لیکوال: عبیدالله نیمروزی

د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (څوارلسمه برخه)

الحمد لله، په تېره برخه کې مو د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله کارنامې، لاسته راوړنې او شخصیتي ځانګړتیاوې تر بحث لاندې ونیولې. په دې برخه کې غواړو په لنډه توګه او له مذهبي تعصب پرته د فاطمي حکومت د ړنګېدو او د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله د فتحو په اړه خبرې وکړو.
د فاطمیانو د حکومت سقوط او د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله فتحې
په مصر کې د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله د حکومت پیل د “عبیدي کورنۍ” د واکمنۍ له پای ته رسېدو سره، چې د فاطمیانو د پاچاهۍ په نوم هم پېژندل کېږي، سمون خوري. د عبیدي یا بنو عبید په اړه ډېری نسب پوهان په دې خبره نږدې متفق دي چې بنو عبید د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له کورنۍ سره هېڅ اړیکه یا تړاو نه درلود. د دوی نیکه عبید، یو مجوسي (زردشتي) یا یهودي وو.
قاضي ابوبکر محمد بن الطیب په خپل ارزښتناک کتاب “کشف الاسرار الباطنیه” کې، قاضي عبدالجبار په خپل کتاب “تثبیت النبوة” کې، او مقدسي په خپل کتاب “کشف ما کان علیه بنو عبید” کې په تفصیل سره دا مسئله څېړلې ده.
فاطمیانو د ۲۲۹ څخه تر ۵۶۷ هجري پورې د اسلامي نړۍ په لویه برخه واکمني وکړه. په دې ۲۶۸ کلنه موده کې یې په انساني عقایدو، کړنو، اخلاقو او تمدن خورا منفي اغېز پرېښود او اسلامي ټولنه یې په بېلابېلو فسادونو کې ښکېله کړه.
د فاطمیانو د واکمنۍ ځانګړنې او بېلګې
د دې دورې حکومت د خپلو عقایدو او افکارو له پلوه عجیب او د احکامو او قوانینو له پلوه بې‌بنسټه و. لاندې د فاطمي واکمنۍ د ځینو عجیبو پرېکړو او کړنو څو بېلګې وړاندې کوو، چې د مشهور تاریخپوه “مقریزي” لخوا په خپل کتاب “الحفظ والآثار” کې ذکر شوې دي:
1. په میراث کې د قانون بدلون: په ۳۶۲ هجري قمري کال کې د میراث د وېش په قانون کې داسې بدلون راغی چې که متوفی لور لرله، د هغه زامنو، وراره ګانو او ترونو ته د میراث برخه نه ورکول کېده. له دې قانون سره مخالفت د حضرت فاطمه الزهرا رضی الله عنها د دښمنۍ په معنا ګڼل کېده.
2. سپوږمۍ لیدل منع شول: په مصر کې د سپوږمۍ لیدل په ټوله کې منع شول، او د روژې او اختر ورځې د ریاضي محاسبو او کلیزې له مخې ټاکل کېدې.
3. د تراویح لمونځ بندول: په ۳۷۲ هجري قمري کال کې په ټول مصر کې د تراویح لمونځ منع شو. که چا د امام مالک د موطا کتاب لیده، هغه به یې غندل.
4. د څاښت په لمونځ بندیز: په ۳۹۳ هجري کال کې ۱۳ تنه د صلاة الضحی (د څاښت لمونځ) د ادا کولو په جرم د خلکو په مخ کې ووهل شوه.
5. د سبزیو په پلور بندیز: په ۵۹۵ هجري کال کې د “مالوخیاء” په نوم د یوې سبزۍ پلور – چې د مصریانو ډېر خوښېده – منعه شو، ځکه چې دا د حضرت معاویه رضی الله عنه د خوښې سبزي وه. همدارنګه، د کاهو سبزي هم ځکه منع شوه چې د ام المؤمنین بي بي عایشه صدیقه رضی الله عنها د خوښې سبزي وه.
6. د تېرو صالحانو سپکاوی: په همدې کال کې د جوماتونو، مقبرو پر دیوالونو او حتی د دښتو او صحراګانو باندې د تېرو صالحانو او مشرانو سپکاوی او لعنتونه لیکل شوي وو.
7. د الکولو آزادي او فساد: په ۲۱۱ هجري کال کې د فاطمي مشر “الظاهر لاعزاز دین الله” شراب او الکول آزاد اعلان کړل. د عیاشۍ او لهو او لعب بازار ګرم و. په دې وخت کې هیواد د قحطۍ او د لومړنیو اړتیاوو له کمښت سره مخ شو. خلک د شاهي ماڼۍ شاوخوا راټول شول او شعار یې ورکړ: “لوږه، لوږه.” په دې موده کې غلا او لوټماري ډېره زیاته شوه.
په ۲۲۴ هجري کال کې د هیواد ولیعهد، چې څلور کلن و، په سورلۍ حالت کې په سړکونو کې را تاوېده. ټول ښار د هغه لپاره ښکلی او سینګار شوی و، او خلکو د هغه په مخ کې ځمکه ښکلوله. د فاطمي خلفاوو په منځ کې ډېر داسې کسان وو چې له ماشومتوب څخه خلافت ته ټاکل شوي وو. د دې ماشوم واکمنانو اطاعت پر مسلمانانو واجب اعلان شوی و.
کله چې مستنصر بالله خلیفه شو، هغه اووه کلن و. الفایز بنصرالله پنځه کلن و چې خلافت ته وټاکل شو، او عاضد لدین الله یوولس کلن و چې خلافت ته ورسېد.
لنډه دا چې د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله د واکمنۍ په پیل سره، پخوانۍ دوره پای ته ورسېده او یوه نوې دوره پیل شوه. له مصر څخه د مجوسیت او رافضیت نښې په بشپړ ډول له منځه لاړې، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم سنت بیا راژوندی شول. د سلطان صلاح الدین رحمه الله په لومړیو کلونو کې دیني مدرسې جوړې شوې، چې د اهل سنتو عالمانو په کې دیني او اسلامي علوم تدریس کول. په تدریجي ډول د عبیدي دورې واکمنۍ نښې له منځه لاړې، او له هغه وروسته اسماعیلیه مذهب، چې نږدې درې پېړۍ د مصري واکمنانو رسمي مذهب و، په مصر کې نااشنا شو.
مشهور مصري تاریخپوه المقریزي لیکلي دي:
“د شیعه، اسماعیلیه او امامیه مذهبونه په ځمکه کې تر خاورو لاندې شول او حتی د مصر له ګوټ ګوټ څخه ورک شول.”
په اسلامي نړۍ باندې د عبیدي واکمنۍ سل کلنه دوره د سختو ازموینو او کړاوونو دوره وه. په دې موده کې په شریعت، سنتو، عقایدو او اخلاقو باندې ملنډې وهل کېدې، دین په یوه لوبه بدل شوی و، او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د سنتو پیروان، د علم خاوندان او پوهان له ظلم او سپکاوي سره مخ ول. د ژوند او فعالیت کړۍ پرې تنګه شوې وه، او ناوړه کسانو، غلو، او بې دینه خلکو د وضعیت کنټرول په لاس کې درلود.
علامه مقدسي په خپل کتاب “الروضتین في أخبار الدولتين” کې د دې دورې په اړه لیکلي دي:
“د عبیدي واکمنۍ له پیل څخه تر پای پورې، دې بلا په اسلامي نړۍ واکمني وکړه. دا واکمني د ۲۲۹ هجري قمري کال د ذوالحجې په میاشت کې پیل شوه او په ۵۶۷ هجري قمري کال کې پای ته ورسېده. په دې موده کې رافضیت وده وکړه او د خلکو پر اوږو سپاره شول. پر خلکو درانه مالیات او جریمې ولګول شوې، او ځیني خلک هم د هغوی تر اغېز لاندې راغلل. د شام د سرحدي اوسیدونکو او غرنیو قبیلو، نصیریانو او دروزیانو عقیدې د هغوی له ګډېدو څخه وروسته تحریف شوې. د دې ډلې یوه برخه حشیشیان وه، هغه کسان چې په چرسو روږدي وو.”
هغه نفوذ چې اسماعیلي مبلغینو د غرنیو خلکو په منځ کې د هغوی د نالوستۍ او ساده‌والي له امله درلود، په بل ځای کې یې نه درلود.
په همدې واکمنۍ کې فرانسویانو د شام او الجزیرې په ښارونو تسلط درلود. دا حالت د اتابکانو تر تأسیس پورې دوام وکړ. بیا، د سلطان صلاح الدین په څېر یو مجاهد او مېړنی راڅرګند شو، اسلامي هیواد یې پاک کړ، او د الله جل جلاله بندګان یې د دې حکومت له غلامۍ څخه خلاص کړل.
خلک د دې ایوبي انقلاب په رامنځته کېدو ډېر خوشحاله ول او د هغه تود هرکلی یې وکړ. د ریښتینو مسلمانانو او د سنتو د پیروانو دا خوښي یوه طبیعي او فطري خبره وه.
علامه مقدسي رحمه الله د سلطان صلاح الدین له انقلاب څخه ۲۹ کاله وروسته زیږیدلی و. هغه د دې انقلاب اغېزې او بدلونونه په خپلو سترګو لیدلي وو. څرنګه چې هغه خپله خوشحالي په پورته ډول څرګنده کړه، د دې ظالم حکومت په ړنګېدو سره په مصر کې د اسلام او مسلمانانو سپکاوی هم پای ته ورسېد.
حافظ ابن قیم رحمه الله په خپل کتاب “الصواعق المرسله” کې د باطنیانو د واکمنۍ پیل، د هغوی ځواک، او د نورالدین او صلاح الدین ایوبي رحمهم الله تعالی لخوا د یادې واکمنۍ ړنګېدل په لاندې ډول بیان کړي دي:
«د باطنیانو د دعوت څراغ په ختیځ کې مړ شو، تر هغه چې دوی د یو لوی زبرځواک په توګه پر مسلمانانو واکمني وکړه، خپلې ریښې یې پیاوړې کړې، او د دې ډلې مشرانو د لرې لویدیځ په ډېری ښارونو واکمني وکړه. بالاخره دوی مصر ته ورسېدل، د هغه ځای کنټرول یې ترلاسه کړ او هلته (قاهره) کې یې یوه مدرسه جوړه کړه. د دې ډلې مشرانو، واکمنانو، او قاضیانو خپل ډېری فعالیتونه د مذهبي اهدافو د پرمختګ لپاره ترسره کول. په همدې وخت کې د اخوان الصفا رسالې خپرې شوې او ابو علي سینا د “اشارات” او “شفا” په نوم دوه کتابونه ولیکل.
ابن سینا خپله ویلي دي:
«زما پلار “حاکم بالله” د باطنیانو له خلفاوو او مبلغینو څخه و.»
د فاطمیانو په دوره کې، د سنتو او احادیثو پیروي بنده شوې وه، او د احادیثو کتابونه په تاقچو کې بند شوي وو. که چا په یوازیتوب کې د احادیثو کتابونه مطالعه کول او یا یې پرې عمل کاوه، دا د هغه لوړ همت او شخصي پرېکړه وه؛ خو په عام محضر کې د دې کار جرئت چا نه درلود.
د دې مذهب لویه ځانګړنه او د هغې له بنسټیزو اصولو څخه یو هم دا و چې دوی د وحیې او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د تعلیماتو په پرتله عقل ته ترجیح او لومړیتوب ورکاوه. په تدریجي ډول، باطنیانو په ټول مغرب، مصر، شام، او حجاز کې کنټرول ترلاسه کړ، او د یو کال په اوږدو کې عراق هم د دوی تر ولکې لاندې راغی.
د فاطمیانو د واکمنۍ پر مهال، اهل سنت مسلمانان نه یوازې د ذمیانو (غیر مسلم مذهبي اقلیتونو) په څېر ژوند کاوه، بلکې په حقیقت کې دوی هغه عزت او امنیت هم نه درلود چې ذمیانو ته ورکړل شوی و. په دې موده کې ګڼ شمېر عالمان د اعدام په سزا محکوم شول، او ځینې نور یې خپل ژوند په زندان کې تېر کړ.
بالاخره د الله تعالی سنت چې د مومنانو ملاتړ او د ظالمانو له منځه وړل دي، پوره شول. مسلمانان د نورالدین او صلاح الدین رحمهم الله په واسطه د باطني شیطانانو له منګولو څخه وژغورل شول. په دې هېوادونو کې اسلام د زوال او ورکېدو حالت ته رسېدلی و؛ خو د ایوبي انقلاب سره دوی ته نوی ژوند ورکړل شو، او د اسلام لمر له کسوف څخه وژغورل شو. د ځمکې پر مخ مسلمانان ډېر خوشحاله شول. څرنګه چې مسلمانانو د دې انقلاب له پیلېدو لږ مخکې له یو بل څخه پوښتنه کوله:
“ایا امکان لري چې د اسلام لپاره ملاتړی وموندل شي؟”
الله تعالی د خپل نیک بنده او د مجاهدینو د هڅو او سرښندنو په وسیله بیت المقدس د صلیبیانو له عبادت کوونکو څخه آزاد کړ. هغه د خدای تعالی د دین د ملاتړ او مرستې دنده په خپل ټول قوت او ځواک سره ترسره کړه.
د دې دورې له تاریخي کتابونو څخه ثابته شوې ده چې اسلامي نړۍ، په ځانګړې توګه د شام او عراق خلکو، د دې انقلاب تود هرکلی وکړ. عام او خاص مسلمانان له دې انقلاب څخه خوښ وو.
په دې توګه، صلاح الدین ایوبي رحمه الله په یوه توپاني جبهه کې صلیبیان مات کړل او اسلامي نړۍ یې له سیاسي، اخلاقي، او تمدني غلامۍ او د لویدیځوالو له یرغل او داخلي ګډوډۍ څخه وساتله. له بلې خوا، هغه د فاطمیانو جرړې یې وایستې؛ په دې توګه یې د فساد هغه سرچینه بنده کړه چې له مصر څخه راڅرګنده شوې وه او په ټوله اسلامي نړۍ کې یې د “باطنیت او اسماعیلیت” فساد خپور کړی و.
هغه فتنه چې د ۳۰۰ کلونو لپاره د اخلاقي او عقیدوي فساد او د خلکو د افکارو د بدلون مسؤله وه، د صلاح الدین ایوبي رحمه الله د هڅو په پایله کې ختمه شوه. د اسلام تاریخ به د صلاح الدین دا دوه لویې او تاریخ جوړوونکې کارنامې هېڅکله هېرې نه کړي، او اسلامي امت د دې کُرد مجاهد او مبارز د احسانونو پوروړی دی.
جزاه الله عن الإسلام والمسلمین خیر الجزاء.
دوام لري…
Leave A Reply

Exit mobile version