لیکوال: سید مصلح الدین

 ډيپلوماسي په اسلام کې (اتمه برخه)

مصر په منځنیو پیړیو کې د اسلامي ډیپلوماسۍ مرکز 
په منځنیو پیړیو کې مصر په ډیپلوماسي کې خورا مهم رول درلود. د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت له امله، مصر څو ځله د ختیځ او لویدیځ او همدارنګه د اسلام او مسیحیت ترمنځ د اړیکو محور و. د مصر بهرنی سیاست د نړۍ په سیاسي جریاناتو رغنده اغېز درلود، او مدیترانه د هغه د نفوذ اصلي ډګر ګڼل کېده. په هغه وخت کې مصر په سیمه کې یو له خورا ځواکمنو دولتونو څخه ګڼل کېده.
که نن د مصر جغرافيايي موقعيت هغه په نړيوال سياست کې يو له مهمو لوبغاړو څخه ګرځولی دی، په منځنيو پېړيو کې دغه هېواد د پوځي او سمندري غوره‌والي او اقتصادي او سوداګريزو ګټو له امله، په ځانګړي ډول د خپل استثنايي موقعيت له کبله له ډېرو سترو غربي هیوادونو غوره و. مصر د هجرت له څلورمې پېړۍ، د فاطمي خلیفه له فتحې وروسته، او د مدیترانې د هېوادونو تر منځ د یوه ستر ځواک په توګه ودرېد او د خپلواکو مذهبي او سیاسي سیاستونو په لرلو سره د یوه نوي اسلامي دارالخلافه په توګه نړیوال مقام ترلاسه کړ.
خو تر دې وړاندې مصر د اموي يا عباسي خلافت د یوه دولت په توګه د خلافت په سياستونو کې ډېره ونډه نه درلوده. د هجرت د دریمې یا نولسمې میلادي پیړۍ له نیمایي څخه د طولوني حکومت په رامنځ‌ته کېدو سره مصر یو ډول سیمه‌ییزه خپلواکي ترلاسه کړه او د شام په الحاق سره یو داسې ځواک وګڼل شو چې د سیمې په سیاسي توازن کې اغېزمن و.
د طولوني حکومت په جریان کې د مصر او بیزانس حکومت تر منځ ځانګړې ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې شوې؛ دا اړیکې د «اخشیدانو» د واکمنۍ پر مهال خپل اوج ته رسېدلې وې. د بېلګې په توګه د قسطنطنیې امپراتور رومانس لومړي له ۳۲۳ تر ۳۳۴ هجری قمری کلونو کې د مصر واکمن «اخشید» ته یو سفیر واستاوه او د بندیانو د خلاصون، د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ تړون غوښتنه یې وکړه. د مصر دغه دریځ، چې د یوه خپلواک دولت په توګه د نومي خلافت تر بیرغ لاندې فعالیت کوي، د بیزانس د حکومت پام ځان ته اړولی و.
په دې تاریخي سفارت کې امپراتور له واکمن اخشید څخه وغوښتل چې د هغه لیک ځواب کړي او هغه دا اړینه وګڼله چې له خلیفه پرته د ټیټ کس سره اړیکه ونلري. په هرصورت، د خپل لوړ واک او خوښې له مخې یې له اخشید سره اړیکه ونیوله.
اخشید په یوه تاریخي لیک کې امپراتور ته ځواب ورکړ چې بشپړ متن یې موږ ته را رسېدلی دی. په دې لیک کې اخشید له رومانس څخه د هغه د ستاینې مننه کړې او ویلي یې دي چې له روم پاچا سره په اړیکه نیولو کې کومه ستونزه نشته، او له دې مخکې امپراتور له خپلو همکارانو سره چې خپل مقام ته نه و رسېدلی، لیکنې کړې وې.
د هغه نه مخکې امپراتورانو په مصر کې د خليفه د واکمن خامرويه بن طولون او تکين سره اړيکې درلودې. اخشید په خپل لیک کې د خپل مقام، د خپل حکومت د عظمت، او هغه مقام یادونه کړې چې مصر په تېرو وختونو کې درلود او په شام او فلسطین کې یې هم واکمني کوله. هغه زیاته کړې چې که امپراتور په خپل لیک کې د شخړې له لارې نه وای داخل شوی، هغه به ځواب ویلو ته اړ شوی نه وای.
اخشید د بندیانو د خلاصون او تبادلې، د دولتونو ترمنځ د دوستۍ تړون او د سوداګریزو راکړو ورکړو د اسانتیا په اړه د امپراتور غوښتنه ومنله او هرکلی یې ترې وکړ.
د اخشید ليک په يو بې ساري سياسي انداز ليکل شوی چې د عظمت، لوړې مرتبې او نرمۍ سره یو ځای شوی دی. د دې ليک طرز او محتوا د څلورمې هجري پېړۍ په لومړيو کې د اسلامي مصر او بیزانس حکومت ترمنځ د اړيکو څرنګوالی ډېر روښانه کوي.
د فاطمیانو د واکمنۍ پر مهال مصر د واک او نفوذ نوي پړاو ته داخل شو او په بغداد کې یې له عباسي خلافت سره سیالي پیل کړه. فاطمي حکومت په کلک هوډ سره ټول داخلي بغاوتونه وځپل، د حمداني حکومت یې له منځه یووړ، کوم چې د دوی مخالفت یې کاوه، او خپل نفوذ یې د شام تر سیمو وغځاوه.
په هغه وخت کې د بیزانس حکومت پالیسي د ختیځ د دوو سترو اسلامي قدرتونو تر منځ د اختلاف رامنځته کولو پر اصولو ولاړه وه، کله به یې عباسي خلافت ته او کله هم د مصر فاطمي حکومت ته تمایل ښودلو. فاطمي خلافت کله ناکله خپل مذهبي سیاستونه په لویدیځو ملتونو باندې تطبیق کول، حتی د دوی تر واکمنۍ لاندې په غیرمسلمانو خلکو هم عملي شول.
د فاطمي خلیفه الحاکم له مړینې وروسته، د هغه په دوره کې تحمیلي مذهبي سیاستونه پرېښودل شول او فاطمي دربار له بیزانسي حکومت سره دوستانه اړیکې ټینګې کړې. د الحاکم خور د خپل وراره “الظاهر لعزیز الدین الله” په وخت کې د بیت‌المقدس اسقف “نقور” د سفیر په توګه د قسطنطنیې دوهم قیصر “باسیل” ته واستاوه څو د دوی ترمنځ د دوستۍ او تفاهم پر بنسټ یو تړون لاسلیک کړي.
یاد سفیر ته دنده وسپارل شوه چې قیصر ته د عیسویانو د خلاصون، د ظلمونو د کمولو، د مالي او ځاني مرستو او همدارنګه د کلیساو، په ځانګړې توګه د مقدس قبر د کلیسا د تجدید خبر ورکړي. په هرصورت، دا ډیپلوماتیک ماموریت پای ته نه و رسیدلی، ځکه چې د الحاکم خور مخکې له دې چې اسقف په خپل ماموریت کې بریالی شي، مړه شوه.
د دواړو حکومتونو تر منځ د سولې تړون څلور کاله وروسته په ۴۱۸ هجري (۱۰۲۷ میلادي) کې لاسلیک شو او په قسطنطنیه کې جومات خپل اصلي حالت ته راوګرځېد، په همغه ډول چې د مقدس قبر کلیسا د کړنو آزادي ترلاسه کړه.
ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version