لیکوال: شعیب احمد "غزنوي"
د کعبې شریفې تاریخ (لومړۍ برخه)
لنډیز
کعبه شریفه (په عربي: الکعبه) یا د خدای کور (په عربي: بیت الله) یوه سپېڅلې ودانۍ ده چې د سعودي عربستان د مکې معظمې ښار د مسجدالحرام په مرکز کې واقع ده. کعبه، چې خپل مربع ډوله جوړښت ته اشاره کوي، په اسلام کې یو له سپېڅلو ځایونو څخه ده.
د قرآنکریم د تعلیماتو له مخې، کعبه د ابراهیم علیه السلام او د هغه زوی اسماعیل علیه السلام لخوا بیا رغول شوې ده، په داسې حال کې چې د هغې لومړنی جوړښت ملائکو یا آدم علیه السلام ته منسوبېږي. حتی د اسلام تر راتګ مخکې هم کعبه د عربو لپاره سپېڅلې وه، چیرې چې د عرب قبایل هر کال خپل اختلافات ختمول او د خپلو معبودانو عبادت یې کاوه.
مسجد الحرام، چې کعبه یې په مرکز کې ده، هغه مقدس جومات دی چې د نړۍ ټول مسلمانان د لمانځه پر مهال د هغې لوري ته مخ اړوي. د لمانځه په جریان کې دا تمایل “قبلې” په نامه یادیږي. د اسلام د اصولو له مخې، هر مسلمان چې مالي او بدني توان ولري، باید لږ تر لږه یو ځل په خپل ژوند کې حج ته ولاړ شي او ځانګړي مناسک ترسره کړي.
سریزه
مکه مکرمې، د خدای جل جلاله لخوا د ځمکې لومړنۍ سپېڅلې برخه او حرم ګرځېدلې، د پاکۍ او قداست مرکز دی. دا ځمکه د ابراهیم خلیل علیه السلام د عبادت لپاره غوره شوې وه، او هغه پرې د خدای د عبادت لپاره لومړنۍ ودانۍ جوړه کړه.
دا سپېڅلې ځمکه، چې اسمان ته نږدې ګڼل شوې، د مومنانو په زړونو کې ځانګړی مینه او شوق پیدا کوي. هېڅوک دې ځای ته نه شي داخلېدلی پرته له دې چې د مینې او جذبې احساس وکړي. همدارنګه، له دې ځایه د وتلو پر مهال د بیا ورتګ هیله او ارزو ورسره مله وي.
خدای تعالی د ابراهیم علیه السلام له قوله فرمایي:
«فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ»
(ای خدایه، د خلکو زړونه د دوی په لور واړوه.)
له همدې امله، مکه مکرمې د ستورو په منځ کې د لمر په څېر ځانګړی ځای لري. دا د مسلمانانو قبله او د نړۍ د ټولو ښارونو مور ده. خدای تعالی په دې ښار باندې قسم کړی، او هغه یوازې په لویو شیانو قسم کوي:
«لَا أُقْسِمُ بِهَٰذَا ٱلۡبَلَدِ»
(قسم په دې ښار [مکه]!)
د مکې ځانګړتیاوې
خدای تعالی مکه د خپل رسالت د نزول لپاره غوره کړه او د ټولو پیغمبرانو د خاتم، حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم، د زوکړې ځای یې وګرځاوه. دا ښار د قداست او سپېڅلتیا بېلګه ده او تل به د خدای په واک کې پاتې وي.
مکه د ځمکې د وچې برخې مرکز دی او د وحیې د نزول ځای ګڼل کېږي. کله چې خدای تعالی اسمانونه او ځمکه پیدا کړل، مکه یې د امن یو ځای وګرځوله. خلک او حتی مرغان او څاروي دلته د امن او هوساینه احساسوي.
په مکه کې د کعبې شریفې ترڅنګ څو نور سپېڅلي ځایونه شتون لري، لکه توره ډبره (حجر الاسود) او د ابراهیم علیه السلام مقام. حضرت ابراهیم علیه السلام په دې ځای کې د حج لپاره غږ وکړ، چې تر ده وروسته یې انبیاوو او نورو صالحو خلکو په دغه عمل دوام ورکړ.
وروستۍ خبرې
داسې ښار چې د دې ډول ځانګړتیاوو او فضیلتونو لرونکی وي، ایا د دې وړ نه دی چې مینه ورسره وشي او د لیدو لپاره یې زړونه تلوسه ولري؟ د هغې هره څنډه موږ ته د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د قدمونو داستانونه بیانوي.
شاعر ویلي:
لم یحل لی کل الدنیا
من بعد عرض و
وجهک انت منظر الجوهر
(ستا د مخ تر لیدو وروسته، زما لپاره د نړۍ هېڅ منظر د لیدو وړ نه دی؛ ټوله هستي عرض دی او ته جوهر یې.)