لیکوال: زید


د حضرت عبدالله بن زبیر رضي‌الله‌عنه ژوند لیک او کارنامې (دوهمه برخه)

 نسب او کورنۍ
 د عبدالله پلار جلیل القدر صحابي زبیر بن عوام بن خویلد او مور یې اسماء رضی الله عنها د حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه لور وه. صفیه د عبدالمطلب لور او د رسول الله صلی الله علیه وسلم عمه د هغه انا وه، ام المؤمنین خدیجه بنت خویلد رضی الله عنها یې د پلار عمه او ام المومنین عایشه رضی الله عنها یې ترور وه رضی الله عنهم اجمعین.
 د هغه محترم پلار
 زبیر بن عوام رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمه زوی او له لسو جنتي یارانو (عشره مبشره) څخه وو چې په ۱۶ کلنۍ کې یې اسلام قبول کړ او په ټولو غزاوو کې حاضر و.  رسول الله صلى الله عليه وسلم د هغه په ​​اړه فرمايلي دي: «لکل نبی حواری و حواری الزبیر»؛ هر پیغمبر یو مخلص ملګری لري او زما مخلص ملګری زبیر دې.
 د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې د سختو ورځو سړی و او د صالحو خلفاوو په زمانه کې د اسلامي دولت له سلاکارانو او وزیرانو څخه ګڼل کېده او په ډېرو جګړو کې یې برخه اخیستې وه.
  زړه سوانده او زړوره مور
 اسماء رضی الله عنها هم له لومړنیو مسلمانانو څخه وه؛ هغه او خور یې عایشه صدیقه رضی الله عنها په ماشومتوب کې ایمان راوړ او د صدیق اکبر رضی الله عنه په کور کې لویې او وروزل شوې. اسماء رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم د هجرت په پېل کې د هغه مبارک صلی الله علیه وسلم او د هغه د پلار ابوبکر رضی الله عنه د سفر لپاره سامان په یوه کڅوړه کې واچاوه او خپل کمربند یې په دوه برخو ووېشلو چې ویې تړي، د هغې له یوې برخې سره یې د کڅوړې سر تړلی و او له همدې امله هغه د “ذات النطاقین”؛ (د دوو کمربندونو خاونده) په لقب مشهوره شوه.
دا هغه څوک وه چې د لارې د سختیو په زغملو سره یې د ثور په غار کې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم او ابوبکر صدیق رضي الله عنه ته خواړه راوړل او همغه وو چې د ابوجهل سخته څپېړه یې وزغمله؛  خو هغې هېڅکله نه غوښتل چې د مکې مشرکانو ته په غار کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه د ملګري د پټېدو ځای ور وښیي. ډېره زړوره ښځه وه او په جهاد کې یې برخه اخیسته. هغې له خپل خاوند زبیر او زوی عبدالله سره د یرموک په جګړه کې ګډون وکړ. اسماء د قرآني او نبوي ښوونو په رڼا کې را لویه او وروزل شوه او عبادت، د قرآن تلاوت او خشوع او خضوع د هغې له ځانګړنو څخه وو؛ هغې به ساعتونه د قرآن په تلاوت، دعا، ژړا او استغفار کې تېرول.
د عبدالله د زېږېدنې مهمې ځانګړنې او پر مسلمانانو یې اغیز
 عبدالله بن زبیر په داسې وخت کې د عزت، وقار، شرافت او کرامت په کورنۍ کې وزېږېد چې په مدینه منوره کې مسلمانان د یهودانو د ناوړه تبلیغاتو له امله اندېښمن وو.  یهودانو اوازې خپرې کړې وې چې موږ  پر مسلمانانو کوډې کړي دي او له دوی څخه به نور اولاد نه پیدا کیږي؛ په همدې موده کې عبدالله بن زبیر وزېږېد او د هغه له زېږېدو سره په مدینه منوره کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اصحابو د تکبیر غږونه پورته شول او زړونه یې له خوښیو او هیلو ډک شول. ابوبکر رضی الله عنه د خوښۍ له وجې دا نېکمرغه ماشوم د مدینې منورې په ښار کې وګرځاوه تر څو د هغه د زېږېدو خبر ټولو ته ورسیږي.
 حضرت اسماء رضي الله عنها وايي: زه په مکه کې حامله وم او ماشوم مې د هجرت په لومړي کال په قبا کې وزېږېد؛ هغه مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم  مبارک حضور ته یووړ او په غیږ کې مې کېښود؛ هغه مبارک د خرما یوه ټوټه وژووله او زما د ماشوم په خوله کې یې واچوله او د هغه تالو یې خوږ کړ.  دا لومړی شی و چې زما د ماشوم معدې ته ننوتل؛ بيا يې ورته دعا وکړه.
 ادامه لري…
Leave A Reply

Exit mobile version