لیکوال: عبیدالله نیمروزی

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (دري شپېتمه برخه)

له شیخ العرب والعجم، مولانا سید حسین احمد مدني رحمه الله سره اړیکه
له شیخ العرب والعجم مولانا سید حسین احمد مدني رحمه الله سره د مولانا ندوي رحمه الله اړیکه او پېژندګلوي پخوانۍ او اوږده کیسه ده. د مینې او ارادت دا اړیکه هغه وخت پیل شوه کله چې د هغه ګران او مشر ورور، ډاکټر سید عبدالعلي ندوي، له مولانا مدني سره د ارادت او اصلاح ډکه اړیکه جوړه کړه. کله به چې مولانا مدني په سیاسي یا نورو غونډو کې د ګډون لپاره “لکنو” ته سفر کاوه، د ډاکټر عبدالعلي کور، چې د هغه یو له مخلصو ارادتمندانو څخه و، د مولانا مدني په هستوګنځي بدلېده او ځینې وختونه به هغه هلته د څو ورځو لپاره پاتې کېده.
مولانا ندوي رحمه الله، چې هغه وخت کوچنی ماشوم و، د مولانا مدني د خدمت او تګ راتګ مسئول و. دا چاره په خپله د دې کوچني ماشوم لپاره یوه لویه نېکمرغي وه. مولانا ندوي وايي:”کله به چې حضرت مولانا مدني زموږ کور ته ننوت، په کور کې به یوه ځانګړې خوشحالي او روښانتیا راڅرګندېدله، او زما لومړني روحاني او اخلاقي بنسټونه له هغه ځایه جوړ شول. که څه هم په هغه وخت کې زه د هغه د ویناوو او نورو کمالاتو څخه متاثره نه وم؛ ځکه چې لا دې مرحلې ته نه وم رسېدلی، مګر د هغه لوړ شخصیت زما زړه دومره اغېزمن کړی و چې په غیر ارادي توګه مې د هغه پښو ته د لوېدو او د هغه لاس ښکلولو ته لیوالتیا درلوده.”
د مولانا مدني یو له غوره ځانګړتیاوو څخه دا وه چې هغه په دوامداره توګه د ساده ژوند سپارښتنه کوله. هغه تل ټینګار کاوه چې ساده او بې زحمته خواړه دې چمتو کړل شي، که نه نو هغه به خپله ناخوښي څرګندوله.
مولانا عبدالعلي ندوي خپل ځوان او نوی راڅرګند شوی ورور ته ډېره پاملرنه کوله او تل یې هڅه کوله چې د هغه د ژوند علمي، عملي، فزیکي او روحاني اړخونه پرمختګ وکړي. لکه څنګه چې هغه مولانا مدني ته په یوه لیک کې لیکلي وو:”دعا وکړئ چې څنګه خدای جل جلاله د حضرت سید احمد شهید څخه د اصلاح او ویښتیا کار واخیست، د هغه په څېر، بلکې له هغه څخه زیات، له علي ابوالحسن څخه هم ورته کار واخلي.”
په حقیقت کې، دا مسایل د امام ندوي د غوره شخصیت بنسټیزې خښتې ګڼل کېدی شي. له مولانا مدني سره اشنايي او خبرې اترې د امام ندوي لپاره د بې‌شمېره برکتونو او فضیلتونو سرچینه وه، چې د روحانیت، حقیقت، تزکیې او احسان په لاره کې یې د پرمختګ لپاره زمینه برابره کړه.
دیوبند ته سفر
په یوه غونډه کې، ډاکټر عبدالعلي خپل ورور مولانا مدني رحمه الله ته راوست ترڅو خپل حالت وړاندې کړي. له دې غونډې وروسته مولانا مدني وویل:”دا ماته دیوبند ته راولېږه.”
په دې توګه، مولانا ابوالحسن د ۱۳۵۱ هجري قمري کال د ربیع الاول یا ربیع الثاني په میاشت کې دیوبند ته لاړ. هلته هغه د مولانا مدني له بې‌پایه مهربانۍ او شفقت سره مخ شو.
په دې موده کې، ابوالحسن له مولانا مدني څخه وغوښتل چې هغه ته یو څه وخت ورکړي، ترڅو د قرآن کریم د مسایلو او ستونزمنو ټکو په اړه ترې پوښتنې وکړي. مولانا مدني د دې کار لپاره د جمعې ورځ ټاکلې وه، چې د ابوالحسن لپاره یو لوی نعمت او برکت و.دا تاند، هڅاند، زیارکښ او پیاوړی ځوان د مولانا مدني له روحاني او فکري غونډو څخه ښه ګټه پورته کوله. هغه څوک چې د داسې یو شریف او عالم شیخ حضور ته د لوړو انګېزو سره راغلی وي، بې له شکه به دا ښکلی فرصت د خپل ژوند له غوره شیبو څخه یوه وګڼي.
د هند د آزادۍ غورځنګ د مذهبي مشرانو له ډلې څخه د یو په توګه، مولانا مدني رحمه الله تل د هغو اغېزمنو او مشهورو مذهبي شخصیتونو هرکلی کاوه، چې د هغه حضور ته راتلل. د هغه په کور کې د مختلفو ځایونو څخه مختلفې مجلې او ورځپاڼې راټولېدلې، چې دا د ابوالحسن لپاره یو ځانګړی فرصت و؛ ځکه چې هغه پخوا د لیکوالۍ اصولو او مهارتونو سره بلد او د هغو مینوال و. همدارنګه، دا پرله‌پسې حضور د دې لامل شو، چې هغه د ډېرو سیاسي شخصیتونو، مخلصو مجاهدینو او د دیوبند دارالعلوم د مشهورو استادانو سره بلد شي.
په همدې موده کې، مولانا مدني رحمه الله له خپل دروند ملګري مولانا محمد اعزاز علي څخه وغوښتل چې ابوالحسن ته اجازه ورکړي، چې د هغه په درسي غونډو کې برخه واخلي. مولانا اعزاز علي په سخاوتمندانه ډول دا اجازه ورکړه، او ابوالحسن د ملا علي قاري لخوا لیکل شوي کتاب “شرح النقایه” په درس کې ګډون وکړ. هغه د دې درس له علمي او معنوي ګټو او د هغه بې‌ساري عالم له فیوضاتو څخه ګټه پورته کړه.
مولانا ندوي رحمه الله د خپلو یادښتونو په دوام کې لیکي:”په دارالعلوم کې د هستوګنې پرمهال، ما یو بډایه کتاب ولوست او یوه رساله مې مطالعه کړه، چې له دین څخه نیولې تر سیاست پورې مختلف فصلونه او برخې یې درلودې. دې ژوندۍ او ارزښتناکې رسالې یو ښکلی سرلیک درلود، چې ثنا او ستاینه پکې وه.”
لنډه دا چې، مولانا ندوي یو معنوي او له برکت څخه ډک چاپېریال ته ننوت، چې د هغه د علمي، اخلاقي، معرفتي او روحاني بنسټ په جوړښت کې یې ستر رول ولوباوه. هغه د متقیانو او وتلو شخصیتونو په حضور کې، چې د هند په نیمه‌وچه کې د علم او عرفان ستوري ګڼل کېدل، د شاګردۍ زنګون وواهه.
یو له دغو مشهورو شخصیتونو څخه مولانا مدني رحمه الله و، چې اقبال لاهوري رحمه الله یې په وصف کې داسې وایي:
سر دین ما را، خبر او را، نظراو درون خانه، ما بیرون درما کلیسا دوست، ما مسجد فروشاو زدست مصطفی پیمانه نوش
هغه معنوي نیالګی چې په میوه لرونکې ونې بدل شو
د علم او معرفت په ډګر کې د دې مشرانو د ملګرتیا په پایله کې، د مولانا ندوي د روحاني شخصیت نوی تخم ورو ورو غوړ شو او وده یې وکړه. هغه نه یوازې یو مشهور عالم و، بلکې یو عمل کوونکی هم و، چې تل یې ځان معنوي عبادت او د ځان جوړونې ته وقف کړی و.
بې له شکه، د ځان اصلاح او معنوي پیاوړتیا ته دا ځانګړې پاملرنه، د حضرت مولانا ندوي د دروند شخصیت په جوړښت کې تر ټولو لوی لامل ګڼل کېږي.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version