‌وسلم به د هغوی لپاره د شفاء دعا کوله او ورته یې ویل:
«اې د خدای بندګانو! د ځان درملنه وکړئ؛ ځکه الله تعالی جل‌جلاله هیڅ مرض نه دی رالیږلی مګر د هغه دوا یې هم رالېږلې ده.»
په بل حدیث کې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي:
«شفاء په درې شیانو کې ده، په حجامت کې، د شاتو په څښلو کې او په اور باندې داغ کولو کې، خو زه خپل امت د اور له داغولو څخه منع کوم.»
همدارنګه، له رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم څخه روایت دی چې هغه به “تلبینه” (د سوپ په څېر خواړه) جوړولو امر کاوه او دا یې د ناروغ او غمجن لپاره ګټور باله. هغه صلی‌الله‌علیه‌وسلم فرمایلي دي:
«تلبینه د ناروغ زړه قوي کوي او د هغه غمونه لرې کوي.»
په یو بل حدیث کې راغلي دي:
«پوڅکۍ د مَنّ (هغه خواړه چې بني اسرائیلو ته نازل شوي وو) له خوړو څخه دی او د هغه اوبه د سترګو د شفا لپاره ګټورې دي.»
د تبې د علاج په اړه یې فرمایلي دي:
«تبه د جهنم له ژبې څخه ده، هغه په اوبو سره خاموشه کړئ.»
طبابت ته د اسلام پاملرنه او د خرافاتو مخنیوی
د طبابت ارزښت ته په کتو، اسلام د خرافاتو مخنیوی کړی دی. د حیواناتو د تعویذ لګولو، د هغو داغولو، خال وهنې، فال او نجوم په څېر رایج خرافات یې منع کړي دي. رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د جادوګر او طبیب ترمنځ توپیر وکړ او ویې فرمایل:
«من أتی کاهنا أو عرافا فآمن بما یقوله فقد کفر بما أنزل علی محمد»؛
ژباړه: «څوک چې جادوګر یا کاهن ته لاړ شي او په هغه څه چې وایي ایمان راوړي، په حقیقت کې هغه څه چې پر محمد صلی‌الله‌علیه‌وسلم نازل شوي دي، انکار کړی دی.»
اسلام یو مهم علمي حقیقت بیان کړی دی، چې هیڅ ناروغي پرته له درملنې نشته. که ځینې ناروغۍ داسې وي چې موږ یې علاج نه شو موندلی، نو دا زموږ د بې علمۍ یا په هغه برخه کې د کمو هڅو له امله ده. له همدې امله، اسلام هڅه کړې چې خلک د علم او درملنې په برخه کې هڅوي.
د شخصي حفظ الصحې او طهارت ارزښت:
اسلام د شخصي حفظ الصحې امر کړی او هغه یې د روغتیا د ساتنې لپاره اړین ګڼلی دی. د پاکوالي ارزښت په دې ټینګار سره څرګند شوی چې رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم الله فرمایلي دي:
«النظافة من الإیمان»؛
ژباړه: «پاکوالی د ایمان برخه ده.»
اسلام د نجاست او پاکوالي په اړه جدي لارښوونې کړې دي او ځینې شیان یې نجس او حرام بللي دي، لکه:
• چټلي
• ژیړې اوبه (صفراء)
• قی (استفراغ)
• د سپي او نورو ځناورو ناپاکې
• د خنزیر غوښه
• او هر هغه څه چې متعفن وي.
د ناپاکو شیانو د پاکوالي لپاره یې سخت شرطونه وضع کړي دي، لکه: څو ځله مینځل، په اوبو کې ایشول، په اور کې سوځول، یا وچول. حتی د بدن د هر غړي پاک ساتل یې ضروري ګڼلي، څو د ناپاکۍ لامل ونه ګرځي.
د بېلګې په توګه، رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د نوکانو د کمولو امر کړی، څو د هغو لاندې چټلي پاتې نشي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version