لیکوال: اسماعیل ساراني


همجنسبازۍ «همجنسپالنه» (نهمه برخه)

په څلورو مذهبونو کې د همجنسپالنې حکم
د مختلفو مذاهبو علماء په دې متفق دي چې لواط حرام دی او لواطت کار(لوطي) د سخت عذاب مستحق دی. په هغوی کې امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله وایي چې د لوطي عذاب باید د حضرت لوط علیه السلام د قوم له عذاب سره مناسبت ولري. او همدارنګه وايي: د هغه لاسونه او پښې دې وتړل شي او له لوړ ځای څخه دې لاندې وغورځول شي تر څو ټوټه ټوټه شي، یا دې د دېوال لاندې کېښودل شي چې لاسونه او پښې یې تړلي وي او بیا دې پر سر دېوال ړنګ کړل شي چې ژوندی ښخ شي.
نو د امام ابوحنيفه رحمه الله په وينا د لوطي لپاره ۱۰۰ دُرې او یا سنګسار حد نشته، او باید په رسوایۍ سره یې کالي ټول وکښل شي(غیر له عورت څخه) او سپي غوندې دې له منځه يوړل شي.
نو درې امامام او صاحبین وایي: «لوطي لکه زناکار حد لري، که د ښځې خاوند وي نو رجم(سنګسار) دې شي، که نه نو سل دُرې دې ووهل شي(که فاعل وي که مفعول).
د همجنسپالنې زیانونه
  • ایډز:
د همجنسپالانو تر ټولو لویه ستونزه د ایډز ناروغي ده. دا مریضي دومره پراخه ده چې د نړۍ په ډېری هیوادونو کې د همجنسپالانو څخه وینه نه اخیستل کیږي، سره له دې چې د همجنسپالنې کلک مدافعین هم دي. په متحده ایالاتو کې د خوړو او درملو ادارې په تېرو 71 کلونو کې د ایډز ناروغۍ د لوړ خطر له امله په همجنسپالانو باندې یې د وینې ورکولو بندیز لګولې ده.
مګر دې کړنو عمومي محدودیت لغوه کړې ده او دغه شرط یې ایښی دی چې همجنسپال له وروستې جنسې اړیکې څخه لږ تر لږه یو کال تېر شوی وي؛ ځکه چې یو کال د ویروس د شتون او د ککړتیا د خطر د معلومولو او څیړلو لپاره ښه وخت برابروي، له نیکه مرغه دا قانون په استرالیا، انګلستان او نیوزیلینډ هیوادونو کې هم پلي کیږي. په سویډن کې هم ورته قانون شته. د ملګرو ملتونو د ايډز په دفتر کې ذکر شوي دي چې د ايډز زیات شمېر ناروغان نارینه همجنسپالان دي.
د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز په وینا: د الکول او مخدره توکو د روږدي کېدو لوړه کچه د همجنسپالانو په منځ کې ده، چې د نورو په پرتله یې ترک کول ګران دي.
د همدې مرکز په احصائیو کې راغلي: په ایډز اخته ۷۰ سلنه کسان همجنسپالان دي، ۲۳ سلنه هغه کسان دي چې عادې جنسې اړیکې لري او ۷ سلنه یې د نشه يي توکو معتادان دي.
تر دې دمه پورې يادې شوې ناروغۍ په نارينه همجنسپالانو پورې اړه لري، خو ايا ښځينه همجنسپالان هم ناروغه کیږي؟! ځکه د هغو په جنسې اړیکو کې دخول نشته. د همجنسپالانو د روغتیا ویب پاڼه وايي چې همجنسپالانې مېرمنې د نورو مېرمنو په پرتله ډېر احتمال لري چې د سینې سرطان، خپګان، د زړه ناروغې، روږديتوب، چاقښت، او په تاوتریخوالي اخته شي.
  • ځان وژنه:
د همجنسپالانو په منځ کې د ځان وژنې ستونزه یوه له لویو ستونزو څخه ده چې لویدیځې ټولنې ورسره مخ دي. د (healthyplace) سایټ په یوه راپور کې یادونه شوې چې د همجنسپالانو د ځان وژنې ستونزه خورا جدي ده او په ځانګړي ډول د ښځینه همجنسپالانو ترمنځ د ځان وژنې کچه د نورو جنسي تمایلاتو په پرتله لوړه ده.
د همجنسپالانو ترمنځ د ځان وژنې کچه د نورو په پرتله درې برابره لوړه ده؛ همدارنګه، د ۳۰ او ۴۵ سلنې ترمنځ همجنسپالانو ځان وژنه کړې ده.
د ارواپوهنې په سایټ کې به له یوې عجیبې مسلې سره مخ شو هغه دا چې: ځان وژنه د ۱۵ څخه تر ۲۴ کلونو ځوانانو د مړینې دوهم لوی لامل دی او د ۱۰ څخه تر ۱۴ کلونو د مړینې دریم لوی لامل دی، او د همجنسپالانو په منځ کې ځان وژنه ۲ تر ۷ ځله ډېر دی ده.
د مشهورو همجنسپالانو نوملړ چې ځان وژنه یې کړې ده:
کلاوس مان: آلماني لیکوال د مسکن ګولیو د ډېر خوړلو له امله مړ شو.
هارټ کرین: مشهور امریکایي شاعر چې ځان یې په سمندر کې وغورځاوه او ډوب شو.
جاستین فاشانو: د فوټبال مشهور لوبغاړی او لومړی لوبغاړی چې په عامه توګه یې اعلان وکړ چې هغه همجنسپال دی.
ویلیم اینج: امریکایي ډرامه او فیلم لیکونکی چې د کاربن مونو اکساید ګاز سره یې ځان وژنه وکړه.
کارین بوی: سویډني شاعر او لیکوال چې د خوب د ډېرې ګولیو په خوړلو یې ځان وژنه وکړه.
دنیس دنتون: د امریکایی پوهنتون استاد چې له یوې لوړې ودانۍ څخه په غورځېدلو سره خپل ژوند پای ته ورساوه.
الکساندر مک کوئین: مشهور بریتانوي ډیزاینر چې په ځان ځړولو سره یې خپل ژوند پای ته ورساوه.
پایله
د پورتنیو موضوعاتو له مخې موږ وینو چې همجنسپالنه یوه لویه ګناه ده او په قرآن او سنتو کې په کلکه منع شوې او ځان وژونکي په اړه ډېر وعیدونه راغلي دي. په دې باره کې له ترسره شویو څیړنو څخه څرګنده شوه چې دا کار ناوړه او د فطرت خلاف دی چې یو عاقل او متمدن انسان هیڅکله دا کار نه کوي.
الهي سنت دا دی چې انسانان یې په دوه ډوله (نر او ښځه) پیدا کړل او هر یو یې د یو بل بشپړونکي کړه او دا دواړه یې په داسې ډول پیدا کړل چې د یو او بل سره د نږدېوالي وړتیا ولري او ذهنې او جسمې لحاظه هم د یو بل سره یو ځای شي. په فزیکي توګه د انسانیت بقا هم په دې دواړو پورې تړلې ده.
همدارنګه، د انسان کمال دا غوښتنه کوي چې یو سړی په بشپړ ډول یو سړی وي او ښځه هم په بشپړه توګه د ښځې والې احساس وکړي. مګر په همجنسپالنې کې، دا انځور په بشپړه توګه ورک شوی؛ ځکه چې مفعول کوښښ کوي چې د ښځو په څیر زړه راښکونکی اوسي او مقابل لور د ځان تسلیم کړي. او د همجنسپالنې یوه بله نیمګړتیا دا ده چې ټولنې ته همجنسپاله مېرمنې او نارینه وړاندې کوي. له همدې امله همجنسپالنه په ټولنه کې د پراخ فساد لامل ګرځي او سالمه ټولنه د انزوا او سقوط په لور وړي او سالم طبیعت په بشپړه توګه له هلاکت سره مخامخ کوي. نو خلک باید عقل وکړي او د دې غیر طبیعي عمل په پرېښودو سره د خپل شخصیت په بیارغونه کې چې انساني او دیني غوښتنه یې ده پیل وکړي.
Leave A Reply

Exit mobile version