وروسته سید جمالالدین افغان د اسلامي هېوادونو مختلفو سیمو ته په سفر کولو او له فکري، فرهنګي او سیاسي نخبهګانو سره د اړیکو د جوړولو له لارې د بیدارۍ او اصلاحاتو داسې څپه راوسته چې په اسلامي نړۍ کې یې پراخ ټولنیز او سیاسي خوځښتونه له ځان سره راوړل. په دې لاره کې سید جمالالدین افغان رحمهالله نه یوازې په مصر، بلکې په هند، ایران او عثماني خلافت کې هم د مسلمانانو پر فکري او ټولنیز بهیر ژور اغېز درلود. دلته به په دغو دریو سیمو کې د هغه رول ته لا ژوره کتنه وشي.
په هند کې، چرته چې د بریتانوي استعمار نفوذ په شدت سره په زیاتیدو و سید جمالالدین افغان هڅه وکړه چې د استعمار له خطرونو او د اسلامي هویت له منځهتګ څخه مسلمانان خبر کړي. هغه د سید احمد خان او مولانا محمد علي جوهر په څېر د هند له مذهبي او سیاسي مشرانو سره د لیدنو له لارې خپل پیغامونه تر نورو ورسول. که څه هم د بریتانیا استعماري واکمن د هغه له نفوذ وېره درلوده او هغه یې د خپلې سلطې لپاره خطر ګاڼه، خو د سید جمالالدین افغان اصلاحپال او بیدارګر پیغام، د هند د پوهانو او سیاستوالو په زړونو کې د پوهاوي اور بل کړ، چې د استعمار ضد خوځښتونه یې را پیدا کړل.
په عثماني قلمرو کې، چې هغه مهال د اسلامي خلافت وروستی سمبول ګڼل کېده، سید جمالالدین افغان د خلافت د احیا او د مسلمانانو ترمنځ د وحدت د محور په توګه د بیا راژوندي کولو هڅه وکړه. هغه کوښښ وکړ چې د مغربي هېوادونو، په ځانګړي ډول روسیې او بریتانیا له خوا د عثماني امپراتورۍ پر وړاندې د واردو شویو ګواښونو په مقابل کې، مسلمانان یو موټی کړي او د مقاومت بلنه ورکړي. سره له دې چې د عثماني دربار د سید جمالالدین له نظریاتو سره محتاطانه چلند کاوه او په ډېرو مواردو کې یې خپلې تګلارې د هغه له غوښتنو سره سمې نه پلې کولې، خو د هغه فکري اغېز د سلیمان بن عبدالمجید او زکي باشا په څېر پر ګڼو عثماني نخبهګانو او اصلاحپالو د فکري او فرهنګي خوځښتونو په بڼه راڅرګند شو.
سید جمالالدین افغان په ایران کې له دې امله چې له ماشومتوبه د ایران له فکري او سیاسي فضا سره اشنا و، د ایران د حکومتي او ټولنیزو جوړښتونو د اصلاح لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړ. هغه د نوې زدهکړې پر اړتیا او د اسلامي هویت پر احیا ټینګار وکړ، او د ایراني روشنفکرانو پر زړونو یې اغېز وکړ. د سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو په برخه کې د نوموړي نظریې د مشروطیت د خوځښت ترڅنګ، د ایران د فکري او سیاسي بدلونونو لپاره لومړني ګامونه وو. که څه هم چې سید جمالالدین افغان په عملي توګه ونه توانېد چې د ایران په سیاسي تحولاتو کې مستقیمه ونډه واخلي، خو د هغه نظریات، په ځانګړې توګه د ازادۍ او له استبداد سره د مبارزې په برخه کې د نورو خوځښتونو لپاره د مثبت الهام سرچینه شوه.
په پای کې سید جمالالدین افغان رحمهالله باید د اسلامي بیدارۍ د نوې زمانې له تر ټولو برجسته څېرو څخه وګڼل شي. هغه د خپلو افکارو او اقداماتو له لارې نه یوازې د لوېدیځ استعمار پر وړاندې، بلکې د اسلامي ټولنو د داخلي زوال پر ضد هم مبارزه وکړه. هغه د فکري، ټولنیزو او سیاسي اصلاحاتو پر اهمیت ټینګار وکړ او د اسلامي نړۍ د بیدارۍ بنسټ یې کښېښود. هغه د فکري او ټولنیزو خوځښتونو مشعلدار و، چې په راتلونکو کلونو کې یې د سیاسي او ټولنیزو انقلابونو د رامنځته کېدو لپاه لاره هواره کړه. د هغه افکار لا هم په اسلامي نړۍ اغېز لري دي، او په اسلامي بیدارۍ کې یې له رول څخه انکار نهشي کیدلی.
سید جمالالدین افغان او د اسلامي بیدارۍ نوې څپه
سید جمالالدین افغان رحمهالله نه یوازې یو ټولنیز اصلاحغوښتونکی، بلکې یو فکري انقلابي و، چې عقل او حرکت یې سره یو کړل او د اسلامي نړۍ په ټولو برخو کې یې د پوهاوي، مقاومت او اتحاد پیغام خپور کړ. دی ښه پوهېده چې د مسلمانانو د شاتګ تر ټولو مهم عوامل، داخلي استبداد او بهرنی استعمار دي. له همدې امله چې هر هېواد ته ورسېده د بیدارۍ مشعل یې بل کړ.
په مصر کې یې د اصلاحطلبانه افکارو د خپرولو له لارې، ټولنې ته نوی روح ورکړ، او په ځانګړي ډول د محمد عبده په څېر یې د خپلو شاګردانو او روڼاندانو له لارې پر فکري بهیر او ټولنیزو اصلاحاتو ژور اغېز پرېښود. خو دا یوازې د کار پیل و ځکه د هغه افکارو د اور په څېر د اسلامي نړۍ په ګوټ ګوټ کې لمبې وهلې.
په هند، عثماني قلمرو او ایران کې د انقلاب لمبې
سید جمال له مصر وروسته هند ته لاړ او هلته یې هم د انګرېزانو له استبداد سره مبارزه وکړه. نومړوي هڅه وکړه چې د هند مسلمانان د استعمار له خطره خبر کړي او د غفلت له خوبه یې راویښ کړي، که څه هم سید جمال د انګرېز استعمار یو لوی ګواښ باله او د فعالیتونو مخه یې نیوله؛ خو د هغه پیغام د هند د روڼاندانو او سیاستوالو په ذهنونو او زړونو کې خپل ځای وموند.
په عثماني قلمرو کې سید جمال هڅه کوله چې خلافت احیا کړي او مسلمانان د داخلي او بهرني ګواښونو پر وړاندې سره متحد کړي، که څه هم د عثماني دولت چلند له هغه سره ډېر احتیاطي و؛ خو دده افکارو د هغه وخت پر ځینو نخبهګانو او اصلاحغوښتونکو اغېز وکړ.
خو ښايي تر ټولو مهم تاثیرات یې په ایران کې وو، هلته چې سید جمال له کوچنیوالي سره د ایران له فکري او سیاسي فضا سره بلد و، د حکومت د جوړښت د اصلاح او د خلکو د داخلي استبداد او بهرنۍ لاسوهنې پر وړاندې د ویښولو لپاره یې ستر رول ادا کړ. که څه هم سیاسي فشارونو هغه ته دا اجازه ورنهکړه چې په مستقیم ډول فعالیت وکړي، خو د هغه افکارو د اصلاحطلبانه او انقلابي خوځښتونو، په ځانګړي ډول د مشروطیت د خوځښت، بنسټ کېښود.
سید جمالالدین، د فکري او سیاسي انقلابونو مشعلدار
سید جمالالدین افغان رحمهالله د اسلامي بیدارۍ د نوې زمانې له سترو مخکښانو څخه ګڼل کېږي. که څه هم ده پخپله کوم سیاسي انقلاب نه و رهبري کړی خو د ده افکارو راتلونکي انقلابونه تغذیه کړل. نوموړي مسلمانان د ضعف او زوال له حالت څخه د پوهاوي او خوځښت پر لور رهبري کړل او دا حقیقت یې د مسلمانانو په ذهنونو کې یې دا فکر حک چې له بحران نه د وتلو یوازینۍ لار اتحاد، اصلاح، او له استبداد او استعمار سره مبارزه ده.
هغه انقلابي لمبې چې سید جمال بلې کړې، هېڅکله مړې نه شوې. هغه یو داسې مشعلدار و چې نورو ته یې لاره وښودله او حرکت یې پیل کړ، او تر ده وروسته د هغه شاګردانو او لارویانو دا مشعل په لاس کې واخیست او د ده لاره یې تعقیب کړه. که نن ورځ د اسلامي نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د مسلمانانو د عظمت او د اصلاحي فکر احیا مطرح ده، نو بې له شکه چې یو مهم بنسټ یې باید د سید جمالالدین افغان رحمهالله په هڅو کې ولټوو.