لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابو حامد امام غزالي رحمه‌الله ژوند لیک

(اتمه برخه)

  د «المنقذ من الضلال» کتاب پر بنسټ د اسلامي تفکر په برخه کې د امام محمد غزالي رحمه‌الله د تجدیدي رول څېړنه
د اسلامي تاریخ په اوږدو کې داسې پوهان او مصلحان راڅرګند شوي چې د فکري او ټولنیزو بحرانونو په مقابل کې یې تجدیدي رول لوبولی او د اسلامي تفکر د احیا لپاره یې زمینه برابره کړې ده. امام ابوحامد محمد بن محمد الغزالي رحمه‌الله د دغو وتلو شخصیتونو له ډلې څخه و، چې په خپل وخت کې یې د دیني او معرفتي حالت ژور تحلیل وړاندې کړ، د اسلامي تفکر نیمګړتیاوې یې په ډاګه کړې او د اصلاح لپاره یې عملي لارې چارې وړاندې کړې، چې پر اسلامي نړۍ یې ژور اغېز درلود. هغه د پنځمې هجري پېړۍ مجدد ګڼل کېږي، ځکه ده په داسې زمانه کې د اسلامي تفکر احیا ته ملا وتړله چې دین له بهرنیو فلسفو سره مخلوط شوی و، د باطنپالنې افراطي افکار عام شوي وو او مسلمانان په اخلاقي او معنوي لحاظ کمزوري شوي وو، چې دې ټولو د اسلامي عقایدو لپاره ستر ګواښ پېښ کړی و.
د امام غزالي رحمه‌الله د هڅو د تبیین په برخه کې د «المنقذ من الضلال» کتاب یو له مهمو آثارو څخه دی. یاد کتاب د امام غزالي رحمه الله فکري او علمي ژوند‌لیک ته ورته دی، په دې کتاب کې د ده د فکري بدلون مسیر او تجدیدي دریځ منعکس شوی دی.
امام غزالي رحمه‌الله په دې کتاب کې د خپل ښوونیز سفر، د شک او تردید مرحلو، له رسمي علمي فعالیتونو څخه لرې والی او د اصلاح په موخه بېرته ټولنې ته د راستنېدو تفصیل وړاندې کړی او څرګنده کړې یې ده چې څه ډول دې پایلې ته ورسېد چې د امت اصلاح هغه مهال ممکنه ده کله چې لومړی دیني علوم له ناسم تعبیر او انحرافاتو پاک شي او ورپسې د ټولنې اصلاح او اخلاقو ته پام وشي.
د عرفاني سلوک او ګوښه‌توب له دورې وروسته، امام غزالي رحمه‌الله خپلې اصلاحي هڅې په دوو مهمو برخو متمرکزې کړې:
  1. د باورونو او دیني تفکر اصلاح: هغه په دې برخه کې له باطنيه او اسماعیلیه جریانونو سره مقابله پیل کړه.
  2. د اخلاقو او ټولنیز ژوند اصلاح: په دې برخه کې یې د اخلاقي ارزښتونو پر بیا رغوونې، د نفس پر تزکیې او د اسلامي معنویت پر احیا ټېنګار وکړ.
دا مقاله د همدې دوو اساسي محورونو د څېړلو له لارې دا په ډاګه کوي چې امام غزالي رحمه‌الله څه ډول د خپلو اقداماتو له لارې د دین احیا او د ټولنې اصلاح ته لار هواره کړه.
  1. له باطنيه جریانونو او افراطي تأویلونو سره مقابله
د پنځمې هجري پېړۍ په دوران کې د اسلامي نړۍ یوه ستره فکري ننګونه د باطنيه او اسماعیلیه تفکراتو خپرېدل وو. دې ډلو د دیني متونو پر پټو معانیو ډېر ټینګار کاوه او باور یې درلود چې یوازې د دوی ځانګړي مشران کولای شي د قرآن کریم او احدیثو اصلي تأویل درک کړي. دوی په دې توګه د اسلام انحرافي تفسیر وړاندې کړی و. دوی په دې معتقد وو چې د شریعت ظاهري احکام د عامو خلکو لپاره دي او یواځې هغه کسان، چې «حقیقت» ته رسېدلي وي، د دین واقعیت درک کولای شي.
پر افراطي باطن‌پالنې د امام غزالي رحمه الله نقد
امام غزالي رحمه‌الله په خپل کتاب فضائح الباطنية (د باطنيه فرقې رسوایۍ) کې د دې ډلې فکري او عقیدتي انحرافات په تفصیل سره وڅېړل. هغه استدلال کاوه چې د دوی عقاید د فکري استبداد او د دیني معرفت د انحصار پر بنسټ ولاړ دي، چې دا کار د اسلام اساسات کمزوري کوي. امام غزالي رحمه‌الله دا هم په ډاګه کړه چې د تفسیر له معتبرو اصولو پرته د قرآن کریم او احادیثو افراطي تأویل د دین د تحریف لامل ګرځي او اسلامي مفاهیم د سیاسي او ټولنیزو موخو لپاره د ناوړې استفادې وسیله ګرځوي. امام غزالي رحمه‌الله د دې جریان د نقد په برخه کې پر څو مهمو اصولو ټینګار وکړ:
  • د قرآن کریم او سنتو پر نصوصو د پابندۍ لازم والی: امام غزالي رحمه‌الله باور درلود چې یوازې د شخصي تأویلونو پر اساس نه­شو کولای چې پر دیني متونو نوي معناوې ور تحمیل کړو، بلکې د تفسیر له معتبرو اصولو او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم له دقیقو سنتو باید پیروي وکړو.
  • د باطنيه په ادعاوو کې تناقض: هغه په ډاګه کړه چې دا ډلې د دین باطني حقیقت ته د رسېدو دعوه لري، خو په حقیقت کې یو شخصي او داسې تفسیر وړاندې کوي چې د اثبات وړ نه دی، او د مسلمانانو ترمنځ د تفرقې او فکري ګډوډۍ لامل ګرځي.
  • د افراطي تأویل‌پالنې سیاسي او ټولنیز خطرونه: امام غزالي رحمه‌الله خبرداری ورکړ، چې دا ډول حرکتونه یوازې د علمي او معرفتي انحراف لامل نه‌ګرځي، بلکې په عملي ډول د افراطي غورځنګونو ظهور او له دیني مفاهیمو څخه د سیاسي موخو لپاره استفادې ته هم زمینه برابروي.
  1. د اخلاقو او ټولنیز ژوند اصلاح: د اسلامي ارزښتونو احیا
د امام غزالي رحمه‌الله د تجدیدي هڅو یو مهم اړخ د مسلمانانو د ټولنیز او اخلاقي چلندونو اصلاح وه.
هغه په خپلو کتابونو، په تېره بیا په احیاء علوم الدین کې، د مسلمانانو اخلاقي او ټولنیزې ستونزې تحلیل کړې او د هغوی د اصلاح لپاره یې عملي لارې چارې وړاندې کړې.
په دیندارۍ کې پر دنیاپالنې او ظاهربینۍ نیوکه
امام غزالي رحمه‌الله باور درلود چې د ده د زمانې یوه ستره ستونزه له دنیا سره افراطي مینه او د دین اصلي ارزښتونو ته نه‌پاملرنه وه. هغه ولیدل چې ډېری خلک په ظاهره د دین پیروان دي، خو د اسلام له حقیقي اهدافو او معنوي ارزښتونو څخه غافل دي.
امام غزالي رحمه‌الله په «المنقذ من الضلال» کتاب کې ټینګار کوي چې فقه او عبادات باید یوازې د ظاهري اعمالو مجموعه ونه ګڼل شي، بلکې د نفس د تزکیې او د فرد د باطني اصلاح وسیله هم باید وګرځي.
د نفس تزکیې او حقیقي معنویت ته د ورګرځیدو اړتیا
امام غزالي رحمه‌الله د بېلابېلو فکري مکتبونو له څېړلو وروسته، دې پایلې ته ورسېد، که چېرې تصوف د قرآن­کریم او سنتو له مطابق وي، نو کیدای شي، چې د فردي او ټولنیزې اصلاح لپاره یوه ګټوره لاره شي. له همدې امله هغه په خپلو آثارو کې مهم مفاهیم لکه اخلاص، زهد او د نفس محاسبه ډېر مطرح کړل. هغه باور درلود چې د ټولنیزو ستونزو اصلي ریښه د معنوي او اخلاقي تربیې نشتوالی دی. په همدې اساس هغه په احیاء علوم الدین کې د اخلاقي تهذیب لپاره عملي لارې چارې وړاندې کړې.[[1]]
خلاصه
د «المنقذ من الضلال» کتاب څېړل په ډاګه کوي چې امام غزالي رحمه‌الله څه ډول د افراطي باطن‌پالنې نقد، د ټولنې د اخلاقي او معنوي ارزښتونه اصلاح او د دین او ټولنې احیا ترسره کړه. هغه د دیني تفسیر له معتبرو اصولو پر پیروی د ټینګار، د افراطي تأویلونو د نقد او اصیلو اسلامي اخلاقو او معنویت ته د ورستنېدو له لارې هڅه وکړه چې اسلام له فکري او عملي ناپاکۍ څخه پاک کړي.
د امام غزالي رحمه‌الله اقدامات نه یوازې د ده په وخت کې، بلکې په راورسته پېړیو کې هم پر اسلامي تفکر ژور اغېز درلود. هغه د تاریخ یو له سترو مجددانو څخه ګڼلو شو، ځکه د عقلي، وحیاني او عرفاني معرفتونو د ترکیب په مرسته یې د دیني علومو د احیا او د مسلمانانو د فردي او ټولنیز چلند د اصلاح لپاره یوه لار ترسیم کړه.
دوام لري…
مخکینې برخه | وروستۍ برخه

[1] – امام محمد غزالی، المنقذ من الضلال، تحقیق و تصحیح: جميل صليبا و كمال يوسف الحوت، بیروت: دار الأندلس، ۱۹۸۸، ص. ۲۸-۳۰ با تلخیص.

Leave A Reply

Exit mobile version