لیکوال: ابو عائشه

په اسلام کې د امنیت ارزښت (شپږ ویشتمه او وروستۍ برخه)

نړیوال امنیت ته دوه لوی ګواښونه
الف. ترهګري
ترهګري یا تروریزم، ملي او نړیوال امنیت ته یو له سترو ګواښونو څخه دی. ترهګري هغه ناوړه کړنه ده چې د سیاسي، عقیدتي یا ایډیالوژیکي موخو د ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي او ترهګرۍ په وسیله ترسره کېږي. دا ناوړه ښکارنده (پدیده) د امنیت د مستقیم ګواښ ترڅنګ، پراخې رواني او ټولنیزې اغېزې هم لري.
ب. عمومي جرمونه او جنایتونه
په ټولنه کې د جرمونو خپرېدل د امنیت لپاره یو بل لوی ګواښ دی. ګڼ شمېر عوامل د جرمونو د زیاتېدو لامل ګرځي، لکه: فقر، بې وزلي او په ټولنه کې د معنوي ارزښتونو له منځه تلل. دا جنایتونه نه یوازې افراد زیانمنوي، بلکې د ټولنې اخلاقي او ټولنیز بنسټونه هم له منځه وړي.
په ټولنه کې د امنیت د نشتوالي زیانونه او تاوانونه
د امنیت نشتوالي بېلابېلې پایلې او زیانونه لري، چې ځینې یې په مستقیم ډول پر عامه امنیت اغېزه کوي.
د دې زیانونو په اړه لنډ وضاحت په لاندې ډول دی:
۱. کورني تاوانونه
• کورنۍ شخړې؛
• طلاق؛
• د تېښتې پېښې؛
• د کوڅو ماشومانو زیاتېدل.
۲. چلندیز اختلال
• د نظم ګډوډي؛
• د ټولنیزو نورمونو ماتېدل.
۳. د مذهبي او فکري اختلافاتو زیاتېدل
کله چې امنیت او سوله له منځه لاړ شي، ډېرې فرقې رامنځته کېږي چې هره فرقه د خپل نظر پر بنسټ خپله لاره ټاکي او تعقیبوي. دا حالت ګډوډۍ او بېلابېلو تمایلاتو ته لار هواروي، لکه:
• د ځوانانو ترمنځ د هویت کړکېچ؛
• د جنايي ډلو شمېر کې زیاتوالی؛
• په ټولنه کې د ګرمو وسلو (قانوني او غیر قانوني) رواج؛
• د غیر قانوني مهاجرتونو زیاتېدل؛
• په ټولنه کې د بیکارۍ وده؛
• د ټولنیزو ایډیالونو او واقعیت ترمنځ واټن؛
• د سوکالۍ او نېکمرغۍ احساس کمېدل؛
• د شخړو او ټولنیزو تضادونو زیاتېدل (لکه قومي او سیمه‌ایز شخړې).
د خطرناکو بې نظمیو زیاتوالی
• قتل؛
• غلا؛
• د نورو حریمو ته تېری؛
• د خلکو د حقونو څخه سرغړونه.
دغه لاملونه هر یو، یوازې، کولی شي ټولنې ته جدي زیانونه او ژور تاوانونه رامنځته کړي. په ځینو شرایطو کې، له دې زیانونو څخه هر یو د لوی بحران او ویجاړونکي تراژیدۍ لامل کېدلی شي، چې په پایله کې ټولنه د زوال او سقوط سره مخامخ کېږي. هغه ټولنې چې امنیت نه لري، معمولاً د نورو هیوادونو په پرتله وروسته پاتې کېږي او خلک یې په افسوس او خفګان کې ژوند تېروي.
پایله
لکه څنګه چې په تېرو برخو کې ذکر شوي، امنیت د انسان د ژوند له لومړنیو او اړینو اړتیاوو څخه دی. انسانان په خپل ورځني ژوند کې دې حیاتي نعمت ته خورا زیاته اړتیا لري. له همدې امله، د امنیت د تأمین او ساتنې فردي او ټولنیز مسئولیت خورا دروند دی. په دې برخه کې اړینه ده چې ټول خلک، په ځانګړې توګه د ټولنې مسؤل کسان، د امنیت په رامنځته کولو او د ستونزو په حل کولو کې هڅې وکړي او نورو ته هم د دې نعمت څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره کړي.
په دې څېړنه کې هڅه شوې چې د امنیت مسئله او د هغې بېلابېل اړخونه د اسلام، قرآن کریم او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سنتو له نظره وڅېړل شي. د دې څېړنې په پایله کې څرګنده شوه چې قرآن کریم د امنیت پر اهمیت ټینګار کړی او دا یې یو ستر نعمت بللی دی. د قرآن کریم په ګڼو آیتونو کې په دې مسئله رڼا اچول شوې او د هغې بېلابېل اړخونه په تفصیل سره بیان شوي دي.
امنیت د فردي، اجتماعي او دنیوي ژوند لپاره د یو اساسي بنسټ په توګه د انسان د اخروي ژوند د پیل ټکی ګڼل کېږي. په قرآن کریم، د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم سنتو او د امت د علماوو په اقوالو کې په خپلواکه او تکراري توګه امنیت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده. له همدې امله، موږ مسلمانان چې ځانونه د قرآن او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سنتو پیروان ګڼو، په دې برخه کې تر ټولو زیات مسئولیت لرو. زموږ وظیفه دا ده چې په دې اړوند جدي هڅې وکړو.
موږ باید هڅه وکړو چې د نورو خلکو سره مرسته وکړو ترڅو دا الهي نعمت خوندي پاتې شي او د هر هغه څه ترسره کولو څخه ډډه وکړو چې د ټولنې امنیت ته زیان رسوي. نن ورځ که موږ د بشر حالت وڅېړو، نو پوهېږو چې امنیت او سولې ته تر بل هر څه زیاته اړتیا شته. د “امنیت” کلمه د نړۍ په ډېرو برخو کې ناپېژندلې ښکاري. که چیرې په نړۍ کې امنیت شتون ولري، خلک به هیڅکله بې ځایه یا بې کوره نه شي.
د لوی خدای جل‌جلاله له درباره غواړو چې ټوله نړۍ ته، په ځانګړې توګه مسلمانانو ته، امنیت، ثبات او سوله د یو ارزښتناک نعمت په توګه په برخه کړي. همدارنګه، موږ ته توفیق راکړي چې د دې نعمت په قدر پوه شو او د ساتنې او پیاوړتیا لپاره یې هڅې وکړو. هغه کسان چې له دې نعمت څخه ګټه اخلي، باید د خدای تعالی جل‌جلاله شکر ادا کړي او په یاد ولري چې دا نعمت د خدای جل‌جلاله فضل او بخښنه ده.
سرچینې:
1. قرآن کریم.
2. البخاری، محمد بن إسماعیل، صحیح البخاري، باب دعاء النبي صلی‌الله‌علیه‌وسلم، ج 1.
3. النيسابوري، مسلم بن حجاج القشيري، صحيح مسلم، رقم الحديث: 4748، برنامه: موسوعة الحديث.
4. الترمذي، محمد بن عیسی، جامع الترمذي، رقم الحدیث: 2280، برنامه: موسوعة الحديث.
5. السجستانی، داود بن اشعث، سنن ابی داود، پاکستان ـ کراچی: مکتبة البشرى، الطبعة الأولى، 1397، ج 1.
6. الزمخشري، محمود بن عمر، اساس البلاغة، تحقيق: محمد باسل عيون السود، ج 1، لبنان ـ بيروت: دارالكتب العلمية، الطبعة الأولى، 1419 هـ. ق، 1998 م.
… (سرچینې په بشپړ ډول شاملې دي).
7. ابن فارس، أحمد بن فارس بن زكريا، معجم المقاييس، تحقيق: عبدالسلام محمد هارون، سوريا ـ دمشق: دارالفكر، 1399 هـ، 1997 م.
8. سعید رضوان إسماعيل، يوسف الثلاثيني نهاد، الأمن في السنة النبوية، مجلة الجامعة الإسلامية للدراسات الإسلامية، المجلد العشرون، العدد الأول، ص 1 ـ 38، يناير 2012 م.
9. التركي، عبدالله بن عبدالمحسن، الأمن في حياة الناس وأهميته في الإسلام. وزير الشؤون الإسلامية والأوقاف والدعوة والإرشاد. بی¬تا، بی¬جا.
10. النعماني، خالد، الأمن في القرآن والسنة، العراق: كربلاء، قسم الشؤون الفكرية والثقافية، الطبعة الأولى، 1436 هـ، 2015 م.
11. المناوی، محمد عبدالرؤوف، التوقیف علی مهمات التعاریف، 1410 هـ.ق.
12. الجرجانی، علی بن محمد، التعریفات، تحقیق: إبراهیم الأبیاری، 1405 هـ.ق.
13. اتخاذ السنة النبویة إلی جانب القرآن الکریم أساسا لشؤون الحیاة، بی‌تا.
14. الفوزان، عبدالعزیز بن فوزان، أثر العلم الشرعی في مواجهة العنف والعدوان، بی‌تا، بی‌نا.
15. المنتار، محمد، القرآن الکریم ومشاهد الأمن بعد الخوف فی حیاة الإنسان، بی‌تا. الرابطة المحمدیة للعلماء، المملکة المغربیة.
16. الأندلسی، محمد بن یوسف، البحر المحیط في التفسیر، 1420 هـ.ق، ج 8.
17. الجزائری، جابر بن موسی، أیسر التفاسیر لکلام العلی الکبیر، 1424 هـ.ق، ج 3.
18. الألوسی، محمود بن عبدالله، روح المعانی فی تفسیر القرآن العظیم والسبع المثانی، ج 4.
19. المراغی، أحمد مصطفی، تفسیر المراغی، باب سورة النحل، ج 1.
20. المناوی، زین الدین محمد، فیض القدیر شرح الجامع الصغیر، 1356 هـ، ج 6.
21. العظیم آبادی، محمد شمس الحق، عون المعبود شرح سنن أبی داود، 1415 هـ.ش، ج 13.
22. الشوکانی، محمد بن علی، نیل الأوطار، تحقیق: عصام الدین الصبابطی، 1413 هـ.ش، ج 5.
23. شرح البخاری لابن بطال، باب قول النبی صلی‌الله‌علیه‌وسلم: من حمل علینا السلاح… ج 19.
24. شرح السنة للبغوی، باب قتال أهل البغی، ج 5.
25. ابن حنبل، أحمد بن محمد، مسند أحمد، مسند عبدالله ابن عمر، جزء 10.
26. المتقی، علاء الدین علی بن حسام الدین، کنز العمال في سنن الأقوال والأفعال، تحقیق: بکری حیاتی- صفوة السقا، 1401 هـ. ق، باب رؤیة الهلال، ج 8.
27. القحطاني، محمد بن سعيد، الولاء والبراء، بې‌تا.
28. الخطيب، عبدالقادر، أثر تعليم القرآن الكريم في حفظ الأمن، بې‌تا.
29. مسعودة، بن السايح، القرآن الكريم ودوره في تحقيق الأمن النفسي، مجلة آفاق العلوم، العدد العاشر، 2018م.
30. الغامدي، محمد عبدالله، الأمن النفسي وعلاقته بجودة الحياة، مجلة كلية التربية ببنها، العدد 108، أكتوبر 2016م.
31. سمير، أحمد، الأمن الاقتصادي، سلسلة شهرية تركز على التحليل العلمي للمركز الدولي للدراسات المستقبلية والاستراتيجية، بې‌تا.
32. عبدالعظيم، سعيد، كيف يتحقق الأمن والأمان ورسائل مهمة، مصر – الإسكندرية: دار الإيمان، بې‌تا.
33. الدرمكي، د. سعيد بن سالم، وسائل تحقيق الأمن في المجتمع، بې‌تا، قام به فريق التفريغ في شبكة بينونة للعلوم الشرعية.
34. البلوشي، ناصر عيسى أحمد، الأمن والأمان فريضة دينية وضرورة دنيوية، الإمارات العربية المتحدة، دبي: دائرة الشؤون الإسلامية والعمل الخيري، الطبعة الأولى، 1437 هـ.ق/ 2015م.
35. رامي، صباح أسد محمود، أنواع الأمن وأهمية كل منها، نشر في موقع: مجلة التدريب، تاريخ نشر المقال: 2022م.
36. الصلابي، علي محمد، صفات المتقين (مختارات من كتاب فقه النصر والتمكين)، نشر المقال في: 27/12/2023م، الموقع الرسمي للدكتور علي محمد الصلابي.
37. موقع علم ودوافیر، المقالة بعنوان: مفهوم الأمن الاجتماعي وخصائصه.
38. السبر، محمد بن إبراهيم، مقومات الأمن، 1438 هـ.ق.
39. تيموري، جواد و كوشكي علي مردان، الأمن من منظور القرآن والإسلام، فصلنامه علمی تخصصی دانش انتظامی لرستان، سال پنجم، شماره سوم، پاییز (خزان) 1396 هـ.ش.
40. فرهنگ معاصر عربي- فارسي، آذرتاش آذرنوش، ایران – تهران: نشر نی، چاپ پانزدهم، 1392 هـ.ش.
41. جهانگيري، علي، قدرت و امنیت در قرآن، ایران – تهران: انتشارات زرنوشت، چاپ اول، سال چاپ 1400 هـ.ش.
42. نوبري، علیرضا – اسماعيلي، علي، مفهوم‌شناسی امنیت در قرآن و زمینه‌های شکل‌گیری آن با تأکید بر روش معنا‌پژوهی ایزوتسو، مقاله نشره در فصلنامه علمی امنیت ملی، سال دهم، شماره سی‌وششم، تابستان 1399 هـ.ش.
43. خوزين، حسن، أمنيت فردي از ديدگاه قرآن كريم، مقاله نشر شده در فصلنامه علمی امنیت ملی، سال دهم، شماره سی‌وپنجم، بهار 1399 هـ.ش، ص 37-38، به نقل از تفسير نور محسن قرائتی.
44. نويدنيا، منيژه، درآمدي بر أمنيت اجتماعي، فصلنامه مطالعات راهبردي، سال ششم، شماره اول، 1382 هـ.ش.
45. مقتدایي، زينب، أمنيت اجتماعي در جامعه، مقاله نشر شده در سایت راسخون، تاریخ نشر: 1394 هـ.ش.
46. صالحي، علي، بررسي و تبيين عوامل مؤثر بر امنيت اجتماعي جوانان، فصلنامه دانش انتظامي، سال دوازدهم، شماره دوم، بې‌تا.
47. توسلي، محمدحسن، مقدس، روح‌الله، بازتاب عناصر، مجریان و ابزارهای (اماکن) نظم و امنیت اجتماعی در متون ادب فارسی تا سدۀ هشتم، فصلنامه انتظام اجتماعي، سال هفتم، شماره چهارم، زمستان 1394 هـ.ش.
48. عباسي، علي، نقش نیروی انتظامی در تأمین امنیت اجتماعی، فصلنامه دانش انتظامی، سال دوازدهم، شماره دوم، بې‌تا.
49. محمدي، محمدشاه، مشاركت اجتماعي آگاهانه و أمنيت اجتماعي، فصلنامه امنیت ملی، سال چهارم، شماره شانزدهم، تابستان 1394 هـ.ش.
50. حفظ آبرو و حیثیت از دیدگاه آموزه‌های دینی، نشر شده به تاریخ 1398 هـ.ش در سایت گنجینه معارف.
51. مقاله نشر شده در سایت دانش‌چی، عنوان مقاله: تحقیق در مورد امنیت و انواع آن.
52. زنجانی، سعید، بررسی رابطه بین سرمایه اجتماعی و سلامت اجتماعی با امنیت خانواده، مجله مطالعات جامعه‌شناسی، سال سوم، شماره دهم، بهار 1390 هـ.ش.
53. أنواع امنیت، مقاله نشر شده در سایت رزوبلاگ، نوشته شده توسط ستایش روشن، تاریخ نشر: 1392 هـ.ش.
54. جليلي‌زاده، محدثه، بررسی نقش فرد و نهادهای اجتماعی در تحقق امنیت اجتماعی، نشر شده در پژوهش‌های اجتماعی اسلامی، سال بیست‌وسوم، شماره دوم (پیاپی 114)، 1396م.
55. منصوري، خلیل، أمنیت و سازوکارهای تأمین آن، تاریخ نشر: 1396، نشر شده در سایت خود نویسنده.
Leave A Reply

Exit mobile version