شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: نعمان سعید همجنس پرستي؛ د غربي تمدن او تهذیب نوی ارمغان همجنس پرستي يعنې نارينه له نارینه او ښځه له ښځې سره جنسي اړيکې په اسلام کې په مطلق ډول حرام دي، چې د دوو نارينه و ترمنځ متقابل جنسي اړيکو ته “لواطت” او د دوو ښځو ترمنځ جنسي اړيکو ته «مساحقت» ویل کیږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم دا دواړه اړیکې په کلکه غندلي او په کلکه یې منع کړي دي، قرآن کریم دغه ناوړه عمل د بدو اعمالو له جملې څخه بللی دی، د لوط علیه السلام د قوم له بدو اعمالو څخه یو همجنس پرستي وه، چې د هغوی د دغه بد عمل له امله ورباندې سخت عذاب نازل شو او د سدوم او عموره په ښارونو له اسمانه د ډبرو دومره بارانونه وشول، چې ښارونه یې غرق کړل او اوس هم بحیره مردار په ځمکه کې د الهی قهر د یو ژوندی شاهد په توګه شتون لري. له اسلام سربیره د دغه حیواني او بد عمل اړونه په تیرو آسماني کتابونو کې هم یادونه شوې ده او په تورات او انجیل دواړو کې دا بد عمل د زنا په څیر غندل شوی دی. د اسرائیلي روایتونو له مخې، هغه نارینه چې د کنعان په بتخانو کې د فاحشو ښځو په څیر زناووې کوي، دا ناوړه عمل د اجرت په بدل کې کوي او دوی د کنعانیانو په مینځ کې د “پاکه ښځه” او “پاک نارینه” حیثیت لري داسې نده؛ بلکې په تورات کې دغه کار بد او دغه عوایدو ته “د سپي عاید” ویل شوي دي او د اسلام په څیر په پخوانیو آسماني دینونو کې د زنا سزا هم دا وه، چې واده شوي کسان د زنا په تور په سنګسار وژل شوي. همجنس بازي په شريعت کې د خبیث، خسیس او شرمناک عمل ترڅنګ له طبي لحاظه هم انسان لپاره ډېر ضررناک دی او د عامو انساني اخلاقو په نظر کې نيولو سره هيڅکله ښه کار نه دی بلل شوی؛ خو د انساني آزادۍ په اړه د لويديځ خبیثه مفکوره دومره خسیسه ده، چې دا ناوړه عمل په کې قانوني توجيه پيدا کړې ده. لويديځ “جنسي آزادي” د انساني آزادۍ په لست کې شامله کړې ده او د “آزاد جنس” فلسفې یې د دين، اخلاقو او انسانيت ټول سرحدونه تر پښو لاندې کړي دي. په امریکا، اروپا او نورو غربي هیوادنو کې اوږدې مودې راهیسې د نارینه او ښځې له یوبل سره په رضایت زنا او همجنسبازۍ ته قانوني بڼه ورکړل شوې او په ډېرو هېوادونو کې د رسمي قوانینو له مخې اجازه ورکړل شوې ده، څو کاله وړاندې د بريتانيا يوې محکمې دوه نارینه، چې د مېړه او مېرمنې په توګه يې خپلمنځي جنسي اړيکې سره درلودې په رسميت وپېژندل او د يوه د مړينې په صورت کې يې بل د هغه وارث وټاکل، چې د یوې نړیوالې سروې مطابق له ۲۰۰۰ میلادي کال نه بیا تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې ۲۴ هیوادونو قانوني اجازت ورکړی دی. انا لله و انا الیه راجعون نن ورځ د ډیموکراسۍ، ازادۍ او تمدن په نومونو د همدغې فلسفې پر موږ باندې د مسلطولو هڅه کېږي او د امریکا په ګډون ټول غربي هېوادونه ډول ـ ډول تکتیکونه، متنونه، فلمونه، سریالونه، عکسونه، اپلیکشنونه او فشارونه واردوي، تر څو موږ خپل دیني احکام له پامه وغورځوو او: • غربي فلسفه او کلتور ومنو. • د نارینه او ښځو د اختلاط په وړاندې ټول خنډونه لرې کړو او د وړیا ملګرتیا فرصتونه ورته برابر کړو. • په نکاح کې د والدینو او کورنیو دخل کم کړو. • د حجاب شرعي احکام د پخوانیو دودونو په توګه رد کړو. • غیرت د غیر متمدن چلند او غیر مهذبې رویې په توګه تعبیر او مخنیوی یې وکړو. • د زنا او لواطت شرعي حدود لغوه کړو. • د حمل اسقاط د قانوني حق په توګه وپیژنو. • د امیندوارۍ د مخنیوي ادویاتو او میتودونو ته په عامه توګه وده ورکړو. • په ښوونځیو او پوهنتونونو کې جنسي زده کړې تنظیم کړو.
متفرقه مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (درېیمه برخه)شنبه _14 _دسمبر _2024AH 14-12-2024AD نور یی ولوله
متفرقه مېرمنو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپارښتنې (دویمه برخه)شنبه _14 _دسمبر _2024AH 14-12-2024AD نور یی ولوله