لیکوال: عبیدالله نیمروزي

د ابو حامد امام غزالي رحمه الله ژوندلیک

 (اوومه برخه)

د امام غزالي رحمه الله د دورې تاریخي، ټولنیز او فکري وضعیت
پنځمه هجري پیړۍ په اسلامي تاریخ کې یوه ډېره پیچلې او له ننګونو څخه ډکه دورو ده. په دې دوره کې اسلامي امت نه یوازې له سیاسي او ټولنیزو ستونزو سره مخ و، بلکې له فکري او عقیدتي بحرانونو سره هم لاس او ګرېوان و. اسلامي نړۍ ته د یوناني فلسفې راتګ او د ځینو متفکرینو له لوري له دیني مفاهیمو سره د  فلسفي نظریاتو د ګډولو هڅې، د دې لامل شوې، چې د علماوو ترمنځ پراخ اختلافات راپیدا شي. دا بهیر، چې د افلاطون، ارسطو او نوې افلاطوني فلسفې د ژباړې له لارې پیل شوی و، د فارابي، ابن سینا او اخوان‌الصفا په آثارو کې خپل اوج ته ورسېد. اکثرو متفکرینو د مشائي او اشراقي فلسفې اصولو ته په پام سره هڅه کوله چې پر عقل ولاړ معرفتي نظام رامنځته کړي، چې ځینې وختونه به دا ډول نظریات له دیني نصوصو سره په ټکر کې وو. په تېره بیا، د عالم د قدم نظریه، پر جزئیاتو د الله تعالی له علمه انکار او د جسماني معاد ردول، هغه موارد وو، چې له امله یې ځینو متکلمینو او فقیهانو د فلسفې پر وړاندې دریځ خپل کړ او هغې ته یې د اسلامي عقایدو په وړاندې د ګواښ په سترګه وکتل.
بل لور ته، باطنيه او اسماعیلیه خوځښتونو په افراطي شکل په تأویلونو کې ډوب وو او په دې باور وو، چې د دین باطن له رازونو ډک دی، چې له همدې امله به یې اسلامي اصول په داسې بڼه تفسیرول چې د شریعت بنسټونه یې کمزوري کول. دوی باور درلود چې د شریعت ظاهري احکام یوازې د عامو خلکو لپاره دي، خو  د دین په حقیقت یوازې هغه کسان پوهېدای شي چې له لوړ باطني معرفت څخه برخمن وي. دې فکر نه‌ یوازې د مسلمانانو ترمنځ عقیدتي اختلافات زیات کړل، بلکې د افراطي نظریاتو خپرېدو او له دین څخه د نامشروع تفسیرونو لپاره هم لاره هواره کړه. امام غزالي رحمه‌الله، چې د خپل وخت له سترو متفکرینو او فقیهانو څخه و، همدا فکري ننګونې په دقت سره وڅېړلې. د یوې سختې روحي او معرفتي مرحلې له تجربه کولو وروسته یې د یادو انحرافي جریانونو پر ضد مبارزې ته ور وړاندې شو. هغه په پیل کې د بغداد نظامیه، چې د همغه وخت له مهمو علمي مرکزونو څخه و، پرېښوده او انزوا او عرفاني سلوک ته یې مخه کړه. خو کله یې چې د اسلامي نړۍ فکري او ټولنیز وضعیت په ډېر دقیق او عمیق ډول مطالعه کړ نو څو کاله وروسته یې بېرته ځان له انزوا راوویست، د انحرافي افکارو پر ضد یې مبارزه پیل کړه او د دیني علومو د احیا لپاره یې پلان جوړ کړ. دا ډول هڅو امام غزالي رحمه الله ته د فقهاوو، متکلمینو، صوفیانو او زاهدانو ترمنځ ځانګړی مقام ور وباښه.
د امام غزالي رحمه‌الله تجدیدي اړخونه
د امام غزالي رحمه‌الله احیاکوونکی رول د دوو اساسي محورونو له مخې څېړل کېدای شي:
  1. له فکري او معرفتي ننګونو سره مبارزه:
ده د خپلې مبارزې په لړ کې لومړۍ له هغې یوناني فلسفې سره مقابله وکړه، چې د فارابي او ابن‌سینا له آثارو را ولاړه شوې وه. غزالي په خپل مشهور کتاب «تهافت الفلاسفه» کې شل هغه اساسي مسایل نقد کړل، چې په آند یې فلاسفه په­کې تېروتي وو. له هغې جملې، درې مهم مسایل: د عالم قِدم، پر جزئیاتو د الله تعالی له علمه انکار او له جسماني معاد څخه انکار وو. ده به دا ډول نظریات په اسلامي تفکر کې جدي انحراف باله. همداراز، هغه د «مقاصد الفلاسفه» په نامه کتاب کې د فلسفې هغه برخې هم تشریح کړې چې د اسلامي اصولو مطابق وې. تر څو ثابته کړي، چې د فلسفې ردول له یوې مخې له عقلانیت څخه د انکار په معنا نه‌ ده.
  1. د ټولنې اصلاح او د اخلاقي او معنوي نظام احیا:
امام غزالي رحمه‌الله دې نتیجې ته رسېدلی و چې اخلاقي ضعف، دنیاپالنه، ریاکاري او ظاهرپالنه د اسلامي نړۍ د فکري او ټولنیز بحران اساسي عوامل دي. له همدې امله یې په خپل مشهور اثر «احیاء علوم الدین» کې یو اخلاقي نظام تعریف کړ، چې د نفس پر تزکیې، د نیت پر اصلاح او اصیلو اسلامي ارزښتونو ته د ورستنېدو پر اصلو ولاړ و. امام غزالي د ټولنې د اصلاح لپاره څلور مهم موارد معریفي کړل:
  1. عبادات؛
  2. ټولنیز آداب او تعاملات؛
  3. مهلکات (ناوړه صفات)؛
  4. منجیات (ښه صفات).
ولې امام غزالي رحمه‌الله د پنځمې هجري پېړۍ مجدد ګڼل کېږي؟
امام غزالي رحمه‌الله نه‌ یوازې په خپل وخت کې، بلکې په راتلونکو پېړیو کې یې هم پر اسلامي فکر ژور اغېز پرېباسه. هغه د دیني علومو د احیا، د انحرافي افکارو د مخنیوي او د اسلامي نړۍ د اخلاقي او معنوي اصلاح په برخه کې ستر خدمتونه ترسره کړل. هغه عوامل چې له امله یې امام غزالي رحمه الله د پنځمې هجري پېړۍ مجدد ګڼلی شو دا دي:
  • د فلسفې ژور نقد او د انحرافي نظریاتو د خپرېدو مخنیوی؛
  • له افراطي تأویل‌پالنې او د باطنيه­وو له نظریاتو سره مبارزه
  • د اسلامي علومو احیا او د دین هغه متوازن تفسیر، چې د عقل، وحی او عرفان ترمنځ یو ډول همغږي رامنځته کړه.
  • د ټولنې د اخلاقي او معنوي نظام اصلاح کول او پر روحي سلوک او نفسي تزکیې یې ټینګار.
  • د هغو آثارو لیکل، چې له پېړیو راهیسې اسلامي علما او متفکرانو ته د فقهې، کلام، او تصوف په برخو کې د مرجع حیثیت لري.
جمع بندي
امام غزالي رحمه‌الله د اسلامي تاریخ له هغو اغېزناکو شخصیتونو څخه دی، چې  پخپلو هڅو یې د اسلامي تفکر د احیا او د ټولنې د اصلاح لپاره زمینه برابره کړې ده. هغه په دغه معتدل فکر، نه‌ یوازې د فکري انحرافونو مخه ونیوله، بلکې د اسلامي معرفت د بیا رغونې او د فردي او ټولنیز چلند د اصلاح لپاره یې هر اړخیز نظام معرفي کړی دی. د هغه افکار او آثار لا هم د اسلامي علومو د څېړونکو لپاره الهام‌بښونکي دي او د اسلامي تاریخ د سترو احیاګرانو په توګه پېژندل کېږي.
ادامه لري…

مخکینې برخه | وروستۍ برخه

Leave A Reply

Exit mobile version