Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د درود ویلو فضایل او برکات (نهمه او وروستۍبرخه)
متفرقه سه شنبه _5 _نوومبر _2024AH 5-11-2024AD

د درود ویلو فضایل او برکات (نهمه او وروستۍبرخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحمید ګرګیج

د درود ویلو فضایل او برکات (نهمه او وروستۍبرخه)

د طبراني په روایت، د «نزهة المجالس» په کتاب کې د حضرت جابر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «څوک چې سهار او ماښام ووایي: «اللهم رب محمد صل علی محمد و علی آل محمد و اجز محمدا ما هو اهله»، د دې درود د اجر او ثواب ليکونکي به تر زرو ورځو پورې ستړي شي، ځکه چې دوی به د هغه د اجر او ثواب په لیکلو بوخت وي.»
له حضرت حسن بصري رضي الله عنه څخه يو اوږد درود هم روايت شوی، چې په هغه کې یې دا کلمات لوستل: «وجزه عنا خیره ما جزیت نبیا عن امته»؛ ژباړه: «پاکه ربه! هغه صلی الله علیه وسلم ته زموږ له طرفه هغه غوره بدله ورکړه، چې تا د هغه د امت له طرفه یوه پیغمبر ته ورکړې ده.»
په بل حدیث کې راغلي، څوک چې دا درود شریف: «اللهم صل علی محمد و علی آل محمد صلوة تکون لک رضا و لحقه اداء و اعطه الوسیلة و المقام المحمود الذی وعدته و اجزه عنا ما هو اهله و اجزه عنا من افضل ما جزیت نبیا عن امته و صل علی جمیع اخوانه من النبیین و الصالحین یا ارحم الراحمین» د اوو جمعو لپاره، په هره جمعه کې اووه ځله ووایي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم شفاعت پرې واجب کېږي.
علامه ابن المشتهر رحمه الله فرمايي: څوک چې غواړي د الله سبحانه وتعالی حمد او ثنا ووایي، چې تر ټولو غوره حمد وي او تر دې دمه هیڅ یو مخلوق، که لومړی وي او که وروستی، نږدې ملائکې وي او که د اسمانونو او ځمکې خلک، داسې حمد یې نه دی بیان کړی؛ او که څوک وغواړي چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې ترټولو غوره او ښه درود ووایي، داسې درود چې هیچا تر اوسه د هغه په څېر نه دی ویلی، باید داسې ووایي: «اللهم لک الحمد کما انت اهله فصل علی محمد کما انت اهله وافعل بنا ما انت اهله فانک انت اهل التقوی و اهل المغفره»؛ ژباړه: «ای الله! هغه ستاینه چې ستا د عزت او شأن مناسب ده، تا لپاره ځانګړې ده. پر محمد صلی الله علیه وسلم هغه درود ووایه، چې ستا د شأن سره مناسب وي او له موږ سره هغه سلوک وکړه چې ستا د شأن سره مناسب وي. په حقیقت کې ته د دې وړ یې چې وېره درڅخه وشي او ته بخښونکی یې.»
ابوالفضل قوماني رحمه الله فرمايي: له خراسان څخه یو کس ماته راغی او راته یې وویل، چې زه په مدینه منوره کې وم او په خوب کې مې د رسول الله صلی الله علیه وسلم زیارت وکړ. هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې همدان ته لاړې، زما له طرفه «ابوالفضل بن زیرک» ته سلام وکړه. ما وویل: یا رسول الله! دا څه راز دی؟ هغوی وویل: دی هره ورځ پر ما سل ځله یا زیات دا درود وايي: «اللهم صل علی محمد النبی الامی او علی آل محمد جزی الله محمدا عنا ما هو لله اهله.»
ابوالفضل وايي: هغه کس قسم وکړ، چې په خوب کې یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه زما نوم اورېدلی او تر دې مخکې یې زه نه پېژندم. ابوالفضل وايي: ما غوښتل چې هغه ته یو څه غنم ورکړم، خو هغه له منلو انکار وکړ او ویې ویل، چې زه به رسول الله صلی الله علیه وسلم نه خرڅوم (یعنې د ابلاغ په بدل کې څه نه ترلاسه کوم). له هغه وروسته، ما هغه سړی بیا ونه لید.
یا رب صل وسلم دائما ابدا علی حبیبک خیر الخلق کلهم
له حضرت عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې اذان واورئ، نو هماغه کلمې ووایئ چې مؤذن یې وایي، بیا پر ما درود ووایئ؛ ځکه څوک چې پر ما یو ځل درود ووایي، الله تعالی به پرې لس ځله درود ووایي. بیا له الله جل جلاله څخه زما لپاره د “وسیلې” غوښتنه وکړئ. وسیله په جنت کې یو داسې ځای او مقام دی، چې یوازي یو کس ته میلاویږي او هیله لرم چې هغه یو کس به زه یم. نو څوک چې له الله تعالی څخه زما لپاره وسیله وغواړي، زما شفاعت به ورته نازل شي.»
د شفاعت د نزول معنی دا ده، چې شفاعت به یو کس ته محقق او ثابت شي. په ځینو روایاتو کې راغلي دي، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم شفاعت به په هغه شخص واجب شي. د بېلګې په توګه، د صحیح بخاري په یو حدیث کې راغلي دي: څوک چې اذان واوري او په پای کې دا دعا ووایي: «اللهم رب هذه الدعوة التامة و الصلاة القائمة آت محمدا الوسیلة والفضیلة وابعثه مقاما محمودا الذی وعدته»، د هغه لپاره به زما شفاعت ثابت شي.
له حضرت ابوالدرداء رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به چې کله اذان واورېد، نو دغه دعا به یې په داسې ډول ویله چې نورو خلکو به هم اورېدله: «اللهم رب هذه الدعوة التامة والصلاة القائمة صل علی محمد و آته الوسیله یوم القیامة.»
علامه سخاوي رحمه الله له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت کړی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «هرکله چې پر ما درود وایئ، “وسیله” هم راته وغواړئ.» کله چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د وسیلې په اړه وپوښتل شول، هغه ځواب ورکړ: «په جنت کې داسې ځای دی، چې یوازې یو سړی ورته رسېدلی شي او زه هیله لرم چې هغه به زه یم.» علامه سخاوي رحمه الله وایي، چې د “وسیلې” کلمه په لغت کې هغه څه ته ویل کیږي، چې د هغه په واسطه یو ستر مقام او شخصیت ته تقرب او نږدېوالی حاصلیږي، خو دلته د جنت لوړ مقام ته اشاره شوې، چې په حدیث کې راغلی دی.
په بل حدیث کې له حضرت ابی حمید یا ابی اسید الساعدي رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې ستاسو څخه یو څوک مسجد ته ننوځي، نو ماته دې درود ولېږي او بیا دې ووایي: «اللهم افتح لی ابواب رحمتک»؛ او کله چې له جومات څخه وځي، پر ما دې درود ولېږي او بیا دې ووایي: «اللهم افتح لی ابواب فضلک»؛ دا دعا پدې معنی ده، چې د خدای د رحمت او فضل دروازې خلاصې شي.»
د رحمت د دروازې د پرانستلو دلیل دا دی، چې هر څوک چې جومات ته ځي، په عبادت کې بوخت وي او د الله تعالی رحمت ته اړتیا لري، تر څو الله تعالی يې په خپل رحمت سره په عبادت کې بریالی کړي او بیا یې قبول کړي. په مظاهر حق کې لیکل شوي، چې د رحمت د دروازې خلاصېدل د هغه سپېڅلي ځای په برکت، یا په هغه کې د لمانځه د بریالیتوب او یا د لمانځه د حقایقو د موندلو له امله وي. له “فضل” څخه مراد حلال رزق دی، چې له لمانځه وروسته یې د ترلاسه کولو لپاره هڅه کېږي. دا مطلب دې آیت ته اشاره کوي، چې د جمعې په مبارک سورت کې راغلی دی: «فاذا قضیت الصلاة فانتشروا فی الارض وابتغوا من فضل الله»؛ ژباړه: «نو کله چې لمونځ پای ته ورسېږي، په ځمکه خواره شئ او د خدای فضل ولټوئ.»
علامه سخاوي رحمه الله د حضرت علي رضي الله عنه څخه نقل کړی، چې «کله چې مسجد ته ننوځئ، نو پر رسول الله صلی الله علیه وسلم درود ووایئ.»
له حضرت فاطمه رضي الله عنها څخه روایت دی، چې «کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد ته ورننوتل، نو پر ځان به یې درود او سلام وایه او بیا به یې ویل: «اللهم اغفرلی ذنوبی وافتح لی ابواب فضلک»؛ حضرت انس رضي الله عنه فرمایي، «کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد ته داخل شو، نو ویل به یې: «بِسْمِ اللَّهِ اللهم صل علی مُحَمَّدٍ.» او کله به چې له جوماته ووتی، بیا به یې هم دا دعا ویله: «اللهم صل علی محمد.»
له حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل لمسي حضرت حسن رضي الله عنه ته دا دعا ښوولې وه، چې کله مسجد ته ننوځي، نو لومړی دې پر پیغمبر صلی الله علیه وسلم درود ووایي او بیا دې دا دعا ووایي: «اللهم اغفر لنا ذنوبنا وافتح لنا ابواب رحمتک»؛ او کله چې له جومات څخه وځي، همدا دعا دې ووایي او د «ابواب رحمتک» پر ځای دې «ابواب فضلک» ووایي.
له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې ستاسو څخه یو څوک مسجد ته ننوځي، نو باید پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې سلام واچوي او ووایي: «اللهم افتح لی ابواب رحمتک» او کله چې له جومات څخه وځي، سلام دې واچوي او ووایي: «اللهم اعصمني من الشیطان الرجیم.»
یا رب صل وسلم دائما ابدا علی حبیبک خیرالخلق کلهم.
Previous Articleډیپلوماسي په اسلام کې (پنځمه برخه)
Next Article د ناهېلۍ پايلې او لاملونه او د هفې سره د مبارزې لارې (پنځمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک (شپاړسمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD5 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک شپاړسمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه) …

نور یی ولوله
اسلام

د «خُلق عظیم» مظهر (پنځمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD12 Views

لیکوال: شکران احمدي د «خُلق عظیم» مظهر پنځمه برخه د حضرت رسول الله (صلی…

نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (شپږ ويشتمه برخه)

سه شنبه _17 _جون _2025AH 17-6-2025AD10 Views

لیکوال: شکران احمدي د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه شپږ ويشتمه برخه 3. په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله ژوندليک (شپاړسمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (یوویشتمه برخه)

چهارشنبه _18 _جون _2025AH 18-6-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.