د اسلام ډیپلوماسۍ په هسپانیه کې، د خپل موقعیت له امله، د ځمکې او سمندر له لارې د عیسوي اروپا دروازو کې، او د ډېرو عیسوي دولتونو سره د خپلو سوداګریزو او سیاسي اړیکو له امله، لوی مقام درلود. د عبدالرحمن ناصر په وخت کې د اسلام او سترو عیسوي دولتونو ترمنځ ډیپلوماټیکې اړیکې خپل اوج ته ورسیدې، او یو په بل پسې یې پلاوي او سفارتونه اندلس ته ولېږل. د صفرې په (۳۳۶) هـ ق کال کې، د قسطنطنیې امپراتور چې د بابورفیرو جینتوس په نامه مشهور و، د اووم قسطنطین استازي له قیمتي سوغاتونو سره د عبدالرحمن ناصر دربار ته راغلل. ناصر هم په ځانګړو مراسمو سره د هغوی هرکلی وکړ، او دوی ناصر ته د امپراتور سفر لیک چې په یوناني ژبه لیکلی و، وړاندې کړ.
په یاد شوي لیک کې د سرو زرو مهر و، چې په یوه اړخ کې یې د حضرت عیسی علیه السلام انځور او په بل اړخ کې د امپراتور انځور د رنګارنګ کرسټال څخه جوړ شوی و. د امپراتور سفیران په هغه ورځ د خلیفه او د هغه د دربار له عظمت څخه متاثره شول. په دې جلسه کې د اسلام مشرانو ویناوې وکړې؛ یو له هغو څخه ادیب منذر بن سعید بلوطي وو، چې د عبدالرحمن ناصر د اثارو په اړه یې ارزښتناکه وینا وکړه او په پای کې یې یو شعر ووایه.
کله چې د امپراتور سفیران بیرته راستانه شول، عبدالرحمن ناصر خپل سفیر هشام بن حاذل د دوی سره، د یوې قیمتي ډالۍ سره، واستوه ترڅو د اړخونو ترمنځ د دوستۍ او یووالي کچه لوړه او ټینګه کړي. دغه پلاوی دوه کاله وروسته، په داسې حال کې هېواد ته راستون شو چې د دواړو خواوو ترمنځ یې اړیکې پیاوړې کړې وې. له هغه وروسته، د عیسوي پاچاهانو سفیران د عبدالرحمن ناصر دربار ته راغلل، په هغو کې د بلغاریا پاچا «پیټر پرسیمین» سفیران، د جرمني د امپراتور« اوتو اول» استازي، او د فرانسې د پاچا سفیران هم شامل وو.
ناصر هم د شرقي روم د دربار د سفیرانو په څېر د هغوى هرکلى وکړ او د هغوى په وياړ يې جشن ولمانځه. ناصر «ربیع اسقف» د سلاویانو له یوه پلاوي سره د دوی پاچا ته واستاوه. بیا یې د دولسم پاپ یوحنا استازي د مسلمان خلیفه د رضایت او خوښۍ ګټلو لپاره د هغه دربار ته واستول.
اسلامي ډيپلوماسۍ، لکه د عصري ډيپلوماسۍ د غوره بېلګو په څېر، د پټو عناصرو له ګټې اخیستنې څخه بې برخې نه ده پاتې. د پخوانیو اسلامي خلفاوو پر هغو مرستندویانو او ښکاره سفیرانو سربېره چې د دوی تر امر لاندې د دولتونو او ښارونو د معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره يې استول، داسې پټ سفیران يې هم کارول چې دنده یې د محلونو او بهرنيو حکومتونو له حالاتو خبرول وو، ترڅو هر څه چې به د خلیفه د واکمنۍ په ګټه یا زیان پېښېدل، هغه ته به یې راپور ورلېږه.
داسې ښکاري چې بني عباس لومړي کسان و چې په اسلام کې یې دا ډول پټې ډیپلوماسۍ تنظیم کړې وې. خلیفه ګانو لکه مهدي عباسي، هارون الرشید، مامون، او معتصم په قسطنطنیه او نورو پلازمینو کې جاسوسان درلودل ترڅو د روم امپراتور او نورو واکمنانو له کړنو او حرکتونو څخه باخبره وي.
دا جاسوسان معمولاً د مختلفو طبقو څخه، په ځانګړې توګه د سوداګرو له ډلې څخه، غوره کېدل او دوی خپل ماموریتونه په ډېر مهارت سره ترسره کول. د ډیپلوماسۍ دغه طریقه د بني عباس په دوره کې، چې خلافت له بشپړ واک او ازادۍ څخه برخمن و، د تنظيم او اهميت تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه.
لکه څنګه چې د ترکانو او البویه ساتونکو په واکمنۍ کې د خليفه ګانو واک محدود شو، د جاسوسۍ دغه نظام هم له منځه لاړ، په ځانګړې توګه کله چې خلیفه په سمبولیک ډول په خپله ماڼۍ کې محصور او له واقعي واکه بې برخې شو. د عباسي خلافت له ړنګېدو او په اسلامي نړۍ کې د محلي واکمنانو له خپلواکۍ وروسته، د خلیفه د پټو سفیرانو رول بدل شو او دوی په مختلفو ځایونو لکه قاهره، دمشق، موصل، نیشابور، مرو او نورو کې د ښکاره سفیرانو په توګه کار کاوه. دغو سفیرانو نه یوازې په دیپلوماتیکو چارو کې رول لوبولی بلکې په جګړو کې یې هم له واکمنانو سره همکاري کړې. داسې موارد هم شته چې له الپ ارسلان او ملک شاه سره یې اړیکې لرلې، کله یې د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې او کله یې هم شخړې هوارې کړې او دښمنۍ یې ختمې کړې دي.
د زمانې او حکومتونو له بدلون سره د اسلام دیني سیاست مختلف شکلونه غوره کړي، خو په ټولیزه توګه اسلامي حکومتونو له اسلامي تاریخ راهیسې د خپلو رعیتونو په وړاندې د زغم چلند غوره کړی دی. موږ له یو رسمي تاریخي سند سره مخ شوي یو چې دا پالیسي ښيي. دا سند، چې په 1138 میلادي کال کې د عباسي خلیفه المکتفی لخوا پیټراک عبدیشو نیستوریان ته صادر شوی و، چې خپلو عیسوي تابعینو ته بشپړه مذهبي ازادي ورکوي.
د رینولډز د کتابتون مسؤل ډاکټر« منجانا» چې دغه سند یې کشف کړی، د دې کشف په اړه لیکي: «موږ تل داسې یو سند ته اړتیا لرله چې د اسلام او مسیحیت ترمنځ سیاسي اړیکې روښانه کړي، په هغه دوره کې چې اسلام د میلیونونو مسیحیانو د ژوند او مرګ واک درلود. ځینې خلفاوو، لکه “متوکل”، د عیسویانو د ځپلو لپاره ناوړه فرمانونه صادر کړل. خو دا ډول پېښې باید د قانون څخه سرغړونه وګڼل شي او عاملین یې باید له قانون څخه سرغړوونکي وګڼل شي.»
په دې قضیه کې، د اسلام رسمي تګلاره په موجوده سند کې روښانه ده، چې د اسلام له رسمي دریځ څخه هر ډول منظم انحراف په کلکه ردوي. بیا ډاکټر منجانا وايي: دا سند د عباسي خلیفه د دربار لخوا صادر شوی، خو ایا د انګلستان پاچا، د هالنډ ملکه، یا د فرانسې ولسمشر له دې څخه زیات د خپلو مسلمانو اتباعو په وړاندې زغم او تسامح لرلی شي؟ قرآن د عیسویانو په وړاندې د ظلم لامل نه دی، لکه څنګه چې انجیل د عقایدو د پلټنې د محکمې لخوا د ترسره شوو ظلمونو او ناخوالو لامل او هڅوونکی نه دی.
له پورته مواردو څخه څرګندیږي چې په اسلامي دولتونو کې ډیپلوماسۍ له هغه څه سره چې په منځنیو پیړیو کې په عیسوي دولتونو کې وو، د شرایطو، اوضاعو، او دودونو له مخې ډېر توپیر نه درلود. دا د دې مانا لري چې په هغو وختونو کې دولتي نظامونه او د سیاست دودونه او رسمونه په ختیځ او لوېدیځ کې له څو اړخونو څخه یو بل ته ورته وو.