بې له شکه چې د هر علم د پېدایښت او لیکلو د تاریخ پوهه، یو له مهمو مسلو څخه ګڼل کیږي، نو ځکه د شریعت د مقاصدو د علم څیړونکي هم باید د دې علم د پیدایښت او پړاوونو په اړه بشپړه پوهه ولري. د شریعت د مقاصدو علم لکه د نورو شرعي علومو په شان په یو ځل او یو پړاو کې نه دی رامنځته شوی، بلکې له څو پړاوونو تېر شوی دی تر دې چې د تالیف او تصنیف پړاو ته رسېدلی او په اوسنۍ بڼه منځ ته راغلی دی.
د شریعت د مقاصدو علم له څلورو پړاوونو او دورو وروسته اوسنۍ بڼه خپله کړې ده:
۱. د وحیې او نبوت دوره
په لومړي پړاو کې لیدل کیږي چې د شریعت مقاصد یا موخې په شرعي نصوصو کې د قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په احادیثو کې له علت او حکمت سره یو ځای ذکر شوي دي. موږ به یې ځینې موارد په لاندې کې تر بحث لاندې ونیسو:
الف: د شریعت مقاصد د قرآنکریم د آیتونو په رڼا کې
قرآنکریم په ډیرو مواردو کې د اسلامي شریعت مقاصد او حکمتونه ذکر کړي دي چې له دې جملې څخه قرآن کریم د “یسر” د قاعدې یادونه کړې ده؛ خدای تعالی فرمایي: “یرید الله بکم الیسر و لا یرید بکم العسر”؛ یعني: (خدای ستاسو هوساینه غواړي، نه ستاسو سختۍ.) همدارنګه په بل آیت کې فرمایي: “ما یرید الله لیجعل علیکم من حرج ولکن یرید لیطهرکم و لیتم نعمته علیکم لعلکم تشکرون”؛ یعنې: (خدای نه غواړي چې تاسو ته ستونزه جوړه کړي؛ بلکه هغه غواړي چې تاسو پاک کړي او په تاسو باندې خپل نعمتونه بشپړ کړي؛ ښایي تاسو د هغه څخه مننه وکړئ.) د قرآن په دواړو آیتونو کې د دین حکمت ذکر شوی، چې په دین کې اسانتیا او هوساینه ده. دین له ګناهونو څخه د پاکوالي او د خدای تعالی د نعمت سبب دی.
د لمانځه د حکمت په اړه په قرآن کریم کې راغلي دي: “إن الصلاة تنهی عن الفحشاء والمنکر”؛ یعنې (په حقیقت کې لمونځ، [لمونځ کوونکي] له بې حیایۍ او ناوړه عمل څخه منع کوي.) او د زکات په اړه یې اشاره کړې: “خذ من اموالهم صدقة تطهرهم و تزکیهم بها و صل علیهم ان صلاتک سکن لهم…”؛ (د دوی له مالونو څخه صدقه واخله، دوی پاک کړه، او د هغوی لپاره دعا وکړه، چې ستاسو دعا د دوی لپاره د تسکین او آرامتیا سرچینه ده.) همدارنګه د روژې د مبارکې میاشتې او د بیت الله د حج د رازونو او حکمتونو په اړه هم یادونه شوې، چې ان شاء الله په بل ځای کې به پرې بحث وکړو.
ب: په نبوي احادیثو کې د شریعت مقاصد
نبوي احادیث له قرآن کریم څخه وروسته په ځینو مواردو کې د شریعت موخې او عمومي او جزوي حکمتونه بیان کړي دي چې له جملې څخه یې لاندې احادیث د بېلګې په توګه یادېږي:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د شریعت د عامو مقاصدو په اړه داسې فرمايي: “إن الدین یسر” یعنې (په دین کې اساني ده.) او په بل ځای کې فرمايي: “فإنما بعثتم میسرین، ولم تبعثوا معسرین”؛ یعني (زه د اسانتیا او سهولت لپاره رالېږل شوی یم، نه د سختۍ او ستونزو لپاره.) د جزئي مقاصدو او احکامو په اړه فرمايي: “إنما جعل الاستئذان من أجل البصر”؛ یعنې (اجازه اخيستل د سترګو د لیدو لپاره دې).
د کعبې د جوړولو او تعمیر په اړه یې بی بی عایشه رضی الله عنها ته وویل: “آیا ته نه ګورې چې کله ستا قوم کعبه ودانوله، نو د ابراهیم علیه السلام د بنسټونو مطابق یې جوړه نه کړه؟” بی بی عایشه رضی الله عنها وايي: ما رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وویل: آیا ته د ابراهیم علیه السلام په بنسټ کعبه نه جوړوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که ستاسو قوم د کفر وخت ته نږدې نه وای (نوې مسلمانان نه وای) نو ما به کعبه په هغو بنسټونو جوړوالی چې ابراهیم علیه السلام جوړ کړي و.
ج: د صحابه کرامو په ویناوو کې د شریعت مقاصد
صحابه کرامو رضی الله عنهم هم په ځینو مواردو کې د شرعي احکامو د صراحت او وضاحت له امله، د هغوی مقاصدو ته اشاره کړې چې ځینې مثالونه یې په لاندې ډول ذکر کوو:
په یوه مصحف کې د قرآنکریم د راټولولو موضوع؛ د یمامې په جګړه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم اویا تنو اصحابو د شهادت جام وڅښل. له دې پېښې وروسته د صحابه کرامو مشرانو د قرآن کریم له ورکېدو وېره وکړه او د دین د ساتنې په خاطر یې په یوه مصحف کې د قرآن د راټولولو اجماع وکړه چې دا په خپله د ځانګړو موخو لپاره د عمل ترسره کول دي. د نورو تفصیلاتو لپاره د “صحيح البخاري: ۹/۱۰” کتاب ته مراجعه وکړئ.
په شریعت یا اسلامي فقه کې اصل دا دی چې امانت، ضمانت/تاوان نلري او امین ضامن نه دی، خو کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو رضی الله عنهم وليدل چې یو شمېر اجیران د خلکو مالونه ضایع کوي او بیا دعوه کوي چې مالونه د دوی د تقصیر پرته له منځه تللي، په داسې حال کې چې اجیر ملامت دي. په دې بنسټ، حضرت علي او نورو خلفای راشدینو رضی الله عنهم فتوا صادره کړه چې اجیر لکه خیاطي، خیاط، نل دوان او داسې نور…، د خلکو د مال د ضایع کولو ضامنان دي؛ که څه هم دوی ملامت نه وي، ځکه چې صحابه کرامو په دې فتوا کې د خلکو ګټې او یا د شریعت مقاصد په پام کې نیولي او حضرت علي (رض) فرمایلي دي: “لا یصلح الناس الا ذاک”؛ (له دې پرته خلک نشي اصلاح کیدی.)
په لنډه توګه د قرآني نصوصو، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د احادیثو او د صحابه کرامو د ارشاداتو په رڼا کې ځینې مثالونه ذکر شول چې د هجرت په لومړۍ پېړۍ کې د شریعت د مقاصدو، علتونو او احکامو څرګندونه کوي.